شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینما«ژوندى بخت» د اوسکار جايزې ته وړاندې شو

«ژوندى بخت» د اوسکار جايزې ته وړاندې شو

له پاکستانه دا ځل د «زنده بهاګ» يانې «ژوندى بخت» په نامه فلم د اوسکار جايزې لپاره نومول شوى دى. «ژوندى بخت» فلم د اوسکار په جايزو کې د غوره بهرني فلم له ټولګې څخه لېږل شوى دى.

په پاکستان کې د اوسکار جايزو د کومېټې مشره فلم جوړوونکې شرمين عبيد چنواى- چي خپله يې هم د اوسکار جايزه ګټلې- بي بي سي ته ويلي، چي په تېرو پينځوسو کلونو کې له پاکستانه د اوسکار جايزې لپاره فلم نه دى لېږل شوى، خو دا ځل به د اوسکار اکاډمۍ ته «ژوندى بخت» فلم ور لېږي او دا لومړى پاکستانى طرحه شوى فلم دى چي د اوسکار جايزې ته لېږل کېږي.

Sharmeen Obaid

سږ کال د شرمين عبيد چنواى په مشرۍ له پاکستانه د اوسکار جايزې لپاره د فلم د نوماندۍ لپاره کومېټه جوړه شوې وه، چي د اګست تر پينځويشتمې نېټې يې نوي پاکستاني فلمونه تر لاسه کړل او چڼ يې پکې وکړ.

«ژوندى بخت» فلم ځکه هم غوره ګڼل شوى، چي د هند وتلي فلمي ستوري نصيرالدين شاه پکې د مرکزي کرکټر رول تر سره کړى دى. د دې فلم پروډيوسر مظهر زيدي هيله څرګنده کړې، چي دا فلم به د پاکستاني فلمي صنعت په فعاليت کې مهمه ونډه ولري،

مظهر زيدي وايي «زه له نصيرالدين شاه مننه کوم چي نه يواځې يې په فلم کې کار وکړ، بلکې په فلم کې د شاملو ممثلينو لپاره يو روزنيز ورکشاپ هم جوړ کړ، چي ممثلينو به يقيناً ډېر څه پکې زده کړي وي»

دا فلم په اردو او پنجابي ژبو دى او د فلم داستان (سناريو) د لاهور د درېوو ځوانانو په اړه دى، چي د خپل ښه ژوند د جوړېدو لپاره غواړي په قاچاکي توګه له هېواده دباندې لاړ شي، دوى ته قاچاکبر د خارجي هېوادونو ستاينې کوي او هلته د خوندي رسېدو درواغجنې ژمنې ورکوي.

د دې فلم په داستان کې د طنز مالګه هم شامله ده، چي پر چارواکيو باندې نقد پکې شوى دى.

تېر کال هم پاکستانۍ مېرمنې شرمين عبيد چنواى پر خپل ډاکومنيټري فلم «مخ ژغورنه» «Saving face» باندې د اوسکار جايزه وګټله، چي په پاکستان کې يې د هغو تشدد ځپليو مېرمنو په اړه جوړ کړى، چي پر څېرو يې تېزاب پاشل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب