شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد‌ سپین بولدک -چمن دروازه پرانيستل شوه

د‌ سپین بولدک -چمن دروازه پرانيستل شوه

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) ځايي سرچينو خبر ورکړی ،چې د کندهار د سپین بولدک – چمن لاره له یوې اوونۍ بندېدو وروسته نن سهار پاکستان ته د تلونکو مسافرو او ترانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

دغه لار د یوه نامعلوم کس له لوري د یوه پاکستاني پوځي د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو وروسته د پاکستان له لوري وتړل شوه.

تر اوسه لاهم د برید لامل معلوم نه دی.

طالب سرچینو ویلي ،چې دغه لاره د دوی او پاکستان پلاوي ترمنځ له څو ناستو وروسته د لاري پر بیا خلاصولو موافقه وشوه.

د دروازې د بندېدو پر مهال دواړو غاړو ته زرګونه کسان، چې لویه برخه یې ناروغان وه، بند پاته وه.

د مسافر سره سره دغه لار د سوداګرۍ پر مخ هم تړلي وه چې دواړو غاړو ته سلګونه د میوو، سبزجاتو، خوراکي او غیري خوراکي بار موټرونه ولاړ وه.

ځينو رسنيو ادعا کړې، چې ياده لاره پاکستان ته د طالبانو لخوا د سرتېري د وژونکي د سپارلو په بدل کې ېې خلاصه شوې، خو طالبانو دغه خبره رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب