جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهمتقي: نړيوال فشارونه ګټه نه لري

متقي: نړيوال فشارونه ګټه نه لري

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ويلي،چې په دې لیدنه کې د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله خبرې شوي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تاييد وکړ او وویل چې اوس بشري مرستې تر لیري پرتو سیمو رسيږي.

همداراز نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا متقي وویل باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي.

‏ده زیاته کړه، چې د دوی مثبت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.

د متقي په وينا،‌ دوی له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، د پخوا په ډول اوس د ورځې په سلهاوو افغانان په چاپو، بمباریو او جنګ له امله نه وژل کیږي او نه هم بیځایه کیږي.

متقي زیاته کړه:«تخریبوونکې ډلې مو ځپلې او هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي. دغه راز مو د مخدره توکو کښت او قاچاق بند کړي او لسګونه زره په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. نړۍ مسؤلیت لري چې په دې برخو کې مرستې وکړي او دغه ډول بشري موضوعات سیاسي نکړي.»

دغه طالب وزیر وویل، لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لوریو په تعامل او همکاریو ټینګار وکړ.

طالب وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو منتقدین دوی د سخت دریځۍ له امله نړیوالو سره د تعامل د هڅو په ناکامۍ تورنوي او وايي، چې د نجونو د ښوونځيو تړل، د ملایانو لخوا د قدرت انحصار او ټولو مسايلو ته د دوديزو ملایانو له عینکو کتلو افغانستان يوه کميساري منزوي حالت ته بیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب