ډاکتر ماخان میږي شینواری
سریزه:
موږ کړی شو، چې یو ښه ګرامر په پښتو هم په ګډه سره ولیکلی یا برابر کړی شو، چې مرسته سره وکړو او دا خو په دې اوس وخت کې کېدی شي. موږ سره د ن ج له لورې تړلي یو. ماته خو خپل دا لیکنه د الماني په مټه له الماني جوړه کړې او ستاسې وړاندیزونه هم په سترګو منم. ناسمونونه سمولی شو، که څه ورزیاتول غواړۍ، نو ماته یې وی نوم په انګرېزي یا الماني ولیکۍ، زه به هغه هم د الماني په مټه ورزیات کړم او له تاسو به یې ګډ کړم.
د بلې ژبې باید ګټه پورته کړو، خو هغه لیکنه د پښتو ژبلار سره باید سر وخوري، په دې هم ستاسو مرستې ته اړتیا شته.
که داسې یا له دې ښه لیکنه یې ولرو، دا هم خو ډېر ښه کار دۍ، خو دا باید داپرېپوهېدنه ونه لري، چې ګوندې بل څوک دې بیا په دې هکله نه لیکي. ما چې همدا لیکنه ترې را نیولي، هلته په لسګونه لیکنې په همدې موخه شوي. دا ژبلار پوره کونه ده او نه د هغې ناسمون او یا د بل چا د لیکنې د ارزښت کمول.
Nomen / Substantive نومونه/ سوبستانتیو یا شینومونه : زوندي، شیان او کلیمې په ګوته کوي.
روښانه یا څرګند نومونه/ سوبستانتیو شینومونه شیان دي، چې سړی یې ګوري، لمس کوي یې او حس کوي یې.
د بېلګې په توګه:مېز، پاڼه، غونډوسکه، پیاله.
ذهني نومونه/ سوبستانتیو: شیان دي، چې پرې فکر کیږي او احساس کوي یې
بېلګې: کار، تفریح، خوښي، زړه بدي
نومونه/سوبستانتیو یا شینومونه کومې پېژندنخښې لري؟
نومونه/سوبستانتیو ګڼونبڼې( تعداد بڼې) لري:
یواځنی یا یوګونی (مفرد) بېلګه: ونه، ګلاب، بړستن.
ډېر یا ډېرګونی(جمع) لکه ونې، ګلابون، بړستنې
نوم/ شینوم په پښتو کې دوه نرښځیوالي یا نرښځیتوب دي، چې د پیداېښت الې له لارې سره توپیریږي، داپه دې ترېپوهېدنه چې دا نومونه نارینه او ښځینه دي.
نرښځیوال یا نرښځېتوب د نارینه او ښځینه لپاره د ناټاکلو پېژند نځښو له لارې: یو، یوه، له یوه، یوې ته…………
نرښځیتوب په پښتو ژبه کې د ځنې تورو یا نوره یې هم ښه زیات یې د غږلرونکو تورو له لارې پېژندلکیږي.
دا دې په ګوته وي، چې څوک یې د کوم توري له لارې نه شي ټاکلی. دا په دې ترېپوهېدنه چې دا ټاکل کیږي نه، دا همداسې له پیداېښته دي، چې همدا یې ډېره غوره ده. زموږ ژبپوهان په دې هکله د پوره ناسمون سره مخامخ دي. …………………
کوم توري دي، چې دا یې له مخې پېژندل کیږي ( که ووایو، چې کوم تورې دي، چې دا ټاکي، ناسمه ده، دا په دې ترې پوهېدنه چې ټاکل کیږي نه).
— دا نرښځیوتوب کېدی شي، یواځې په یوګونبڼه کره شي:
نارینه په یوګونبڼه: مېز/ په ډېرګونبڼه: مېزونه
ښځینه په یوګونبڼه: پیاله/ ډېرګونبڼه: پیالې.
— ډېرګوني ( په نومیناتیو یا نومیز) د پېژندبخښې سره جوړېږي.
موږ په پښتو کې یواځې ناټاکلې پېژندنخښې لرو: یو مېز، یوه پیاله
Pronomen نومځاینیوي: دما کتاب. دموږ موټر.
Adjektiv خویويونه ( د موږ د پښتو ادبیاتو کې ورته ستایېننوم وایې، خو د ما په اند دا خوي نوم به یې موخور وي، چې خوي نوم هم دی): ښکلې ونه، لټ سپی.
