پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد تاند سرچینې:امان الله غالب له کابله پاکستان ته تللی

د تاند سرچینې:امان الله غالب له کابله پاکستان ته تللی

تاند:(دوشنبه، د عقرب دېرشمه) په پاکستان کې ځينو باوري سرچينو تاند ته ويلي چې د افغانستان د بريښنا شرکت پخوانی رييس امان الله غالب په کابل کې له بانکونو څخه د خپلو پيسو له ايستلو وروسته پاکستان ته تللی.

ښاغلی غالب د طالبانو د ادارې لخوا له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کميسيون له لارې څو مياشتې مخکې له یوه بهرني هیواد څخه کابل ته ستون شوی و.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د ادارې ملاتړ کړی او له نورو بهر مېشتو سياستوالو يې هم د هېواد ته ستنیدو غوښتنه کړې وه.

څو مياشتې مخکې د کابل له یو شمېر بانکونو څخه د نوموړي عکسونه خپاره شوي او ادعا شوې وه، چې دی کابل ته له بانکونو څخه د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره ستون شوی.

تاند د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ښاغلي غالب د موجودیت پروني عکسونه هم ترلاسه کړي، خو په دې اړه ورسره په خبرو نه دی توانیدلی.

د طالبانو د اړيکو کميسيون ويلي، چې شاوخوا ۴۰۰ پخواني چارواکي او دولتي منسوبین یې په بلنه بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...