چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+نړۍ رښتينی څو قطبي کېدا غواړي

نړۍ رښتينی څو قطبي کېدا غواړي

ډیوه بیجنګ- چین

اوسنۍ نړۍ له لا زياتو ننګونو سره مخ ده او يوازې رښتينی څو اړخيزم د بېلا بېلو هېوادونو د يووالي او همکاريو هڅونه کولی شي، چې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي. نړۍ رښتيني څو اړخيزم ته بيړنۍ اړتيا لري.

رښتينی څو اړخيزم څه دی؟ هغه ډلې رښتینی څو اړخیزم نه دی چې د څو اړخیزم په پلمه د تسلط غوښتنې ساتنې او په ګډه پر نورو خواوو د فشار اچولو په هدف د يو اړخيزه کړنې تر سره کوي او د ځينو هېوادونو ګټې ساتي. په دې وروستيو کلونو کې د ځينيو هېوادونو په مشرۍ جوړ شوي ډلې زياتې دې، خو افسوس وړ خبره دا ده، چې ځينې لوري غواړي د ټلوالو په جوړولو سره پر نورو هېوادونو فشار واچوي. د بېلګې په توګه تش په نامه ډيپلوماتيکه سرمشرېزه، د هند او اسيا اقتصادي چوکاټ، د ميکروچيپ څلور اړخیزه ټولنه، د خونديتوب څلور اړخیز ډيالوګ او داسې ډلې د ځان د ګټو د ساتنې او له خپلو سیالانو سره د ګډې مقابلې په هدف جوړې شوې.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د ۲۰۲۲م کال د مې په ۲۳مه د جاپان له توکيو څخه د ليدنې په وخت کې د هند او آرام سمندر اقتصادي چوکاټ په نوم د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ پروګرام جوړ او پيل کړ. دې چوکاټ په پيل کې ۱۳ غړي درلودل او ظاهرا يې هدف د امريکا په مشرۍ د هند او ارام سمندر سيمې له ستراتيژۍ سره همکاري، د امريکا بنسټيزو ګټو ته خدمت او په دې سيمه کې د چين د اغېزو کمول دی، خو پټ او اصلي هدف يې د دې سيمې اقتصاد سمسورتيا او پرمختګ نه دی، بلکې دې نړيوالې ډلې د خپل جوړېدو په پيل کې د جيوپولیتيکي مقابلې غوښتنه درلوده، د همکاريو لپاره صميميت نه لري او د غړو ګټو ته پاملرنه نه کوي، یعنې په دغه چوکاټ کې بېلا بېل غړي يو د بل د ګټو غوښتنې نشي پوره کولی او خپلمنځي اختلافونه يې ژر رامنځته کړي. د دغه چوکاټ د وزيرانو په کچه له لومړۍ غونډې وروسته هند د دغه چوکاټ په تجارتي ساحه کې له خبرو اترو څخه ووت.

کله چې د یوې ‌ډلې اصول او مقررات یوازې د یوه هېواد له خوا تدوین کېږي، نو طبيعي ده چې تدوين کونکی خپله باداري ساتي او په حقيقت کې د نړيوالې ډلې په پلمه څو اړخيزې همکارۍ تر سره کوي، دا جعلي څو اړخيزم دی. ټولو ته معلومه ده، چې امريکا د سيميکنډکټر(semiconductor) په چارو کې د لومړي مقام ساتلو لپاره غواړي له جاپان ،کوريا جمهوريت او د چين د تايوان سيمې سره د سيميکنډکټر  څلور اړخیزه ټولنه يې جوړه کړه.

امريکا په خپله خوښه دغه همکاريز ميکانيزم جوړ کړی او څو همکاريزې خواوې يې ټاکلې، خو د خپلو دې همکارانو ګټو ته پاملرنه نه کوي او له دې همکارۍ څخه په استفادې له نورو خواوو سره مقابله کوي. د یوه هېواد تر سرپرستۍ او یوې نظريې تر لارښوونې لاندې څو اړخيزم واقعي نه دی، چې نور غړي يوازې د دغې خوا حکم ومني او کارونه تر سره کوي، نو دا څنګه څو اړخيزم دی؟

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۹مې پورې (يوه اوونۍ کې) په افلاين ډول د جي شل ډلې په اوولسمه سرمشرېزه غونډه او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ د مشرانو د غړو په ۲۹مه غير رسمي غونډه کې ګډون کړی. شي جين پينګ د جي شل ډلې په اوولسمه سرمشرېزه غونډه کې کې خپله وينا کې وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد يو د بل درناوی وکړي، د توپيرونو په موجوديت کې ګډې ګټې ولټوي، په سوله کې ژوند وکړي، پرانیستی نړيوال اقتصاد اباد کړي، خو د نورو خواوو د وېشلو لپاره دې دېوالونه نه جوړوي، د نورو د جلا کولو لپاره دې ډلې نه جوړېږي. بايد د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره دوستانه اړيکې ټينګې شي، پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکړل شي، د خلکو د ژوند او ګټو لپاره دې کار وشي، د پرمختيايي هېوادونو ستونزې دې په نظر کې ونيول شي، د پرمختيايي هېوادونو غوښتنو ته دې په درنه سترګه وکتل شي. جي شل ډله پخوا يو داسی ځانګړي کلب په حيث ګڼل شوی، چې د زياتو بېوزلو هېوادونو ګټو ته پاملرنه نه کړی. خو د شي جين پينګ وينا د دغې ډلې د څو اړخيزم اهميت پياوړی کړی او پرمختيايي هېوادونو ته يې يوه دروازه خلاصه کړه.

شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو د مشرانو په ۲۹مه غير رسمي غونډه کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به د اسيا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، د دې سيمې د ثبات او سمسورتيا لپاره به لا زيات خدمتونه تر سره کړي. شي جين پينګ په دې دواړو مهمو څو اړخيزو ډګرونو کې مهمې وينا وکړې، چې د سيمه ییزې همکارۍ او نړيوال پرمختګ هڅونه کوي او رښتيني څو اړخيزم ته يې لوری روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب