چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeادباستاد محمد صديق پسرلی معاصره پښتو شاعرۍ کې د هندي سبک بشپړ...

استاد محمد صديق پسرلی معاصره پښتو شاعرۍ کې د هندي سبک بشپړ استازی

نورالحبيب نثار

استاد محمد صديق پسرلی زموږ په زمانه کې د هندي سبک يوازېنی بشپړ استازی دی. د ده غزلبڼ ته تر سر ورښکاره کولو مخکې په کار دي چې دغه سبک باندې لږ  رڼا واچوو.

هندی سبک د لسمې هجري پېړۍ له پيله د دولسمې هجري پېړۍ تر نيمايي پورې فارسي شاعرۍ کې عام وو. مګر، په پښتو کې له حميد بابا سره د دغې ژبې ادب ته راغی. يعنې، کله چې په فارسي کې د دغه سبک زوال پيلېده، په پښتو کې يې پيروي پيل شوه چې تر ننه پورې هم ځينې لاروي لري. خو داسې هېڅکله نه دي شوي چې د يوې خاصې زمانې مسلط سبک دې وو.

محمد کاظم خان شيدا چې دغه سبک اوج ته ورساوه، هغه په هند کې اوسېده او هلته د دې سبک بازار تود وو. دا چې وايو د هندي سبک د عروج زمانه د دولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې وه، وجه يې دا ده چې په ايران کې يې تر دې وخته ډېر پيروان لرل. خو په پښتو کې د هندي سبک د ايجاد عوامل هغه نه وو چې په فارسي کې وو. دلته نه د دربار خبره وه- نه پخوانی سبک داسې بريد باندې درېدلی وو چې نور څه دې ورباندې زيات نه شي. او نه مو د اصفهان په شان ښار درلود چې منځنۍ طبقه دې په کې پياوړې وي او شعر دې د خواصو له کړيو څخه عام ولس ته ورولېږدوي. په پښتو کې يوازې له دې کبله هندي سبک ته مخه وشوه چې پښتنو شاعرانو هسې نه هم د فارسي شعر پيروي کوله. په پښتو کې د دې سبک د نه تسلسل وجه دا وه چې نه ورته سياسي- اجتماعي شرايط کله د فارسي په شان برابر شول او نه ورته ادبي- هنري شرايط. دلته يوازې د شاعر شخصي انتخاب او فردي سليقې نقش درلود.

د ژبې په لحاظ د هندي سبک تر ټولو لوی خصوصيت دا دی چې عاميانه ژبې ته په کې هم توجه وشوه. تر دې وړاندې په فارسي کې د سعدي او حافظ ژبه د شعر ژبه وه چې له  عاميانه او بازاري کلمو څخه په کې استفاده ښه نه ګڼل کېده. له ښه مرغه، پښتو کې د عوامو او خواصو ژبه ډېر تفاوت نه سره لري. بلکې بېخي يې نه لري. د ژبې په لحاظ د دې سبک د شاعرانو بل مهم خصوصيت دا دی چې ترکيب جوړولو ته  زياته  توجه کوي. د ناويليو مفاهيمو د بيان له پاره ناويلې ژبې ته اړتیا وي او ناويلې ژبه همدغه د نويو کلمو او ترکيبونو ژبه ده.

د بيان په لحاظ د هندي سبک لويه ځانګړتيا دا ده چې مدعا مثل ته ډېر پام کوي او دا د دوی تر ټولو مهم صفت دی. له پخواني شعر سره يې د موضوع له پلوه توپير دا دی چې هغه کې به عشق و عرفان، اخلاقي نصيحتونه، مدح و هجو اصلي موضوعات وو. خو دوی د ژوند د کابو ټولو اړخونو د بيان له پاره له شعره استفاده وکړه. په دې سبک کې نوی مضمون ډېر اهميت لري. د پخوانيو سبکونو او د دې سبک په تخيل او نوښت کې توپير دا دی چې هغوی به مکرر مضامين (مکرر تشبيهات او استعارات) رااخيستل. خو کمال به يې دې ته وايه چې په نوي انداز، نوي وزن او نوې جمله کې يې وکاروي. مګر، دوی د خيال نويوالی اصل وګاڼه. يعنې، يا به يې بالکل نوې تشبيه جوړه کړه او يا به يې زړه تشبيه کې وجه نوې کړه. د ژانر په لحاظ، هندی سبک تر ډېره حده د غزل شاعري ده. ځکه چې د دې سبک شاعر خپله اصلي خبره معمولا د مدعا مثل په بڼه کوي او مدعا مثل معمولا د يوه بيت شاعري ده چې تپه هم دغه ځانګړنه لري.

په پښتو او فارسي کې د هندي سبک يو لوی توپير دا دی چې فارسي د ترکيب جوړونې له پاره ډېره برابره ده. يوازې “نکره کسره” کافي ده چې ترکيب دې ورسره جوړ شي. خو په پښتو کې دغه کار ګران دی. زياتره د اضافت کلمه غواړي چې د ترکيب فصاحت ورسره زيانمنېږي. بل توپير يې دا دی چې پښتنو باندې د موضوعاتو لمن د فارسيوانو هومره تنګه نه شوه چې ګونګې او مبهمې خبرې دې وکړي. پښتو فقط داستاد پسرلي په شان د يوه محسن او پرستار پامته داره وه چې په زرونو نوي نوزي خيالونه او مضمونونه په کې بيان کړي او بې له ابهامه يې په کې بيان کړي. يو بل جالب توپير يې دا دی چې په فارسي کې د هندي سبک له راتلو سره ژبه کمزورې شوه. خو په پښتو کې داسې چا د دغه سبک بنياد کېښود چې تر بل هر شاعر يې د ژبې قوت او انسجام زيات وو. په دې سبک کې د ژبې د کمزورۍ يو بله وجه دا وه چې هنديانو په دوهمه ژبه کې شاعري کوله. خو زموږ  استاد په خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبې کې شاعري کوي چې پر حميد مومند سربېره، د خوشحال بابا د ژبې په قوت او انسجام هم آراسته ده.

استاد پسرلي ته د هندي سبک بشپړ استازی ځکه وايو چې يو يې په پښتو کې تر دې دمه د دې سبک تر ټولو شاعرانو مدعا مثل، حسن تعليل، حس آمېزۍ تشخص او پيراډاکس ته توجه ډېره کړې او بل يې په فارسي کې د دې سبک د مشهورو شاعرانو صائب، کليم، بېدل، او نورو آثار لوستي او حتی د هغوی ځينې مضامين يې د خپلو شعرونو په ضمن کې راژباړلي دي. درېم يې څه نا څه واقعه ګويۍهم کړې دي چې د دې سبک ځينې شاعرانو به ورته توجه کوله. او څلورم يې د تيورۍ په لحاظ ځينې هغه خبرې کړې دي چې د دې سبک شاعران يې مهمې ګڼي؛ مثلا: دوی د مضمون غلا ډېره بده ګڼي او پر نوښت تأکيد کوي. استاد پسرلی هم په دغه برخه کې نهايت حساس دی:

شعرونه مې پسرليه دي بس خپلې تجربې،

د سين له ځيګو شګو نه هندارې جوړوم.

د روښاني پېر شاعرانو مرزاخان انصاري، دولت لواڼي، واصل او نورو پښتو غزل ته د فن او فکر دواړو له پلوه د پام وړ کار وکړ. دوی پسې جوخت، خوشحال بابا پښتو غزل ته نوی رنګ او آهنګ ورکړ. کاظم خان شيدا په کې لوړ خيالونه او ژور فکرونه بيان کړل. تر شيدا، پيرمحمد کاکړ او محمدي صاحبزاده راوروسته، پښتو غزل له اوجه پرېووت. مګر، له ښه مرغه، د شلمې پېړۍ دوهمې نيمايي کې په کې حمزه بابا بېرته سا پو کړه. ناظر، خاطر او خيبر په کې پيدا شول. تر دې چې د خيبري غزل او خيبري ادب مصطلحات وضع شول. له حمزه بابا سره جوخت استاد محمد صديق پسرلي د هندي سبک په فني لوازماتو او هنري محاسنو سمبال غزل وليکل. البته، په يادې مودې کې يوازې استاد دغه سبک وپاله چې په دا وروستيو شاوخوا شلو کلونو کې يې اوس ګڼ لاروي پيدا کړي دي. اغلب ګومان دا دی چې نور به نو دغه سبک پښتو ادب کې د يوه مسلط او مسلسل سبک په توګه دوام وکړي. ځکه خو ادعا لرو چې د ده غزل دا وخت د دغه سبک تر ټولو استازې غزل ده او دی دا وخت د دغه سبک تر ټولو استاد شاعر دی. حقه خبره دا ده چې استاد پسرلي تر شيدا راوروسته د پښتو هندي سبک څو سوه کلن ټکنيتوب او سکوت د خپل غزلبڼ له چاپ سره دړې وړې کړ.

رحمان بابا له پروردګاره غوښتي وو چې ساده انشاء يې ورته رنګينه کړي. د بابا د ساده انشاء رنګيني دا وه چې عامو خاصو او خپلو پردو ټوله خوښه کړه. حميد بابا د محبت په اور کې د سهي سمندر ساز وغوښت؛ شيدا په معصوم کنار د نور غوندې جانان پسې له ځانه ووت، او حمزه بابا مګر د افغان ښاغلې پيمانه کې يثربي باده وغوښته. دغه راز، استاد پسرلي هم د خپلې انشاء باره کې له پروردګاره التجاء لرلې ده. د ده التجاء ډېره عارفانه او رومانټيک ده. پروردګار مستجاب الدعواة دی. فکر کوم، ده ته يې د ده تر التجاء پورته بخښنه کړې ده. د ده التجاء دا ده چې زړه يې د حسن د باغ زړی شي چې هر ځای يې ږدي او مينه ځنې ټوکېږي. روح يې د ښکلا د ډنډ ښاپېرۍ شي چې د حسن په جلوو کې يې پټپټونی کوي. هر نفس يې د نور وزرې وکړي چې د خدای د ‌ذکر او فکر تر درشله يې ورولي. هر نظر يې د لمر پلوشه شي چې د پروردګار د حسن له بورجله يې ځارېږي. د هر نوي زېږېدلي ارمان سترګې يې د ښايست په مخ آسانه وا شي او له ذهن سره مسخول هر يوه هوس ته يې له ښېګڼې سره مينه ورپيدا شي. دی غواړي چې تصور يې د لمر تر تندي ورين، مفکوره يې د پرښتو غوندې سپېڅلې، خيال يې د شفق تر ټاپوګانو لوړ او رنګين، او نوا يې د مظلوم تر زړه نرۍ، نرمه او مهينه شي. دی د خپلې شاعرۍ، د هغې د صنفونو او ځينې نورو اهمو عناصرو باره کې دعا کوي؛ وايي:

تصور مې کړه د لمر تر تندي هم ورين،

اندېشه د فرښتو غوندې معصومه،

رنګين خيال را د شفق تر ټاپوګانو،

نوا راکړه د مظلوم تر زړه مظلومه.

په غزلو کې مې پو کړه د هنر سا،

ترانو کې مې جاري کړه د ژوند وينې،

څلوريزې مې د حسن شګوفې کړه،

او نظمونه مې وړ وړ مېوې د مينې.

استاد هيله لري چې وروستۍ سندره يې د يوه ښه پيل سريزه شي. دی د خپلې التجاء په آخر کې ژمنه کوي چې که د طوبا د ونې قمري هم شي، حسن کل به غواړي- حسن کل به بولي- او حسن کل به ستايي.

بلې؛ د استاد درسته شاعري د حسن او په نهايت کې د حسن کل تذکره ده. د ده غزلې د ښاپېريو سرودونه او ورسره ورسره د لوړو ارمانونو انځورونه دي. دی د مسلمان امت له پاره هم هيله لري چې د دنيا د تسخير له پاره زور باندې د اتکاء پر ځای له لمره کمال زده کړي. لاندې بيت کې “لمر” او “سينا” دواړه علامتونه دي. لمر د زبر ځواک، موسی کليم الله او رڼا علامت دی او سينا د دنيا او کايناتو.

مسلمانانو ته تلقين کړه بيا هغه خبرې،

چې د ايمان په نور د لمر غوندې سينا ونيسي.

استاد سجده دې ته وايي چې زړه ورسره صفا شي. دی په کايناتو کې دسير و سفر له پاره د رڼا توښه شرط ګڼي. د راهب او ملا خبره ځکه نه مني چې د زړه خبره ورته نه کوي. دی موږ ته توصيه کوي چې د زړه غوټې دې ناسپړلې پرې نه ږدو. د استاد د ارائې انداز دلته رندانه دی.

زړه چې دې تش نه کړي نارواوو نه، سجده نه شوه،

زه چې منم بس په عابدانو کې مينا منم.

لمر بويه چې لوړې او ژورې راته وښيي،

ړوند خو نه يم ياره چې رهبره به امسا منم.

يوه د زړه خبره نه په دير، نه په جومات کې وه،

څه به پسرليه د راهب او د ملا منم.

په برني دوهم بيت کې “امسا” راته د ملا علامه ښکاري. ملا د ټولنې امام او مقتدا دی. مګر، له بده مرغه چې دا وخت تر هرکله زيات په تياره کې کېوتی. وايي چې د پاچا له زوره مې وساتې او د ملا له توره!! له دې کبله چې استاد هغه د ړندو پېشوا بللی، نو د تور او تکفير له وېرې يې امسا ورته د علامې په توګه کارولې ده. دغه راز، د “لمر” کلمه کايناتو کې د سير و سفر د هادي او لارښود په توګه کارېدلې چې دا هم يوه علامه ده. “لوړې ژورې” دلته د کايناتو له پاره استعاره شوې دي.

د استاد شاعري د يوه ځانګړي سيسټم او نظام شاعري ده. د حمزه، غني، مفتون، مجذوب، اجمل، قلندر او لايق غوندې ځانګړی مضمون، طرز، بلکې سبک او آهنګ لري. د حمزه بابا د شاعرۍ روح دا دی چې انسان د الله د نور د سمندر يو څاڅکی دی. دی د نفسي رضايت له لارې روحي سکون لټوي؛ غني د رومانټيک عرفان مبلغ دی. د ده خالق قهر و غضب نه لري. درست سره رحم و کرم دی؛ د مفتون د شاعرۍ مضمون د انسان او د خدای تر منځ رابطه ده. دی له خپل خالق سره شخړه لري او ګيله ګوزاره ځنې کوي؛ مجذوب د رومانټيک تصوف لاروی دی- له عرفانه عملي ګټه اخلی. اجمل، قلندر او لايق د رياليزم لاروي دي- د محکومې طبقې د حقونو د حصول او دفاع داعيه لري. او د پسرلي د شاعرۍ مضمون فقط حسن و عشق دی. د ده باور دی چې د محبت عالم نه زړښت لري او نه مړينه.  دی د يوه عاطفي جهان په ودانولو لګيا دی. دی د حسن و عشق په معامله کې هوس ته لاره نه ورکوي. ځکه خو د ده په شاعرۍ کې د رقيب نقش نشته. او دا هغه يوه ځانګړتيا ده چې يوازې زموږ سپېڅلي ولسي شاعري يې لري . درڅئ چې دلته د استاد د نږه تغزل يوه بېلګه وګورو او د ده د حسن  و عشق د مسخولا ننداره په کې وکړو.

بېګا چې تر سهاره فريادونو کې ويده وې،

بېخوبه خو به نه يې چې په زړونو کې ويده وې؟

هر باد به چې راوالوت ستا دزلفو بوی به راغی،

چې وږم وو د ګلو، که ګلونو کې ويده وې؟

دا ځکه دې لېمې پلوري په لمر،په سپوږمۍ ناز،

د شپې چې مې د خيال په محلونو کې ويده وې.

خوبي خمارې سترګې دې درنې اوړي مين ته،

ته بيا د چا د خيال په شوګيرونو کې ويده وې؟

بېخوبه خو به نه يې؟ په ځوانۍ دې برکت،

بېګا چې مې په شوخو آرمانونو کې ويده وې.

ما درسته شپه په لرې ستارو کې پسې غوښتې،

آخر ته د غوټۍ غوندې باغونو کې ويده وې.

بېګا دې تصور ته بستره تشه کړه خوب،

خو ته يې د لېمو په تورو خونو کې ويده وې.

چې خوله مې کړه وربېرته، ستا د شونډو خوند يې راکړ،

نشه وې د شرابو په جامونو کې ویده وې.

ماښام دې وو رانغښتی د رباب پردو کې ځان،

سحر د پسرلي نرمو شعرونو کې ويده وې.

د غزل آسماني کول د هغه لاهوتي کول دي. حمزه بابا فرمايي چې کله خپل غزل له چا نه اوري نو وايي چې چا هسې وينا کړې ده! مګر، استاد پسرلی چې خپله هغه له ښاپېريو او پرښتو اوري، ګومان کوي چې آسماني کړې يې ده. د ده غزلې د ښاپېريو سرودونه دي. دی د عشق او هنر په وسيله دغه خاورينه نړۍ فردوسول غواړي:

پسرليه ښکاري چې تا، هم آسماني کړه غزل،

له ښاپېرو يې اورم، له فرښتو يې اورم.

بيا راځه پسرليه چې د عشق او د هنر په مټ،

دې سپېرې نړۍ نه د فردوس سياله جوړه کړو.

د خپل شعر باره کې پخپله د استاد اجمالي نظر دا دی چې د زړه له څړيکو رالټېدليو اوښکو څخه يې طبعې مرغلرې جوړې کړې دي. مرغلره د اوښکې له پاره ډېره لرغونې کنايه ده.  مګر، دی د خپل مضمون پر نوښت او د خيال پر نزاکت مطمئن دی.  د نورو صيقل کړي مواد نه کاروي. د ده شاعري د ده خپله تجربه ده. دی حتی حسن د خپلې طبعې پوروړی ګڼي.

