مانا خپله دوه اړخه لري: یو یې د پوچۍ اړخ دی چې تر ډېره په منفي بافۍ ولاړ وي، بل يې مثبت لوری دی چې تر ډېره ژوند ته پکې له هیله منو عینکو ورکتل کېږي.
دا چې مانا خپله څه ده، په دې اړه کوټلی تعریف نشته، خو دومره ویلی شو چې مانا یو انتقالېدونکی مفهوم دی، که مفهوم په منفرد ذهن پورې تړلی وي، نو مانا هماغه مفهوم دی چې د ذهن له بهرني چاپېریال څخه راغلی وي او نور هم کولی شي په هغه کې شریک او په ګډې دارایۍ يې واړوي يا مانا هماغه ذهني انځور دی چې د یو شي ځای ټاکلی او د يو څه مالک کېدای شي، داسې يې هم تعریفولی شو چې مانا هغه مفهوم دی چې ذهني زېرمه پر عیني مقولې یا ذهني لید باندې واړوي.
جبران خليل جبران د مانا اړوند داسې لیکي: مانا د یوه ځمکني واقعيت په مقابل کې پر امکاناتو پوهېدل یا په اسانه ژبه، پر دې پوهېدل دي چې په یوه راغلي حالت کې څه کېدای شي؟
په ټوله کې له دې تعريفونو د مانا یو کوټلی تعریف داسې راویستی شو چې: مانا د کلمې، یو عمل یا حالاتو تر شا پټ یا ښکاره مقصد و هدف دی یا مانا هغه مفهوم او پيغام دی چې د یو فکر، څیز یا پېښې اړوند په ذهن کې راټوکېږي.
کله چې د ژوند د مانا اړوند خبره رامنځته کېږي، نو شايد په دې برخه کې زموږ ذهن مختلفو لورو ته وپاشل شي، ځکه د ژوند مانا انسان په انسان، ورځ په ورځ او ساعت په ساعت بدلېږي، خو له دې سره سره چې د ژوند مانا بدلېږي، مګر ځای پر ځای هېڅکله نه درېږي.
دا چې د ژوند مانا د بېلابېلو خلکو لپاره په بېلابېلو وختونو کې توپير کوي، په دې خاطر د ژوند د مانا په اړه کوټلی فورمول ورکول سخت دي. موږ د ژوند د مانا پوښتنې ته عمومي ځواب نه شو ورکولی، ځکه ژوند مبهم شی نه دی، بلکې ډېر واقعي او د احساسېدو وړ څیز دی.
ناهیلي انسان ته د ژوند مانا د مرګ، دردونو، مړینې او ژوند یوه پراخه دایره ښکاري، خو هیله من انسان ته بیا د ژوند ارزښت په هوډ، مبارزه او هڅه کې پروت ایشي. که څه هم په ژوند کې مانا یا ارزښت لټول د انسان ثانوي عقلي توجیه نه ده چې له غرايزو خړوبه شي، بلکې دا د انسان د ژوند اساسي انګېزه ده او له یو انسان سره چې په ژوند کې مانا موندل څومره مرسته کوي، بل هېڅ شی ورسره دومره مرسته نه شي کولی.
وېکټور فرانکل چې د شلمې پېړۍ یو له اغېزمنو ارواپوهانو څخه شمېرل کېږي، دی چې کله د نازیانو بند ته لوېږي، هلته د يو قيدي انسان فکر و اند خپلوي او دا ورته جوتېږي چې ژوند اصلن پوچ دی، خو له دې سره سره راتلونکي ته هيلمنتوب د نوموړي د بې مانایي اړخ پر مثبت لوري اړوي او دی حس کوي چې د ژوند مانا بې قید و شرطه ده، په دې خاطر حتی حتمي درد و کړاو بالقوه مانا هم رانغاړي. وېکټور فرانکل به ویل چې د ژوند مانا په درېیو طریقو کې پرته ده، د ښه او ارزښتمن کار په کولو، د ارزښتمنې تجربې په خپلولو او د ستونزو او ځور په زغملو کې…
فرانکل ته د ژوند مانا تر دلیل هم ډېره ژوره اېسېده، ځکه یې ویل چې: د ژوند مانا یوازې په کار کولو کې نه ده، په مینه کې هم پیدا کېدای شي.
همداراز وېکټور ته له فعالیت او ارامتیا تش ژوند هم بې ګټې او پوچ نه ښکارېدو او ویل به یې: فعال ژوند انسان ته دا فرصت ورکوي چې په خپلو پنځونو کې ارزښت وویني او غیر فعال ژوند بیا د تفرېح فرصت دی چې انسان پکې د ښایست، هنر یا طبیعت لوړو تجربو ته ورسېږي او درک یې کړي. خو کوم ژوند چې نه فعالیت لري او نه ارامتیا، دا هم تش او بې ګټې نه دی، دا دې لوړو اخلاقي ارزښتونو د پېژندلو فرصت دی او دا دې شته حالت په مقابل کې د انسان غبرګون دی.
په ادبياتو کې هم دې برخې په بېلابېلو طریقو انعکاس موندلی دی. ځينو اديبانو ژوند سراسر پوچ انځور کړی، خو بعضو بیا ژوند ته د هیلو، اميدونو، ارمانونو او… قسم قسم جامې وراغوستې دي. په پښتو نثري ادب کې د دې برخې تشه ډېره محسوسېږي، خو د نظم برخه بیا له دې اړخه له پوره پوره غنا څخه برخمنه ده.
په معاصر پښتو شعر کې د ژوند د مانا او پوچۍ څرکونه ځکه ډېر وینو چې معاصر انسان د ژوند له نويو تجربو سره مخ شو، موډرنه زمانه يې وليده او د پخواني انسان په پرتله معاصر انسان په تېره پښتون له تراژیدیو سره ډېر مخ شو، جګړې يې ولیدې، بېلتون يې حس کړ، خراب ذهنیتونه، بې شعوري او بد رواجونه يې هر یو مخې ته کتار پراته ولیدل او…
که څه هم زموږ د شعر کره کتنې لا هم په زاړه سیستم روانې دي، خو که کوم څوک پښتو شعر ته د ژوند د مانا له عینکو وروګوري او د ژوند د مانا د راایستلو هڅه ترې وکړي، نو نه یوازې به مو د شعر د نقد او شننې نوې زاویه نورو ته په لاس ورکړې وي، بلکې د ژوند د ارزښت و مانا اړوند به مو ناهیلو او مایوسو انسانانو ته له دې حالت د راوتلو لپاره هم څه ناڅه ورښوولي وي.