جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهصادق خان: پاکستان د افغان ډاکټرانو د روزنې لړۍ پیلوي

صادق خان: پاکستان د افغان ډاکټرانو د روزنې لړۍ پیلوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د طالبانو د روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد سره د افغان ډاکټرانو د روزنې په اړه د هوکړې خبر ورکړی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې سمدستي یې پاکستان ته د شلو افغان ډاکټرانو د راتګ او روزلو په اړه هوکړه ليک لاسليک کړی.

صادق خان زیاتوي، چې د پېښور خيبر روغتون په کابل، جلال اباد او لوګر ولايتونو کې د خپلو څانګو د پرانیستلو پلان هم لري.

د هغه په وينا، په دغو پرانيستل کيدونکو څانګو کې به د افغان ډاکټرانو لپاره د عملي روزنې اسانتياوې برابرې شي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل شوي، چې د دوی د روغتيا وزير پاکستان ته په سفر تللی او پر روغتيايي مسايلو ېې پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

د روغتيايي چارو افغان شنونکي باور لري، چې له افغانستان څخه د روغتيايي کادرونو پر وړاندې د ننګونو او هېواد پريښودو ته د مچبورولو تر شا پاکستان لاس لري، څو افغان ناروغان ورته په ورتلو محتاجه او له دې اړخه پراخې ګټې ترلاسه کړي.

شنونکي د طالبانو پر چارواکو نيوکه لري، چې د پاکستان د لمن نيولو پر ځای نړيوالو سره د تعامل وړتیا پیدا او افغانستان ته په پراخه کچه نړیوالې مرستې جلب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب