د پراګ په اوړي کې داسې ورځې د ګوتو په شمیر دي، چې په موټر کې څوک خولې شي. نن همداسې ورځ وه، د موټر ښیښې مې ښکته کړې وې، خو نژدې شل دقیقې وشوې چې په نرۍ لاره کې ایسار وم او لاره بنده وه. له موټره راښکته شوم. مخې ته د پولیسو موټر ښکاریده. د سړک پر غاړه ولاړې غرفې ته ودریدم، اوبه مې واخیستې. دوکاندارې ته مې وویل
– دا لاره ولې بنده ده؟
د پولیسو د موټر خواته یې اشاره وکړه:
– مخکې زه هلته وم موټر یو سړی وواهه
– څرنګه سړی ډیر ژوبل شو
دوکاندارې خپلې وړې شنې سترګې سره وروستې:
– ګومان نه کوم چې ژوندی به پاتې شوی وي، ځکه چې د موټر باڼت ته راپورته شو او بیا دا سړی له مځکې نژدې دوه متره اوچت شو او کلک پر سړک ولګید.
ما اوف وکړ:
– موټر ډیر تیز و؟
– دغسې ښکاریده
– نو موټروان ملامته و؟
– نه پوهیږم پولیسو خو تر اوسه څه نه دې ویلي
– ستا له نظره څرنګه څوک ملامته وو
– زه څه پوهیږم، موټر تیز ښکاریده، سړی یې وواهه
– دغه تیز تګ په خپله ملامتي نه ده؟!
– دا به پولیس معلومه کړي چې خبره څه ده
ما خپلې اوبه پر سر واړولې، شاته مې وکتل د موټرو کتار تر هغو ولاړو چې سترګې ښکاریدې، خو څوک له موټره نه و راښکته شوی او چا پوښتنه هم نه کوله.
دا ځکه چې پر پولیسو او قانون خلک باورمن دي. څوک دا اړتیا نه ویني چې مداخله وکړي.
او د بلې خوا نه اروپایانو ته زمونږ افغانانو په شان د چا مرګ او ژوبلېدل سیل او ساعتیری نه دی. مونږ ته که څوک ووايي چې په ستودیوم کې یو سړی اعدامیږي په زرګونو خلک سیل ته ورځو.
اروپایان په دې هم پوهیږي چې که له موټرونو نه راکوز شي له ژوبل شوي کس سره د مرستې په ځای مشکل ایجادیږي او که ټپي مړ هم نه وي او خلک ورباندې راټول شي د اکسیجن د نه ورسیدو د کبله هم ساه ورکوي او د بلې خوا نه لاره بندیږي او روغتون ته رسول یې ګرانه کیږي.
رحمت الله جانان