Numerale ګڼیز: دوه ( دوې) لارې، شپږم ټولګی.
غواړو چې ګڼونه په ګڼوننخښو ولیکو: ۲ لارې، ۶ – م ټولګی( ۶ ټولګی ناسم دۍ).
— ځنې نومونه/شينومونه د هغه د پسېسیلبې په مرسته پېژندلکیږي.
– والی، – توب، ……
کوچنیوالی، نارینتوب،
کلیوال، کلیواله، نرولي، ښخولي…………..
—Verben کړنوی: یو کړنوی وایي، چې څه کړل کیږي یا پېښيږي یا څه شی دۍ
— کړنوی په ځانیزه بڼه
یوګن یا یوګونی: ۱ . کس: زه ځم. ۲ . کس: ته ځې. ۳ . کس: هغه ځې.
Plural (Mehrzahl) ډېرګڼی یا ډېرګونی: ۱ . کس. موږ ځو. ۲. کس: تاسو ځۍ. ۳ . کس: هغه، هغوي ځي
یادونه: په پورته کې: ۱. او ۲. د لومړي او دویم په ځای لیکل کیږي. زیات وخت – لکه د مخه مې چې ګوته ورته ونیوله- ۱ –م، ۲-م
Hilfsverben مرستندوي کړنویونه: یېدل، لرل، کېدل.
د مرستندوې کړنویونو په مرسته بېلابېل وختونه جوړیږي،
د بېلګې په توګه: موږ تللي یو، موږ تللي وو، موږ به لاړ شو.
کله کله دا د ادورب، نوم یا خويوی سره ځانله وي.
د بېلګې په توګه: هغه لاندې دی. زه وږی یم یا لوږه لرم. زه نېکمرغه یم.
مودال کړنویونه: باید، غوښتل، اجازه لرل یا – ورکول…
هغه یا که غواړۍ دا تل د یوه کړنوي د اینفینیتیو ( بنسټبڼه) سره په تړاو کې دي او د هغه سرچینه یيزه وینا بدلوي.
هغه کړی شي د بېلګې په توګه رابند کړي، یو څه هرومرو (مجبوریت) شي، یوه هیله یا غوښتنه(؟) ووایي( افاده کړي)، یو څه بېبندیزه یا خپلواک کړي.
بېلګه: هغه باید راشي، هغه دې بیده شي، زه کړی شم ( د چا ومخ ته ) ولولم…..
ناتوانه کړنویونه
بنسټبڼه ………. ۱. بنسټ بڼه …….. ۲ . بنسټبڼه…….۳ . بنسټبڼه (۱)
انځورول ……. زه انځوروم …… ما انځور کړل…. ما رسم کړي وو
ویل ………… .. زه وایم…. ما وویل………….. ما ویلي وو
توانمند یا غښتلي کړنویونه
بنسټبڼه………….. ۱ . بنسټبڼه…. ۲. بنسټبڼه…… ۳ . بنسټبڼه (۱)
ځغاستل………….زه ځغلم…….. زه وځغاستم…. زه ځغاستی وم.
لمبل ………….. زه لامبم…….. ما ولمبل……. ما لمبلې
دایوه بنسټ بڼه د بنسټکړنوي له امله ده او دا پسې بله ترې منځ ته راغلې بنسټبڼه یا میراث دۍ. نه پوهېږم څه نوم ورکړم.
نالاریز ( نا منظم یا بې قاعدې یا بېلاریز) کړنویونه
بنسټبڼه …….۱ . بنسټبڼه….. ۲ . بنسټبڼه….. ۳ . بنسټبڼه
تلل …….. زه ځم، ….. … زه لاړم…… زه تللی وم
اړیینه یادونه: د دې کړنو سره د وخت له مخې کړنویونه بڼه بدلیږي او پرته له دې، ځانګړو ویونو سره نومځای نیوي هم خپله بڼه بدلوي:
لومړی: هغه کړنویونه، چې کړل کیږي او بل یا پرې کړوني ته اړ نه دي، په هغوي کې نومځای نیوي بڼه نه بدلوي.
بېلګه: زه ځم. زه لاړم. زه تللی وم.
دویم. هغه کړونویونه چې پرېکړونی لري.
بېلګه: زه خورم. ما وخوړه. ما خوړلې وه یا خوړلی وو. دلته یو څه شته، چې خوړل کیږي.