جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+سيکولرزم: الهي نعمت |رحمت شاه فراز

سيکولرزم: الهي نعمت |رحمت شاه فراز

موږ په اوسنۍ نړۍ کې په لوی لاس له يوه داسې عظمی نعمت نه ځان بې برخې کړی دی، چې نورو ټولو صغری نعمتونو ته ورنه لاره ورغلې ده.

د مسلمانانو په زوال کې تر بهرنيو لاسونو داخلي عاملونه زيات وو، خو دا چې زوال خوړلي ملتونه تل د خپلې ماتې او ځوړتيا پړه په نورو يا «بل» ور اچوي، مسلمانانو هم خپله بربادي په غرب ور وتپله او دې کار يې که له يوې خوا له مسلمانانو دا ځواک واخیست، چې د خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او خپله اينده برنامه سازي کړي، نو بلې خواته يې يو لوی تاوان دا هم ور واړاوه، چې د مسلمانانو په زړونو او سترګو کې د غرب له هر شي کرکه پيدا شوه. د ديوبند له مدرسې بيا زموږ د عصري سازي د بهير پر وړاندې د ملايانو دريځ چې په راډيو، ټلويزيون او رېل‌کاډي او هر غربي توليد کې یې د غرب توطئه او دسيسه ليدله، يو لوی عامل يې هماغه له زوال نه وروسته د غرب په ضد د مسلمانانو ذهنيت و. دا مخالفت يوازې تر توکو او توليداتو پورې محدود نه و، بلکې په ډېر شدت او تونده بڼه يې د غربي نظرياتو او مفکورو پر وړاندې هم ځان څرګند کړ.

خو له غربي توکو او توليداتو سره پخلاينه په دې ډېره اسانه وه، چې توکي د ګټې وټې او استعمال شيان دي او ژوند ورسره اسانېږي او بله دا چې د توکو استعمال د بنده په خپل لاس کې وي، مثبته او منفي دواړه استفادې ورنه کولی شي. خو دغه استدلال چې زوال خوړلي ملت د غربي توکي او توليداتو په برخه کې وضع کړ، په غربي نظرياتو او افکارو يې تطبيق نه شو کړای او د دې تر شا څو علتونه وو. د پرديو مفکورو راخپلول لږ تر لږه دوه ډوله پوهه غواړي، چې مسلمان ملت له خپل زوال وروسته له دواړو پوهنو محروم وو.

يوه پوهه هغه وه چې په معاصره دنيا کې يې خپله ټولنه، مذهب، کلتور او د خپلې ټولنې تشريح کولی شوی، يانې د خپل ځان په اړه پوهه، چې په دې پوه شوي وای، چې موږ چېرته ولاړ يو. بله پوهه د دې نظرياتو او مفکورو ژور فهم او درک و. خو مسلمانانو چې په خپل ځان د اجتهاد دروازې تړلې وې، نه يې د خپلې مذهبي پوهې او ديني مفکورې په مټ د خپلې ټولنې ستونزو ته ځواب ويلای شوی، نه يې د معاصرې دنيا غوټې پرانيستلی شوی او نه یې په معاصره دنيا کې نوې توليد شوې پوهې ته غېږه ورکولی شوی، ځکه دوی د خپلو اسلافو له بحثونو او کتابونو پرته نور هېڅ هم نه ليدل او مثال يې د کوهي له چونګښو وراخوا بل څه نه و.
دا به نورې برخې هم ولري…

1 COMMENT

  1. مننه فراز صاحب، ښه موضوع مو انتخاب کړې خو ډېره لنډه برخه مو يې خپره کړې که ټوله يو ځاې خپره کړئ بهتره به شي که نه د ليکنې تسلسل ماتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب