د شاعرۍ د هنر وزن، قافيه، رديف او موضوع شاعر ته دا امكان وركوي چې نا اشنا خبره وكړي او كله چې خبره نااشنا شي، د نورو پام ور واوړي او چې يوې خبرې ته پام واوړي نو اغېزمنه شي.
موږ معمولا د شعر لپاره احساس پاروونكې موضوع انتخابوو. كه زه ووايم چې په پنځلس كلنې كې مې بايسكل زده كړ، دا خبره مو خيال نه پاروي خو كه ووايم چې په پنځلس كلنۍ كې مې يوه نجلۍ وليده چې اوس يې هم په خوب كې وينم، پارولى مو شي. اكثره شاعران د ژوند، مينې، مړينې، شباب، ماشومتوب، هجران، وصال او ښكلا په څېر موضوعات انتخابوي چې په اسانه مو توجه وراوړي.
د قافيې، رديف او وزن وسيلې چې موسيقي پيدا كوي، د شاعر كلام په اورېدونكي باندې تر عادي خبرو ډیر اغیزمن کولای شي. له بلې خوا، دغه درې وسيلې ويناوال مجبوروي چې د خبرو عادي طرز بدل كړي او كله چې خبره نا اشنا شوه، د جذابيت او ښكلا امكان يې زياتېږي. كه ووايم چې: له بارانه وروسته لمر راوخوت، نو چندان اثر نه راباندې كوي خو كه همدا جمله موزونه كړم او ووايم چې: له بارانه وروسته لمر و راختلى، نو ممكن اثر راباندې وكړي او احساس مو وپاروي. داسې به وګڼو چې ذكر شوې جمله د غزل يوه مصرعه او (راختلى) يې رديف دى. دلته بيا د رديف د ضرورت په خاطر په نورو مصرعو كې ممكن هغه څه هم راوخېژوو چې په عادي ژبه كې يې نه خېژوو او په دې ډول ژبه لا نا اشنا او لا شاعرانه كړو.
منظور دا چې شعري وسايل د شعريت په پيدا كولو كې لويه برخه اخلي او دا وسايل د نورو وسايلو په څېر ممكن له يو څۀ ممارسته وروسته هر څوك زده كړي خو داسې نه كېږي چې هر څوك واقعي شاعر شي. داسې ځكه نه كېږي چې واقعي شاعر په نا اشنا ژبه نا اشنا تجربه بيانوي.
هغه كس چې نااشنا تجربه نه لري او دنيا ته يوازې د عادت له عينكو ګوري، هغه كه د ژبې د شاعرانه كولو له وسايلو سره بلد هم شي، يوازې كله كله به د تصادف له مخې داسې څۀ ووايي چې واقعي شعر يې بولو.
زموږ په اكثرو هغو كتابونو كې چې د شعر د ټولګو په نوم خپرې شوې دي، يوازې په ځينو بيتونو د شعر مينه ماتېږي. دغه ډله كسان په حقيقت كې شاعران نه دي بلكې چون ډېرې خبرې يې كړې دي نو يوه نيمه خبره يې د تصادف له مخې شعر شوې ده. د يوۀ معمولي كس په دوه، درې ساعته خبرو كې هم څو جالبې او ښكلې جملې پيدا كولاى شو. هغه كسان چې د كتاب لويه برخه يې د ژوند نوې تجربه په نا اشنا ژبه لېږدوي، د ګوتو په شمار دي. خيبر اپريدی وايي:
شاعري تاته هسې خبرې دي
چې څوك پوهېږي خبرې ګرانې دي
اوس وپوهیدم چې شاعر اوکره کتونکی ولې نه سره جوړیږې ، کره کتونکي په اوړو کې ویښته پلټي