شنبه, اپریل 20, 2024
Home+سپږه-لنډه کیسه/اجمل پسرلی

سپږه-لنډه کیسه/اجمل پسرلی

د نوک په بیخ کې یې بنده سپږه د زرورقې پر کاغذ واچوله. سپږې هڅه کوله چې راسته شي. ده کاغذ  خوځاوه راخوځاوه.

سپږه د کاغذ د سر خواته رهي شوه، لکه چې له زرورقي څخه یې د وتلو هڅه کوله. سړي د سګریټ په تش ډبي کې خوشي کړه، سر یې وربند کړ. منځوۍ ګوته یې لکه کړه، په همدې نوک یې سپږه له ږیرې رایستلې وه. د نوکانو بیخونه یې همداسې تور ورته ښکاره شول لکه د سګریټ په ډبي کې ایساره سپږه.

ده چې په کومه ورځ د لاس ساعت خرڅاوه، هاغه ورځ د پله سیوری لکه دغه شیبه نوی له ویالې اوښتی و. د ساعت له ورسپارلو مخکې یې لکه مخه ښه چې ورسره کوي، د ساعت پر شیشې ګوتې کیښودې، یوه بجه وه.

له ویالې د سیورې له اوښتو وروسته یې نژدې هره ورځ د ځان درد پيلیږي، دا درد تر هغو احساسوي چې مازدیګر تر پښو لاندې کړی د غلبیل په څیر سوری سوری څادر په سر واچوي او پوډر څکولو ته کښیني.

دا زمان د ده نه خوښیږي چې د پله سیوری د دیوال تر بیخ رسیږي. دا وخت د ده په ذهن کې دا خبره راګرځي:

« کاشکي په پوډرو روږدی نه وای»

دغه پښیمانې دی په ګرځیدو کړي، کړوپ کړوپ کاږه واږه ګامونه اخلي، یوې خوا بلې خوا په ټیټو سترګو غړۍ وهي لکه په یوه ورکه پسې چې سرګردانه وي.

 چې کله د پله سیوری د دیوال بیخ ته رسیږي نوره یې حوصله ختمیږي څادر پر سر کشوي پوډر پر زرورقې ږدي.

سیوری لا یوه لویشت د دیوال له بیخه لرې و چې د سګریټ له ډبي یې سپږه راوایسته پر مځکه یې کیښوده، په لوڅو پښو پرې وخوت. د خیرنو پښو تلو ته یې وکتل سپږه نه معلومیده. یو ځای یې د یوې پښې تلی داسې ورښکاره شو چې وینه پورې نښتې، داسې وینه چې په خاورو خټو لړلې، سوروالی یې سم نه سهي کیږي.

د څادر ژۍ یې له سترګو لږ پورته ونیوله، سیوري پر دیوال خوله لګولې وه، نیچه یې تر ژبې لاندې وه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب