جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمجاهد له ګاونډیو وغوښتل د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه له سره...

مجاهد له ګاونډیو وغوښتل د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه له سره وباسي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د سې‌شنبې په ورځ له سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې له “ناوړه نیتونو” ډډه وکړي، ویې ویل چې د طالبانو “حکومت” غواړي د اسلامي اصولو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

هغه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې طالبان نه غواړي افغانستان د لویو قدرتونو لکه د امریکا، روسیې او چین د سیالیو ډګر شي.

یعقوب وویل:
“زموږ پیغام ګاونډیانو، سیمه‌ییزو قدرتونو او نړۍ ته دا دی: که څوک د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه لري، پرې دې یې ږدي. افغانستان تاسو ته کوم بد نیت نه لري. موږ له ټولو سره د اسلامي شریعت پر بنسټ ښې اړیکې غواړو.”

د طالبانو حکومت له پاکستان پرته له نورو ګاونډیانو سره نسبتاُ ښې اړیکې لري. پاکستان، چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي، په وروستیو کې د طالبانو مخالفانو ته بلنه ورکړې چې په اسلام اباد کې سره راټول شي.

یعقوب زیاته کړه:
“نه روسان او نه هم چینایان داسې فکر کوي چې افغانستان به د امریکا په اشاره د دوی پر ضد عمل وکړي یا به خپله خاوره د دوی پر ضد وکاروي. او امریکایان هم باور نه لري چې روسیه یا چین به راشي او دا خاوره به د هغوی پر ضد وکاروي. راځئ سوداګري وکړو. راځئ د بندونو، سړکونو، فابریکو، پانګونې او برېښنا پروژو په جوړولو کې یو له بل سره سیالي وکړو — نه د شخړو له لارې.”

یعقوب مجاهد دا هم وویل چې افغانانو څو ځله خپله خپلواکي په سمه توګه نه ده ساتلې، خو ده د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بېرته واک ته رسېدا د خپلواکۍ نوی ډول وباله. هغه پر یووالي ټینګار وکړ څو د “فتنو او وېش” مخه ونیول شي. ښاغلي مجاهد په عین حال کې د خلکو او طالبانو ترمنځ د بې‌باورۍ د خپرولو د هڅو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل:
“باید له ماضي څخه درس واخلو. هر څوک چې هڅه کوي وېش رامنځته کړي — که د حکومت او خلکو ترمنځ وي یا د خلکو ترمنځ ـ باید وپېژندل شي. یوازې په دې توګه کولای شو د بهرنیو دښمنانو له دسیسو یا د کورنیو ناپوهانو له کړنو ځانونه وژغورو.”

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل چې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان خپلواکي په ښه ډول نه ده ساتل شوې، او زیاته یې کړه چې نه شاه امان‌الله خان د انګلیس له استعماره د خپلواکۍ تر ترلاسه کولو وروسته او نه هم د شوروي د وتلو پر مهال د مجاهدینو مشران وتوانېدل یووالی وساتي.

هغه د سیمې هیوادونو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره غونډې جوړې نه کړي.

د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم په غونډه کې وینا وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې هېڅ جدي مخالفت نه شته. هغه د داعش سیمه‌ییزه څانګه “پر افغانانو تپل شوی بهیر” وباله چې په افغانستان کې ځای نه لري.

1 COMMENT

  1. خلک هم نور جنګ نه غواړي مګر تاسو هم سم انسانان شئ او خلکو ته د انسان په سترګه وګورئ. نجونو ته د تعلیم دروازې خلاصې کړئ، ځوانانو او عام ولس ته د کار ضمینه مساعده کړئ. د ګاونډیو په ځای خپل هیواد کې سرمایه ګذاري وکړئ. خلک چې په ګیډه ماړه وي نور خیر خیریت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب