هرڅه ستالپاره دي خو!
که ستا لېچې، مړوندونه
نه وي!
په بنګړيو په وښيو
څوک څه کوي؟
که ستا سپين ورغوي
که ستا د سپينو سپينو ګوتو
سپين سپين شيرچايي نوکونه
که ستا سپينې
کوړمې لرونکې نرۍ پښې
نه وي!
نکريزې دې ورکې شي!
که ستا په ګوتو جوړې ګوتې
که ستا سترګې ستا لېمه
نه وي!
په ګوتي په چيله بيا
په رنجو او په رنجوړمه
څوک څه کوي؟
که ستا د زلفو
د ګېډيوکلېچونه
که ستا د زلفو
د ګېډيو تيارې
که ستا د زلفو
د ګېډيو خوږبو
نه وي!
د شړشمو د زيتونوپه غوړيو
د سپوږمۍ په رڼاګانو
په يخو يخو هواګانو
څوک څه کوي؟
که ستا لونګينې خولې
که ستا پاسته ماسته ګامونه
نه وي!
د زړګي په سپين دسمال بيا!
د طبيعت په شنو فرشونو
څوک څه کوي؟
خو
که ته نه وې!
په ما څوک څه کوي؟
هو! په ما څوک څه کوي؟
دا هرڅه او هرڅه
هغه چې ياد مې نه کړل
هغه هم
دا ټول ستا لپاره!
هو دا هرڅه ستالپاره دي!
خو
ته پوهېږې؟
چې ته د چا لپاره؟
هو!
بالکل!
هېڅ شک نشته!
ته زما لپاره!
خو
زه او ته دواړه!
غاړه ترغاړه!
د ژوند د سيند پر غاړه!
د چا لپاره؟
۲۰/۰۵/۱۳۹۲
حيدرآباد
د وړوکي اختر څلورمه
نر او ښځه
زه او ته يوو
په يو باغ کې
پر وياله پورې راپورې
مخامخ ولاړې ونې
ډک لاسونه مو د مينې
له ميوو نه زنګېدلي
پر يو بل دي اچولي
زما لاس کې سره انار دي
ستا په لاس کې سرې مڼې دي
زه انار يم ته مڼه يې!
زه که تريو يم ته خوږه يې!
۲۰/۰۵/۱۳۹۲
حيدرآباد
د وړوکي اختر څلورمه
سور ګلاب او سره مچۍ
چپ طرف کې د ټټر مې
اووه پاڼی سورګلاب راټوکېدلی
هره پاڼه
د اوو پاڼو دپاسه
د شبنم سپينې ټوپۍ يې
په ټتر باندې ټومبلي
له بېديا نه د سرو شاتو
سره مچۍ ګلاب ته راغله
سپينه خوله يې
په سرو پاڼو باندې کېښوه
د سرو پاڼو سره شيره يې
د شبنم سپينې ټوپۍ يې
ټولې تېرې کړې
په ينګه
چې راويښ شوم
چې مې سترګې کړلې پورته
ته مې
چپ طرف کې
مسکه وې ولاړه!
۲۲/۰۵/۱۳۹۲
کابل/کارته نو
غزل
د زړګي په درد اخته شې چې دې زده شي
په يو چا پسې خپه شې چې دې زده شي
چې دې نه زده خو ګيله هم درنه نه کړم
ته خو لا هم سرچپه شې چې دې زده شي
بې ترتيبه بتخانه شوه درنه جوړه
ما وې ته به مو کعبه شې چې دې زده شي
شور و شر به دې رڼا په مخه يوسي
په آرام به لکه شپه شې چې دې زده شي
له دې مخکې ګوره زه هم لکه ته وم
ته به هم لکه ساده شې چې دې زده شي.
۲۶/۰۵/۱۳۹۲
حيدرآباد
غزل
بې له تا نه مې مقصد نه پوره کېږي
د نيمګړي ژوند فيصد نه پوره کېږي
بې منصوره دې تعريف راته مشکل و
بې پانسۍ د مينې حد نه پوره کېږي
بې ازله نو بيا څنګه دلته راغلم؟
بې ازله خو ابد نه پوره کېږي!
خلک وايي چې يې ښو ته تمه مه کړی
چې له لاسه زما بد نه پوره کېږي
که د پټې نامې ټکي دې ور نه کړل!
د ساده د زړه ابجد نه پوره کېږي.
۲۷/۰۵/۱۳۹۲
حيدرآباد
غزل
خيال پلو په مخه کړې، چې نړۍ په غم اخته ده!
که رښتيا د غريبانو، د مړۍ په غم اخته ده؟
د شپانه بي بي د مېږو، په شېدو ده ناوزګاره
د شپانه ادې د مېږو، د وړۍ په غم اخته ده
بې له ياره بې له کاره، نو پاچا د څه لپاره؟
د پاچا ډلګۍ پرېشانه، د شړۍ په غم اخته ده!
نه مړه کېږي نه خلاصېږي، نه نارې د اخ کوی شي
بې چاره جينۍ په ژبه، راکوړۍ په غم اخته ده
د ساده د هېواد سوله، نړېواله سندرغاړې
په مرۍ ګوزنډ وهلې، د غړۍ په غم اخته ده
۰۲/۰۶/۱۳۹۲
حيدرآباد
============================
د یوه فارسي شعر ژباړه
د کلمو رسوب
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
دا مې تازه کشف کړه
چې ته!
یواځې ته نه یې!
بلکې ته زما ټوله نړۍ یې
ټول شعرونه مې یو خوا
هغه شعرونه مې چې ستا په مناسبت تا ته لیکلي بل خوا
سترګې دې دومره قوت لري، چې ټول وجود مې
له شته غرور سره سره بیا هم په لړزه راولي
او ای زما زړګیه!!!
دا هر څه له تا نه پټ نه دي!
د ژوند ټولې خوښۍ مې له تاسره دي
دا خبرې، چې زه یې درته وایم شاعرانه جملې مه ګڼه!
دې هرې یوې کلمې
زما په زړه کې
ستا د ګرانښت له احساس نه
ښه ډېر رسوب کړی دی
ته زما د احساساتو یو قهرمان ځواک یې
او په دې کې زه کوم شک نه لرم.
او یوه اړینه خبره، چې د زړه له تله یې درته لیکم، دا ده:
ته زما تر ټولو ستره هیله یې
حتی که پوره هم شې
بیا هم
ستا هیله لرم
===================
د مینې انځور/ بریال نایاب
د سپوږمۍ په سپین جبین کې
یو انځور د مینې ګورم
لکه مینه چې پکې ښکاري
توره شپه کې سحر ګورم
خودخپل جانان په زلفو
کې یو راز د جنون ګورم
بس همداسې راته وایي
زه دې مینه لیونې یمه جانانه
په سپوږمۍ کې درنه ورکه
تروږمۍ یمه جانانه
زه د ستورو کتار ګورم
په زرین آسمان دمینې
یو زرینه جانان ګورم
سلیمان بادشاه د وخت
پوهیدلو به په ژبه
د هریو موجود دوخت
نن چې زه د ستورو ژبه ګوا وینم
ښکارم بولی مې ددې زمان بدبخت
ستوری ټوله شپه کړي تیره
د سپوږمۍ مخ ته برسیره
بس له راز او نیازه ډکې
غړوی د مینې سترګې
د خپل مست مین په لټه
اوښکې تړمې تویه وی بیا
د جنون په وچه دښته
د معشوق زړګی تسخیر کړي
په لمدو نمچنو سترګو
بس څبه د باران راشي
پسې سړه سیلۍ چټکه
دده سترګې کړي ور وچې
چې لږ درد یې دزړه کم شې
چې لږ مینه یې سیوا شې
د مین په زړه کې باسي
د باران په شان زرینې
کرښې تړمې تړمې واشي
د جنون او ځواني ونې
په سړه سیلۍ شی وچې
لکه وچې پاڼې یوسي
باد باران د کلی غنې
بس زما په زړه کې شته دي
د جانان د مینی نښې
بریال نایاب
////////////////////////////////////////////////
کائنات دې په ښه نظم پیدا کړي
ستوری واړه دې له مینې زیږولی
ستا د نقش او نګار بېلګه بله نشته
په رنګونو ددنیا کې دې پوښلی
دښتو غرونو ته دې خاص انځور ورکړی
ونې بوټی دې په خپل ښایست پې یلی
دا انسان دئ چې ارزښت یې لیدی نشی
واړه څیز دې با ارزښته پیدا کړی
زمونږ عقل تر ظاهره پورې رسی
په باطن کې یې دا واړه حکمتونه ورنغښتلی
ته یې ښکلی چې ښکلا دې غوره کړې
ستالویی به تل همیش وی تا ښودلی
چې له بحره دې احوال رسی انسان ته
میلونونه موجودات دې واړه ښکلی پیداکړی
د خالق او دمخلوق خلقت توپیر کړي
میلونونه انسانان دې په تو پیر دي پیداکړی
ته مالک د دوجهانو یې خالقه
انسانان دې څومره ښکلی پیداکړی
له غروره مستې پیغلې یادومه
د مین زړګی ټکور دې پیداکړی
د آدم او د حوا له دوره پیل
مینان دې ټول دردونو ته ساتلی
بریال نایاب
سپتمبر-۰۴-۲۰۱۳
===============================
پاچاهي
بصیرالحق عادل
چاته ملنګ چاته پاچا یمه زه
څوک مې یاري غواړي پالونه ګوري
چاته ځونډی یمه لونګ یمه زه
څوک مې مړوند کې ګرځوي له نازه
بنګړی بنګړی یمه او شرنګ یمه زه
څوک رانه تښتي رانه کرکه کوي
چاته مې ژوند دوزخ دوزخ ښکاري
څوک مې په سترګو کې جنت لټوي
شېبه شېبه زما عادت لټوي
هغوئ مې ژوند پسې ملنډې وهي
هغوئ مې څيرې ګرېوانه ته ګوري
زما د خټو کور یې سترګو کې دی
له کبره ډکه په مغروره سترګو
زما د کور هر دېواله ته ګوري
هغوئ ساده دي په دې نه پوهېږي
په دې خاورین کور کې له څو پېړیو
ما په غربت کې پاچاهي کړې ده
دلته د مینې او د کرکې نفرت
دلته زما د ژوند کیسې خوندي دي
اوس مې هم ښکلي احترام کوي خو،
د چا له سترګو نه پرېوتی یمه
څوک مې اوس هم پاس پر سینه ګرځوي
لکه لونګ لونګ ټالۍ وهمه
د چا په زړه کې او سینه کې یاره
اوس هم بې تاجه باچاهي کوومه
څوک مې غریب غریب ژوندون نه تښتي
څوک مې غربت کې عجایب لټوي
څوک مې بدرنګ ژوند کې جنت ویني خو
چاته لمبه ښکاري زما هره شېبه
یو څوک له ماسره پر دغه لاره
زما د ژوند په دې اغزنه لاره
په دې خاطر مې ملګرتیا کوي چې ،
زما د سپرلي سپرلي ځوانۍ نه ځان ته
د خپل ارمان ورک ګلابونه واخلي
دې طوفاني سفر ته غېږه ورکړي
خو خپل ژوندون ته بهارونه واخلي
زما د ځوانۍ هر یو ګلاب ګلاب
په خپل وربل کې داسې وټومبي چې
هر څوک یې ولولي کتاب کتاب
بس نو یوه شېبه پاچا شمه زه
په ثانیو کې بیا ملنګ ملنګ یم
ځکه نو خولې ته مې ناڅاپه راشي
د پاچاهۍ لایقه یاره
قربان قربان دې د غریبې ورځې شمه.
۱۳۹۲ ـ ۲ ـ ۶