د انسانانو لپاره ژوند د نورو مخلوقاتو په څېر پرته له کومې تګلارې او فکر مفهوم نه لري، ځکه ژوند يوازې شپې او ورځې، اوونۍ، میاشتې او کال تېرولو ته نه وايي. د انسانانو لپاره ژوند هیلې او امیدونه دي. همدلته دی چې ټول وخت انسانان په دې لټه کې دي چې د ژوند په اصلي مفهوم او مانا ځان پوه کړي.
انسانان د تاریخ په اوږدو کې تل د ژوند د اصلي مفهوم او مانا په لټه کې دي. هیله لري چې تل د خپل پیدایښت او د خلقت په هکله پوښتنه وکړي او ځان پرې پوه کړي.
که ژوند ته د یوه کتاب په څېر وکتل شي، وبه وینو چې هره پاڼه یې د ژوند یو نوی باب بیانوي او موږ ته د ژوند کولو نوې لارې چارې او نوي حقيقتونه راښيي. د کتاب ځينې پاڼې او یا محتوا امکان لري چې زموږ له فکر او مزاج سره برابر او سمون ونه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې ټول کتاب د یوې یا څو پاڼو په خاطر لیرې وغورځول شي.
د ژوند بل مفهوم په حرکت او فعالیت کې دی. که وګورو چې یو کتاب څومره ډېر ولوستل شي، مانا او محتوا يې سمه هضم شي په هماغه اندازه ډېره ګټه ترې لاس ته راځي. که په ژوند کې هم څومره حرکت او فعالیت زیات وي په همغه اندازه ژوند اسانه، خوندور او برکتي وي.
ژوند تل له لوړو، ژورو، هوساینې او ستړيا سره ملګری وي، ورسره د خوندونو او ستونزو یوه ټولګه هم وي. لوړې، ژورې، ستړیا او هوساینه د ژوند سترې برخې جوړوي او ژوند بې له ښو او بدو امکان نه لري. خو ځينې انسانان کله چې د ژوند د خوښیو او ښو پېښو سره مخ کېږي ډېر خوښ او بیا د ځينو انسانانو لپاره یوه وړه ستونزه هم ستر مصیبت وي.
ژوند یعنې هیلې او راتلونکې ته امیدونه دي. که مو په ژوند کې هیلې او امیدونه له لاسه ورکړل، بیا ژوند بې مانا او له سترې ناهیلۍ سره ملګری کېږي. کله چې وغواړو خپلو ټاکلو هیلو ته ځان ورسوو، باید د ګړندیو ګامونو په اخیستو سره پر مخ لاړ شو او په خپل مخ کې په ډېر جرئت او جسارت پراته خنډونه یو پر بل پسې لیرې کړو.
ژوند یوه ستره ازموینه هم ده. د ژوند په ازموینه کې بریا او ناکامي د انسانانو په هڅه او تدبیر پورې اړه لري. که چېرې یو څوک په کلک هوډ، تدبیر او باور د ژوند ازموينې ته چمتو شي، هرو مرو او بې له کومې ستونزې یې بریا په برخه کېږي.
ژوند د روانو اوبو په څېر درېدل نه لري، شاته هم نه ګوري، ستړیا هم نه حس کوي، تل پر مخ ځي او افسوس هم نه کوي. دلته د انسانانو دنده ده چې څرنګه او په څه ترتیب ځان د ژوند له مسیر او حرکت سره عیار او له هرې لحظې او څپې يې ګټه پورته کړي. که دا کار ونه کړي ژوند به یې هغې کښتۍ ته ورته وي چې قطب نما نه لري او د ساحل په پیدا کولو پسې سرګردانه ګرځي. پایله يې حتمې ساحل ته نه رسېدل او ډوبېدل دي.
ژوند د یوه فلم په څېر یوې اوږدې کیسې ته ورته او د بېلابېلو صحنو یوې مجموعې ته هم وایي.
څرنګه چې د یوه فلم پایله یوازې په رڼو، ویښو سترګو او تر پایه کتو سره معلومېدای شي، د ژوند پایله، ښه والی او بدوالی يوازې د ژوند په پای کې معلومېږي، خو بیا اوبه تر ورخ تېرې وي.
لکه چې وايې:
تر ورخ تېرې اوبه بیرته نه جاروځي
نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بیا
ژوند د یوه خواږه خوب لیدل دي. په ويښېدو سره یې ټول خواږه له لاسه وځي، یوازې افسوس یې پاته کېږي. ځکه بېرته را ګرځېدل يې که هر څومره سترګې پټې شي امکان نه لري.
ژوند له ټولو کړاوونو او ستونزو سره د خدای (ج) ستر نعمت دی. په ارزښت یې هغه څوک پوهېږي، چې په مینه کې ژوند وکړي، تل د نورو په چوپړ کې وي او له نورو څخه د کوم شي تمه ونه لري.
د ژوند له حرکت سره د عمر شپې او ورځې کمېږي او بلاخره پای ته رسېږي. نېکمرغه به هغه څوک وي، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې ګلونه کرلې وي، تر څو له ښکلا او ښکلي بوی څخه یې نور ګټه پورته او راتلونکي نسل ته یې د ښه یادګار په توګه یو څه پرېښي وي.
ژوند له هېڅ څخه پیلولو او ډېر څه ته ځان رسولو ته هم وایي. د دې لپاره، چې د ژوند پایله مو ښه وي، اړینه ده، چې په ډېر دقت او تدبیر سره حرکت وکړو، په ستونزمن حالت کې د ښویېدو او ډوبېدو مخنیوی وکړو.
ژوند د خوښیو او غمونو یوه ټولګه هم ده. یوه لحظه یې غم او بله لحظه یې خوښې وي. ښه خبره دا ده، چې د خوښۍ له دې وړې لحظې څخه ستره ګټه پورته شي.
ژوند د خدای پاک له لوري یوه ډالۍ ده! د ژوند په کولو، ساتلو او پېژندلو کې یې باید بشپړ دقت وشي، ځکه چې ژوند د موسیقی الې پیانو ته ورته دی. سپينې او تورې توکمې لري. که سپینې توکمې یې د خوښۍ او تورې توکمې یې د غمونو وي. د دې لپاره، چې له خپل شعر سره ښکلې نغمه وغږوئ د دواړو ډولو توکمو غږول مو باید زده وي او له دواړو ډولو توکمو څخه باید ګټه واخیستل شي.
ژوند د رود په څېر بهېږي.