Homeخبرونهط: له روسیې مننه، چې افغان سفارت يې را وسپاره

ط: له روسیې مننه، چې افغان سفارت يې را وسپاره

تاند:(شنبه، د حمل ۲۰ مه) د طالبانو حکومت اعلان وکړ، چې روسیې نن په ماسکو کې د افغانستان سفارت د دوی ور استولي دیپلومات ته سپارلی.

 د طالبانو استولی دیپلومات جمال ناصر غروال نومیږي، چې څو ورځې مخکې روسیې ورته د‌ افغان دیپلومات په توګه د کار کولو ویزه ورکړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي:« د بهرنيو چارو وزارت د روسيې له فدراتيف حکومت څخه مننه کوو، چې د افغانستان ديپلومات ته يې باورليک ورکړ او زمينه يې برابره کړه چې افغان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامين او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول ولوبوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، دوی د يوه مشروع حکومت په توګه حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سياسي استازوليو مدیریت په لاس کې واخلي او نړۍ سره مسئولانه تعامل وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون وویل، چې طالبانو ته د افغان سفارت سپارل، د هغوی د حکومت د په رسميت پېژندلو په مانا نه، بلکې د دیپلوماتیک تعامل لپاره یو ګام دی.

طالبانو نه دي ويلي، چې د جمهوري نظام پر مهال په روسیه کې د افغان دیپلوماتانو برخليک به څنګه کیږي، خو پرون په افغان سفارت کې یوه پخواني ديپلومات غوث جانباز پر خپلې ټویټر پاڼې په سفارت کې د افغانستان له درې رنګه ملي بیرغ سره خپل اخيستل شوی عکس خپور او وويل، چې دا يې په سفارت کې وروستۍ کاري ورځ ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...