نور به پسرليه د خپل شعر درته څه وايم،

څړيکې وې- اوبه شوې- ښکلې طبعې مرغلرې کړې.

نخښې دې د طبعې پسرليه وينم حسن کې،

ناز يې ولجه کړې نازکي د تا له خياله ده.

د يوه شي يا يوې پېښې له لېدا سره بنده ته بل شی يا بله پېښه وريادېږي. علت يې په ذهن کې د هغو شيانو او پېښو تر منځ څه مماثلت، مجاورت، مخالفت يا بل داسې څه حالت او کيفيت وي. استاد پسرلي د تداعي کېدا د صلاحيت په مرسته هم زبردسته شاعري کړې چې حقيقت کې هماغه تمثيلي تشبيه ده.

ما چې وې غلجي د اصفهان په ښار وروختل،

څه خيالي باڼه وو چې لښکرې مې رايادې شوې.

د استاد د شاعرۍ د مضامينو په پنځونه کې د ده تر لوړ تخيل او تفکر ور ها خوا، د ده ګومان او يقين هم برابر لاس لرلی. دی د يوه شي يا يوې پېښې له لېدا سره له واره د هغه پر حقيقت باور نه کوي. شک يې باندې راځي چې ممکن هغه څه نه وي چې ده ته ښکاري. ګومان يې ورته يو څه وايي او يقين يې ورته بل څه. داسې وخت کې بيا زموږ رأيه او نظر غواړي او ماجرا راسره د پوښتنې په توګه شريکوي. پوښتنه د زده کړې تر ټولو اهم ټکنيک دی. بنده په پوښتنه پوښتنه مکې ته رسېږي. که غواړو چې د يوه شي تل ته دې کوز شو، په باره کې يې پوښتنه کوو او که غواړو چې چا ته دې د تلاش مخه ورکړو نو د شيانو باره کې د نظر څرګندونې مجال به ورکوو او د ذهن کړکۍ به يې ورته شاوخوا پرانيستې پرېږدو. له داسې کولو سره هغه د رأيې او انتخاب له حقه کار اخلي- يا يې مني- يا يې ردوي او خپله خبره کوي. استاد خپلو غزلو کې له همدې روشه کار اخيستی. د خپل ګومان او يقين دواړو خبرې يې راته کړې دي او موږ ته يې زموږ د عنديې د څرګندولو مخه راکړې ده.

تشبيه، په تشبيه کې بيا مدعا مثل، حسن تعليل، حس آمېزي، تشخص او پيراډاکس هغه ټکنيکونه دي چې استاد يې په مرسته شاعري کوي. د ولسي ژوند تجربې او محيطي مثالونه ارائه کول د ده د شاعرۍ لويه ځانګړتيا ده. ده په خپلو غزلو کې په زرونو ډول ډول ترکيبونه او تشبيهات جوړ کړي چې زياتره نوي دي. او که زاړه يې هم کارولي نو وجوهات يې ورته بدل کړي دي. د ده غزل واقعا د نازکو خيالونو، نويو مضمونونو او ژورو فکرونو هنداره ده.

عشق د شبو بوی کړم په سل لوري يې لېږلی يم،

ځان راڅخه ورک دی په خپل ځان پسې وتلی يم.

ژبه مې شوه ګونګه د جلوو بې شمېره ژبو ته،

زه لکه د سين کاڼی د شور په منځ کې غلی يم.

وي به په اسبابو اتکاء د بيدارۍ قصور،

ډېر ځلې په خوب کې بې وزرو الوتلی يم.

يو نفس د زړه سرور صحرا ته رسول غواړم،

هر څو که په شان د بوړبوکۍ د خاورو څلی يم.

بيا مې زړه کې اوړي لکه بحر دځوانۍ سرود،

پښه پر ځای روان يم، نه پوهېږم سپور که پلی يم.

اوښکه د مظلوم مګر په خپل ګرېوان کې وچه شي،

داسې زه له خپلو لندو سترګو هم لوېدلی يم.

مينه خود آزاره وي، آزار د نورو نه غواړي،

اور يم د ياقوتو بس په خپل ځان لګېدلی يم.

کومه يوه پېرزو به مې د خيال پسرليه هېره شي،

ډېر يې لکه لمر په هسکو څانګو زنګولی يم.

د ښکلا د ډنډ پري، د نور وزرې، د يادو درشل، د حسن بورجل، د حسن مرز و بوم، د حسن هجوم، د غوښتنو سفر، لاس تر غاړه ناز، ورين تصور،معصومه اندېشه، د شفق ټاپو، مظلومه نوا، د هنر سا، د حسن شګوفې، د ښه آغاز سريزه، وروستۍ سندره، د مکېز درشل، ړنګ تصويرونه، د هوس شونډې، ستړي قدمونه، سل بهاره حسن، د زړونو روغ کلی، د حسن پل، د اسرارو عمان، د رازونو ګوهر، يو کهکشان نور، د دلبرۍ عالم، پلوغاړې نجلۍ، د حسرت ګرد، د هندارو کر، د ناز فلم، د نازونو کر، د پرهرونو کر، د زړونو کر، د داغونو کر، د آرمانونو کر، حسرت آباد، د هوس چمچه مست، وحشي نظر، وحشي ځنګل، د عشوو پلونه، نغښتي زړونه، هسکې پېنګې، د خيال شوګير، د خيال چغلبازي، د ناز درشل، د وبال نخښې، د خيال تيږه، د رنګ و بو اوښکې، د ارزو اوښکې، د تڼاکو لېمه، د سفر وهم، د څپو وارخطايي، د حسرت غشی، د حسن تقاضې، د حیا تقاضې، د فوارې پل، کونډه آرزو، د حيرانيو تصوير، د رازونو آبرو، د ګوهر غوټې، سرشاره ميکده، د هلال کونجي، کوتاه بين سکندر، د ناز خاپي، د ګربتانو راج، د زړه تلې، د حسن رڼا، غرقه چوپتيا، د حيا خوله، فريادونه غوټه کېدل، شوخه تمنا، او نور ټول هغه ترکيبونه، تشبيه ګانې او استعارې دي چې يو عالم نوې معناګانې يې پنځولې دي.

دغه راز، استاد پسرلی خپلو غزلو کې ګڼ موټيفونه لري. حسن، عشق، مينه، ناز، ادا، کرشمه، عشوه، شمه، پتنګ، جنون، سروه، زلما، ګودر، استغنا، ساقي، شراب، سرور، سيوری، تمنا، واهمه، وزر، ترانه، شرر، څلی، هديره، عالم، هستي، عدم، لوری، منزل، زاهد، ملا، محتسب، لمر،  سپوږمۍ، ستوری، هلال، جلوه، رڼا، ايره، ګرداب، اوښکه، اور، نغمه، وطن، آواره، وروځې، لېمه، لمن، آرزو، هنداره، تصوير، انځور، آبشار، شور، سيند، څپه، سيپۍ، صدف، مرغلره، فواره، ورا، وراباڼې، درا، شپېلۍ، غنګۍ، پېنګې، اورتون، دريا، جرس، نوا، آهنګ، غبار، سکوت، ګرېوان، شيبه، کلی، ښار، پل، انتظار، لار، ښکالو، مسخولا، …  او نور ټول هغه مفاهيم دي چې استاد ورته خاصه لېوالتيا لري او بيا بيا يې يادوي.

غزلبڼ له زرونو محاورو، متلونو، لنډيو، انګېرنو، څليو، کاڼيو، نرخونو، حکيمانه ارشاداتو، کلامي مفاهيمو، منطقي دلايلو او فلسفي مقولو څخه مالامال يوه خزانه ده. د استاد انګېرنې، دلايل او مثالونه زياتره د ده د ژورې مطالعې او مشاهدې زېږنده دي.

غزلبڼ کې د سوچه سيمه ييزو کلمو هم د چا خبره ورا روانه ده؛ مثلا: ورا، پنځلسۍ، وره، اليېل، پېنګې، غنګۍ، پېڅول، ټپه، توشپلې، خراشپه، نښتېځلی، بوڅه، سوکه،…. استاد هم د غني او مجذوب غوندې خپلې محلي کلمې زياتې کاروي. مګر ، له ژبني معيار سره د هغوی غوندې بې احتياطي نه کوي.

استاد پسرلي په ګڼو بحرونو او آهنګونو کې شاعري کړې او په دې برخه کې يې هم د پام وړ اضافه کړې ده. ده په نويو بحرونو او وزنونو پسې مښود کړی او له ښه مرغه موندلي يې دي. ده ډېرو اوږدو بحرونو او وزنونو کې د غزل ليکلو تجربې کړې دي؛ مثلا د  ۲۲  او ۲۴ څپو غزل يې ليکلي دي چې تر ده وړاندې يې بېلګې نه لرو.

استاد پسرلي کله کله د خپل غزل هرکلی هم کړی. په يوه قافيه او يوه رديف يې بيا بيا غزل ليکلي دي. دی د غزل بيتونو کې د جفت يا تاق خبره د کوم اصل په توګه نه مني. ده داسې غزل هم ليکلي چې له مطلع او مقطع پرته فقط يو بيت لري. او داسې غزل يې هم ليکلي چې مطلع يا مقطع او يا دا دواړه نه لري.

د فکر له پلوه، استاد له خونړيتوب، تملق، او ريا سره سخت مخالف دی. د صداقت، خلوص، تواضع، مينې او استغنا تلقين راته کوي. شهرت د لويۍ نخښه نه بولي. د محبت عالم همېشنی ګڼي. د ځان پېژندنې او موندنې په لټون کې دی. معشوقه يې پر فزيکي ښکلا سربېره د معنايي او اخلاقي کمال مېرمنه هم ده. دی د ولس د تنوير، ترقۍاو تهذيب زښت زيات پيغامونه راته لري او له وطن سره د مينې او محبت درس راکوي . دی د زړو فکرونو تداوم په کلکه چيلنجوي:

نه زوړ منطق چلېږي دلته، نه زاړه فکرونه،

ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي.

زموږ سويو کوڅې ته، هسې نه وايي د نی کوڅه،

څه چې له زړه باسو چا ته، هغه څه له زړه وايو.

امېدونه په زړښت کې نه غونډېږي،

مازيګر ته لا خورېږم لکه سيوری.

هر څو که پسرليه، سر تر پايه اور اوبه کړو عشق،

بیا هم لکه شمې خپلو پښو ته څڅېدلي يو.

ما ته تر پرتو کاڼو ولاړې  دوړې ښې ښکاري،

نه وينم د پورته الوتلو زور په تيږو کې.

مينې چې په لطف رانه واخيست کدورت د ژوند،

ورو ورو د سېلاب خړه د سين په تل کې پاتې شوه.

خدای خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل،

مار او لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې.

پسرليه چې هرکله د جېلم نوم اخيست کېږي،

د زړه زګېروي مې اورمه ، بابا رايادوي.

ناز په وره کې پرېږده چې راځې زړه ته،

پټې پښې خو څوک په حرم نه خېژي.

نازک نازک خيالونه او رنګين رنګين زخمونه،

عادت مې دی له ځانه سره ښکلي ګرځوم.

تورې وروځې، شوخې سترګې، ټوله ښکلا، واړه ناز،

تل يې لاس په لاس د حسن، تل يې لاس تر غاړه ناز.

پل مه ږده پسرليه د خپل خيال پر پله،

پورته ختل ګران دي خطر هم لري.

استاد پسرلی د فارسي ادب پراخه مطالعه لري. د خپلې ژبې کلاسيک ادب يې په ژوره توګه مطالعه کړی او معاصر ادب يې وخت په وخت تر نظر لاندې ساتلی. البته، د خوشحال بابا او کاظم خان شيدا پر شاعرۍ سربېره، له لنډۍ سره د زړه مينه لري.  دی وايي چې پښتو شاعرۍ ته هم دوی رااړولی دی.

له متقدمانو سره ارادت او عقيدت، له معاصرو سره ارتباط او تفاهم، او د راتلونکيو نسلونو په وړاندې د مسؤوليت احساس د بشري تهذيب او تمدن لويې ځانګړتياوې دي او د استاد غزلې د دغو ځانګړتياوو قامت نما هندارې. د ده په غزلو کې د پښتو او فارسي شاعرانو اثر جوت دی. د فارسي شاعرانو ځينې بيتونه يې د غزلو په ترڅ کې په پښتو شعر اړولي. مګر، له پردي مضمون سره د جدي حساسيت له کبله يې د هغوی مضمونونو ته د غزلبڼ په متن کې اشارې کړي او په لمنو کې يې ښودلي دي.

افغانان، په تېره بيا پښتانه نېکمرغه دي چې په خپله مظلومه او محکومه ژبه کې ورته دومره لويه خزانه په ګوتو ورغلې ده. دوی ته په کار دي چې دغه خزانه راوسپړي او په پانګه يې بدله کړي. داسې به هله وشي چې د استاد د غزلو بېلابېلو ژبنيو، ادبي او هنري محاسنو باندې کار وشي. دا اوس زموږ د ژبو او ادبياتو د مرکزونو او بنسټونو له پاره واقعا يوه لويه ننګونه ده. څکه، غزلبڼ ګڼې داسې موضوعګانې لري چې  ژوره کتنه، ځيرنه او څېړنه غواړي؛ مثلا :

  • ژبه،
  • خيال،
  • فکر،
  • وزن، بحر او آهنګ،
  • طرز ، سبک او مکتب،
  • بديعي محاسن،
  • بياني محاسن،
  • معنايي محاسن،
  • انځورونه،
  • سمبولونه
  • شعارونه او پيغامونه،
  • نوي او زاړه لغتونه،
  • کابل، پېښور او ايران کې ليکل شوې غزلې،
  • د زلميتوب، ځوانۍ، پخې ځوانۍ او زړښت د زمانې شاعري،
  • استاد باندې د فارسي او پښتو د کلاسيک اغېز،
  • روان ادبي او شعري بهير باندې د استاد اغېز،
  • د استاد د شعر نظريه، او
  • استاد د نورو په نظر کې..

د استاد شاعري مطبوعاتو کې خوره وره نشر شوې ده. د غزلبڼ له خپرېدا سره به زموږ اوسنۍ شاعرۍ، په تېره بيا غزل ته د استاد د ورکړې د څېړنې زمينه لا پسې ښه برابره شي. د ده شاعري پر ادبپوهانو سربېره، د ژبڅېړونکيو له پاره هم په زړه پورې پانګه ده. هيله لرم چې غزلبڼ به دلوړو زده کړو نصاب کې شامل او د ژبو او ادبياتو مرکز کې به د استاد پر آثارو د څېړنې له پاره ځانګړی واحد جوړ شي.

ضروري نه راته ښکاري، که وايم چې د غزلبڼ ترتيب او تدوين کې د هغه تاريخي بهير ته ډېره دقيقه توجه نه ده شوې. يا په کې يو نيم ځای يوه نيمه کلمه فوت شوې يا ناسمه ليکل شوې او يا په کې ځينې ځای يوه نيمه مسره پاتې ده. ځکه چې دا هر څه د غزلبڼ د حجم په تناظر کې د نشت برابر دي. په آخر کې، ليکوال  او ژورنالسټ ښاغلي محمد زبیر شفيقي ته د خير دعا کوم چې د غزلبڼ په ترتيب، تدوين او پروف لوستلو کې يې زښت زيات زيار ګاللی او پخه سريزه يې باندې کاږلې ده. دغه راز، د غزلبڼ له چاپ او خپرېدا سره د ميدان وردګ د والي ښاغلي محمد حليم فدايي د لېوالتيا او مالي مرستې له کبله ده ته له پروردګاره روغه سټه، هوسا ژوند او دې ته ورته د نورو سترو سترو خدمتونو د ترسره کولو توفيق غواړم.

د حسن اختتام له پاره به د استاد هغه غزل سره ولولو چې د ده د معرفت ګڼ ريفرنسونه راکوي. استاد وايي:

يارانو که مو غوښتم، په شعرونو کې مې غواړئ،

يو خيال شوم، په نازکو خيالونو کې مې غواړئ.

په ځمکه چې يم پروت، دغه زه نه يم، تش کالبوت دی،

ښه پورته د ادب په آسمانونو کې مې غواړئ.

که ټول د فرشتو ته يې زه نه وم ورپرې ايښی،

د مستو ښاپېريو په بڼونو کې مې غواړئ.

يا ورشئ ميکدې ته، د زړو خمونو خوا ته،

مينا راپسې ګورئ، په جامونو کې مې غواړئ.

د ګل او د بلبل چې سره پټ راز و نياز وي،

په دغسې پرمهره محفلونو کې مې غواړئ.

وږمه چې د پسرلي په باغ و بڼ باندې تېرېږي،

له بوی سره به مل يم، په راغونو کې مې غواړئ.

له سين سره به اوړي  او رااوړي زما اوښکې،

له زرکو، له سيسيو سره غرونو کې مې غواړئ.

پردو ته د رباب چې دفنکارو ګوتې ورشي،

شايد چې زه به هلته يم، سازونو کې مې غواړئ.

له زړونو سره يار وم، ای د زړونو خاوندانو،

له سترګو مو که ووتم، په زړونو کې مې غواړئ.

د خدای فضل و کرم که په ما شوی وو، هاله نو،

بلبل به د جنت يم، جنتونو کې مې غواړئ.

اروا به مې د عرش په کنګرو وهي غومبرې،

د خدای د مرحمت په محلونو کې مې غواړئ.

نه پلې وم- نه هډوکي، همه مينه- واړه زړه وم،

يو خوب او يو خيال وم، په شعرونو کې مې غواړئ.

که پل د تخيل مې وو شعرونو کې ړنګ شوی،

پسرلی وم، پسرلی به شم، ګلونو کې مې غواړئ.

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب