پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+مه وارخطا کیږه!| اسدالله بلهار جلالزی

مه وارخطا کیږه!| اسدالله بلهار جلالزی

د سورکۍ غونډۍ د پاسه دلاجوردي اسمان تر چتر لاندې د سپینو وریځو په منځ درۍ ټپوسان ګرد تاویدل، لاندې په خوړ کې د اوبو شرهاری پورته کیده. غرمه لا نه وه چې خیال ګل شپانه رمه کلي ته را ورسوله، د میږو او وریو رمباړو کلی په سر واخیست. ګل غنچې په بیړه له دالانه څخه دیګ را واخیست او د میږو په لوشلو يې لاس پوري کړ. کله چې يي د وروستۍ میږي له شیدو ډکې غولانځي ته يي لاس ور تیراوه نو په ملا کې يي کټ مټ لکه د پرون په څیر بیا درد پیدا شو. ځای په ځای وردیده، یوې او بلې خوا ته کږه وږه شوه. بیرته ژرکیناسته او خپل سلوري دیګ يې ورته کیښود،  لومړی يي څو ځله په نرمو نرمو څپیړې ووهله، میږه لږ په مخ روانه شوه. ځان يي پسې ور وکښاوه. په داسې حال کې چې پلو يي په مخ را پروت او یوه څنډه يې تر شونډو لاندې نیولې وه. په یوه سترګې يې شاوخوا ته وکتل، څوک يي په نظر ورنه غلل، خو د کلا په سر ګارګه ته يي پام شو. کوم څه يي په منګولوکې ټینګ نیولی و او په مښوکه يي پرې ګذارونه کول، دې يي خپل پلو له سترګو پورته کړ اوتر شونډو لاندې يي وویل: مرداره شي چیرته الویزانده الویزانده کیږي. تر پښه يي ونیوله او بیا يي خپل ګردی دیګ د میږي تیو ته برابر کیښود. ژر ژر يي ولوشله، کله چې ترې ولاړیده نو یو ځل يي بیا د کلا سر ته وکتل، وږی کارګه لا هم په خوراک بوخت و. سودا يي شوه، د لاس په ښورولو يي هڅه وکړه چې وايي لوزوي. هغه هم والوت، په دغه وخت کې په خپلې خواښي سترګې ولګیدې، هغې هم ورته وکتل او و يي وویل: راځه راځه داسې به يي را شل کړي، مخکې به دې پام کاوه، تورکوچنی چوچوڼی يي وړی دي. ته اوس لکه اټن چې اچوي لاس ورته ښوروي.
ــ وۍ ابۍ مه کړه. څه وخت يي وتښتاوه؟

ــ زه يي له وخته څه خبره یم خو یو تورچوچوڼی نشته! پام نه ورته کوي اوخدای خبر په څه کار اخته وي؟
ــ میږي راغلې ما ویل: چې ژر ژر يي ولوشم، ځکه رمه بیا ژر وزي، ګل اغا پرون هم ویل چې شپانه بده ورځ کوله چې میږي، ژر نه را باسي.

ــ ښا ښا شیدې په برزنګ کې کیږده. میږي د کلي منځ ته ور ایسارې کړه. اوس به له غره څخه هلک او خسردې هم را ورسیږي. یو ګوله ورته تیاره کړه.

ـ ښه ده، دستي. میږو ته يي دروازه ور خلاصه کړه. بیا يي د شیدو ډک دیګ ورسره اوخیست مخامخ دالان ته وخته د دالانه له دریڅو يي مخامخ دغره شنې ډډې ته وکتل، د وښوشین فرش پرې غوړیدلی و. ښیځي، غرني پیاز، پښۍ او پینډي هم رسیدلي و. پرون يي خاوند ورته ویلې و. چې سبا به له غره څخه ښيځي هم راوړي، ترڅو ماښام يي ورته پخې کړي.

دې ته يي خپل ماشومتوب وریاد شو. ګلناره، سپیڅلې، روښانه، اناره او ګلانه ور یادې شوې، په غرنیو بوټو او ښیځو پسې د تګ شیبې وریادې شوې. سوچونو کې ډوبه شوه. په خپله خیټه يي لاس تیر کړ. ناڅاپه بیا یوه زورور درد حس وکړوله، مخامخ يي د خواښې په لور ورغله، په شرمناک اواز يي ورته وویل: ابۍ د ملا درد مې …

ـ غلې شه، دا خو کومه نوي خبره نه ده. ولاړه سه یوه لحظه سر کیږده. غرمې ته به زه کتغ وکړم. خو مه وارخطا کیږه، لیونۍ؛

څه وخت لا نه و تیر شوی چې خواښي يي د کوچني ژړا تر غوږو شوه، په وارخطايې کوټې ته ورمنډه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب