جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د سږو سرطان (Lung cancer) | ډاکتر رحیم هلال

د سږو سرطان (Lung cancer) | ډاکتر رحیم هلال

د سږو سرطان د  سږو د حجراتو غیر نورمال او بې کنټروله وده ده چې په سږو کې د تومور یا سرطان د جوړېدو سبب ګرځي

نښې نښانې: هسې خو د تنفسې سیستم د اکثریت ناروغیو نښې او آن تقریبا نښانې سره ورته وي خو که څوک دوامداره ټوخی ولري یا په بلغم کې د وینې په شتون مشکوک شي، نفس تنګي ورته پيدا شي، سینه کې يې درد وي، اشتها کې يې فرق راشې او وزن يې په کمېدو شې نو ممکن د سږو د سرطان ناروغي ولري په کار ده چې له ډاکټر سره مشوره وکړي او د خپلې ناروغۍ د درملنې او تشخیص لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د سږو سرطان يا په خپله د مریضانو او یا هم د روغتيايي پرسونل د بې غوري له امله  ډېر کله له وخت وروسته تشخیص کېږي چې بیا يې د درملني چاري لږ څه ګرانه وي ځکه خو باید ټينګا وکړو چې که څوک په ځان يا د خپلې کورنۍ په کوم غړې کې او یا هم په خپله ډاکټر په چا کې پورته نښې نښانې وګوري نو پر وخت او موقع دي اړوند تشخیصه امکانات د دې ناروغیو لپاره محهز سنټر او درملنه په پام کې ونیسې.

په ټوله کې د انسان د وجود د هرې برخې سرطانونه په دوه ډوله دي چې يو يې خبیث یا ملیګنینټ دي او بل يې بیناین یا سلیم سرطانونه دي یو قسم يې یوازې د وجود تر یوې برخې محدود وي او ځينې يې د لمفاوي عقداتو او وینې له لاري نور وجود ته خپرېږي

ډاکتر رحیم هلال

د سږو سرطانونو کې معمول يې سکاموس سیل کارسینوما او د سږو اډینو کارسینوما برانکوجینیک سرطانونه دي چې په عین حال کې نسبتا ډير ژوند ګواښونکې دي علت يې هم تر ډیره حده د سګریټ څکول دي

همدارنګه د سږو د وړو حجراتو سرطانونه او بل يې د سږو دغیر وړو حجراتو سرطانونه دي چې دواړه يې په بیلا بیلو ډولونو سره وده کوي په مختلف ډول درملل کېږي

ځينې نور واړه ډولونه هم لري خو دا یاد يې مهم او عام کیسنرونه دي

د سږو د سرطان د عامل  په باره کې یو شی ډېر معمول دی هغه د سګریټ څکول دي تازه څېړنې ښيې چې له اتیا تر نوي سلنې د سږو د سرطان عامل د سګریټو څکول دي، د سګريټ لوګی پخپل ځان کې د راډون په شمول  له شپيتو څخه زیات پيژندل شوې کارسینجون لري، همدارنګه نیکوټین چې پخپله د سږو سرطان ته لاره هواروي او همدارنګه اخته شویو انساجو ته د پراختیا په ورکولو کې زیموار ګڼل کېږي

البت سګرټ څکول پخپله د څکونکې او په څه اندازه له هغه سره په شا وخوا کې د  اوسېدونکو کسانو لپاره په دې اړه د خطر زنګ دی

له دې سره خوا کې د هوا ککړتیا،  جینیټیکې عوامل، د فلزاتو ارسنیک موادو، ربړونو او په ځېنو زهرجنو ګازي فیکټریو او کار خانو کې  په دوامداره توګه کار کول چې محیطي عوامل يې بللای شو د سږو د سرطان په منځ ته راتلو کې رول لري

درملنه يې شونې ده خو په دې شرط چې په اوایلو کې تشخیص شي، اساسي درملنه يې په دې پورې اړه لري چې يو څوک د سږو کوم ډول سرطان لري ایا په يوه ټاکلې برخه کې دی که د وینې او لمفاوي عقداتو له لاري د وجود نورو برخو ته هم خپور شوی دی

په ټوله کې يې درملنه  د سرطان په ډول، انتشار،  د ناروغ په عمومي وضعیت او عمر پورې اړه لري چې وروسته له ازموینو يې د جراحي،  کیموتراپي، امینوتراپي او لیزر یا شعاع  په واسطه کېږي،  له نیکه مرغه د نړۍ طبابت د خپل عوج لوړو پوړیو ته په ختو دی په دې ورستیو کې په دې اړه نوې لاسته راوړنې هم شته چې تر اوسه ډېر معمول ندي تمه شته چې نژدو کې به دا لاسته راوړنې هم عامي شي.

یو شی چې باید بیا بیا يې یادونه وکړو هغه داده چې که چېرته په اولو وختونو کې د سږو سرطان تشخیص شي نو د درملنې چانس د پام وړ دی

نه یوازې په افغانستان کې بلکه په هره ټولنه کې د سږو د سرطان په اړه عامه پوهاوی خپرول اړین دي تر څو له هر څه وړاندې خلک پخپله پرې له اخته کېدو خپله بندګې وسه وکړي  چې تر ډېره بریده  دا زیمواري د عامي روغتیا د وزارت او اړوندو روغتیايي ارګانونو ده

بله مهمه خبره  دا ده چې په ځانګړې ډول کشران ډاکټران دي په عادي درملو باندي ناروغ نه خطا باسې ښه به وي چې مشکوک ناروغان  يوه مجهز سنټر ته ولېږي

د درملني او تشخیص لپاره يې په وطن کې تر یوه حده امکانات شته چې دا هر څه د ډاکټر او ټولنې در منځ باور ته زیاته اړتیا لري

د درملنې په برخه کې يې بله مهمه خبره د درملو کیفیت دی چې باید وڅارل شي او هغه درمل مثلا کیموتراپي دي په دولتي سطحه باندي ناروغانو ته په وړیا ډول اماده شي تر دا مهاله له بده شامته په وطن کې په دې برخه کې پرې اخته ناروغان فوق العاده زیاتي ستونزې ګالي

نور امکانات چې په لاره اچول يې پکار دي لکه د تشخیص او درملنې په برخه کې هغه دي اماده کړای شي ځانګړی روغتون جوړول خو له بده مرغه لا هم یو خوب دی

څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه تر ټولو مهم عامل يې په ځانګړې ډول زموږ او ستاسو په ټولنه کې سګریټ څکول دي څوک چې سګريټ څکوي پرې دې يې ږدي تر څو خپله هم خوندي شې او ټولنه يې هم له شره په امان شي

همدارنګه مناسب غذايې رژیم ته دي پاملرنه وشې،  ورځنی تمرین دي عادت وګرزول شې تازه هوا تنفس کول،  دا ټول هغه څه دي چې د سږو د سرطان په مخنوي کې  رول لرلای شي. ‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب