پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهراپورونه: احمد مسعود روسیې ته پټ سفر کړی

راپورونه: احمد مسعود روسیې ته پټ سفر کړی

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې د طالبانو د يوې مخالفې جنګي ډلی مشر احمد مسعود په يوه پټ سفر روسیې ته تللی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، نوموړي د بندو دروازو تر شا روسي چارواکو سره پر ځینو مسايلو خبرې کړي.

معلومه نه ده، چې دغه لیدنې په مشخص ډول په کومه کچه روسي چارواکو سره شوي او د بحث موضوعات یې څه وو.

د احمد مسعود نیږدې سرچينو او خپله هغه په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو مياشتې مخکې هم روسیې ته د احمد مسعود د پټ سفر خبر ورکړل شوی و.

د احمد مسعود پلار قومندان مسعود هم روسانو سره نیږدې اړیکې لرلې او د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال یې د هغوی خلاف د جګړې لپاره روسیې نه هم مرسته ترلاسه کوله.

2 COMMENTS

  1. راپورونه: احمد مسعود روسیې ته پټ سفر کړی
    جمال افغان
    خبریال:
    جمال افغان
    نوومبر 20, 2022
    0
    20
    FacebookTwitterPinterestWhatsApp

    تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې د طالبانو د يوې مخالفې جنګي ډلی مشر احمد مسعود په يوه پټ سفر روسیې ته تللی.

    د سرچينو د معلوماتو له مخې، نوموړي د بندو دروازو تر شا روسي چارواکو سره پر ځینو مسايلو خبرې کړي.

    معلومه نه ده، چې دغه لیدنې په مشخص ډول په کومه کچه روسي چارواکو سره شوي او د بحث موضوعات یې څه وو.

    د احمد مسعود نیږدې سرچينو او خپله هغه په دې اړه څه نه دي ويلي.

    څو مياشتې مخکې هم روسیې ته د احمد مسعود د پټ سفر خبر ورکړل شوی و.

    د احمد مسعود پلار قومندان مسعود هم روسانو سره نیږدې اړیکې لرلې او د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال یې د هغوی خلاف د جګړې لپاره روسیې نه هم مرسته ترلاسه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب