سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Home+پر حدیث په حکم کې اختلاف | زبیر افغان

پر حدیث په حکم کې اختلاف | زبیر افغان

داسې احادیث شته چې په حکم کې يې د محدثینو ترمنځ د نظر اختلاف وي، یو څوک یې صحیح بولي، بل يې حسن بولي او نور يې بیا ضعیف. دغه اختلاف له هغه اختلافه سرچینه اخلي چې محدثین يې د راویانو د تعدیل او تضعیف په اړه سره لري، د سند د صحت او نه صحت په اړه يې سره لري، هغه اصول چې د یوه حدیث د صحت لپاره ځينو لازمي ګړي دي، نور يې نه ورسره مني، له دې امله د یوه حدیث په اړه ګڼ حکمونه موندل کېږي.

د دې برخې احادیث بیخي ډېر دي، په بخاري او مسلم کې هغه حدیثونه يې مثالونه کېدای شي چې تر دوی را وروسته محدثین يې ضعیف بولي او دوی دواړو په خپلو معتبرو کتابونو کې ځای ور کړی دی،  ګواکې د هغوی په اند دغه احادیث صحیح دي، مګر نورو بیا نیوکه پر کړې ده، د حدیث ضعف ته يې اشاره کړې ده، نو تر دوی د وروسته کسانو په اند ضعیف دي.

خیر دا ځل به نور احادیث د مثال په توګه راوړم چې زموږ د سیمې فرقې تمامه ورځ پرې مناظرې کوي، یوه ډله يې صحیح ګڼي او بله يې ضعیف:

عَنْ عَلْقَمَةَ، قَالَ: قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ: «أَلَا أُصَلِّي بِكُمْ صَلَاةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ فَصَلَّى، فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلَّا فِي أَوَّلِ مَرَّةٍ». وَفِي البَابِ عَنْ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ. حَدِيثُ ابْنِ مَسْعُودٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ،  وَبِهِ يَقُولُ غَيْرُ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ العِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَالتَّابِعِينَ، وَهُوَ قَوْلُ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ، وَأَهْلِ الكُوفَةِ.(۱)

علقمه وايي چې عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ درته ونه کړم؟ نو لمونځ يې وکړ او یوځل يې لاسونه پکې پورته کړل. په دې باب کې بل حدیث له براء بن عازب څخه هم شته، د ابن مسعود حدیث د حسن درجه لري او په همدې حدیث سره ډېر اصحاب، تابعین، سفیان ثوري او اهل کوفه(احناف) عمل کوي.

دغه حدیث د احنافو لپاره پر دې دلیل دی چې په لمانځه کې یوځل لاسونه تر غوږو پورته کېږي، دغه پورته کول د لمانځه په پيل کې کېږي، بیا يې نه کوي، په مقابل کې يې شوافع او اهل حدیث دي چې هر وار تر رکوع مخکې او وروسته لاسونه پورته کوي، دوی په دې برخه کې د ابن عمر رض او نورو کسانو په احادیثو دلیل نیسي، دغه حدیث د هغوی په اند ضعیف دی، البته امام الباني بیا دې حدیث ته لیکلي دي چې صحیح دی. ده په صفة الصلاة، د مشکوة په تحقیق او پر ترمذي په مختصر حکم کې کښلي دي چې دغه حدیث صحیح دی.

بل خوا بیا امام ابو داؤد په سنن ابي داؤد کې تر دغه حدیث وروسته کښلي دي:

قَالَ أَبُو دَاوُدَ: هَذَا حَدِيثٌ مُخْتَصَرٌ مِنْ حَدِيثٍ طَوِيلٍ وَلَيْسَ هُوَ بِصَحِيحٍ عَلَى هَذَا اللَّفْظِ.(۲)

ابوداؤد ویل: دغه حدیث له یوه بل اوږده حدیث څخه را لنډ شوی دی، په دغو الفاظو صحت نه لري.

د یوه حدیث په اړه دغه اختلاف په ډېرو نورو ځایونو کې هم تر سترګو کېږي، دلته ابوداؤد حتا ادعا کوي چې دغه حدیث ډېر اوږد دی، دغه ډول مختصر الفاظ يې راوړل صحت نه لري، مګر همدې مختصرو متن ته ترمذي حسن او الباني صحیح ویلي دي، دې ته ورته نور محدثین هم شته، لکه چې امام ترمذي په لنډه توګه ورته اشاره کړې وه، ځينې اصحابو ته منسوب روایات هم شته، تابعین او محدثین لکه سفیان ثوري، هم د دې د صحت تایید کوي. په اهل کوفه سره محدثین عمومن د امام ابو حنیفه رحمه الله پيروانو ته اشاره کوي، ځکه هغه د کوفې یو وتلی امام و، شاګردان يې هم په کوفه کې اوسېدل او د مذهب خپراوی يې هم له دې ځای څخه شوی دی.دا نن هم سلفیان او احناف د دغه حدیث پر صحت او سقامت یو بل تر غاړو سره نیولي وي او ډېر مناظرې به ښايي د دې سیمې ټولو خلکو لیدلې وي، دغه ټوله ډرامه د همدې حدیث پر صحت او سقامت جوړه وي. که خبره د روایانو او سند نه وای، د حدیث د صحت یا د نبوي لمانځه د پيدا کولو لپاره دوی د اهل مدینې تعامل ته رجوع کړې وای، دغه اختلاف ته هيڅ مجال نه پاته کېدی، مګر څوک اوس په فرقه پرستو کسانو دا خبره منلې شي؟ د اهل حدیثو سخت دريځ او د احنافو پر لمانځه چليپا کشول د دې سبب شوي دي چې اوس خلک پر ضد ور سره ودرېږي او هيڅ ډول خبره يې هم نه واوري.

یو بل مثال:

عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ: {غَيْرِ المَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، فَقَالَ: «آمِينَ» وَخَفَضَ بِهَا صَوْتَهُ.(۳)

له علقمه روایت دی ده ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به غیر المغضوب علیهم ولا الضالین وویل، نو امین به يې په سوکه اواز وایه.

دغه روایت په ترمذي کې راغلی دی، نوموړی د امام بخاري په حواله ورسره لیکي:

سَمِعْت مُحَمَّدًا يَقُولُ: ” حَدِيثُ سُفْيَانَ أَصَحُّ مِنْ حَدِيثِ شُعْبَةَ فِي هَذَا، وَأَخْطَأَ شُعْبَةُ فِي مَوَاضِعَ مِنْ هَذَا الحَدِيثِ، فَقَالَ: عَنْ حُجْرٍ أَبِي العَنْبَسِ، وَإِنَّمَا هُوَ حُجْرُ بْنُ عَنْبَسٍ وَيُكْنَى أَبَا السَّكَنِ، وَزَادَ فِيهِ، عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ، وَلَيْسَ فِيهِ عَنْ عَلْقَمَةَ، وَإِنَّمَا هُوَ حُجْرُ بْنُ عَنْبَسٍ، عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ وَقَالَ: وَخَفَضَ بِهَا صَوْتَهُ، وَإِنَّمَا هُوَ: وَمَدَّ بِهَا صَوْتَهُ “. وَسَأَلْتُ أَبَا زُرْعَةَ عَنْ هَذَا الحَدِيثِ، فَقَالَ: «حَدِيثُ سُفْيَانَ فِي هَذَا أَصَحُّ».(تېره حواله)

ترمذي وايي چې له امام بخاري مې واورېدل ویل يې: د سفیان حدیث د شعبه تر حدیث ډېر صحیح دی، ځکه شعبه څو ځایه په خپل حدیث کې خطا شوی دی، ده ویلي: له حجر ابي العنبسه روایت دی، په داسې حال کې چې هغه حجر بن عنبس دی او کنیه يې ابو السکن وه، ده پکې دا هم زیاته کړې ده چې له علقمه بن وایله روایت دی، خو علقمه پکې نه شته، بلکې له حجر بن عنبسه، هغه له وائل بن حجره روایت کوي، بیا ده ویل: اواز يې سوکه کړ، په داسې حال کې چې اواز يې په زوره کړی دی، ترمذي پسې وايي: بیا مې د دې حدیث په اړه له ابو زرعه پوښتنه وکړه، ده ویل: د سفیان حدیث په دې برخه کې ډېر صحیح ښکاري.

دغه حدیث د حنفي مذهب د خلکو لپاره حجت دی، دوی عمومن په دې عمل کوي، موږ وینو چې ټول خلک زموږ په سیمه کې امین سوکه وايي، په حرم او نورو سیمو کې بیا په زوره ویل کېږي، اوس چې زموږ په سیمه کې اهل حدیث پيدا شوي دي، دوی هم امین په زوره وايي، بیا دغه موضوع د خورا لوی اختلاف سبب شوې ده، هر وخت پر مناظرې وي، احناف په سلفیانو پسې لمونځ نه کوي او سلفیان يې په مذهبیانو پسې نه کوي، یوه ډله د یوې لمونځ صحیح نه بولي او بله د بلې. دغه اختلاف له همدې احادو اخبارو څخه جوړ دی او اوس چې حق منلو ته تن ور کول ستونزمن شوي دي، نو د خبر واحد له مخې د یوه عمل د صحت او سقامت په اړه پرېکړه کول ډېر مشکل معلومېږي.

دغه حدیث حنفي مذهبه کسان د خپل عمل لپاره صحیح بولي، محدثین يې صحیح نه بولي، وهابیان يې هم ضعیف ګڼي، اوس یوه غټه ډله عملن په دې حدیث عمل کوي او یوه بله غټه ډله پرې ردونه کوي، اخیر به فیصله څنګه کېږي؟ څوک په دې میدان کې سهي دي او څوک نه؟ یا به د مدینې پر عملي تواتر پرېکړه کېږي یا به هم دواړه اعمال منل کېږي، یوه ډله به هم په بله کار نه لري، د خپلو اعمالو د محاسبې چاره دې د خدای دربار ته ایله کړي چې هره پرېکړه يې کوله د هغه له خپلو بندګانو سره معامله ده.

نور مثالونه به دغه ډول نه راوړم، مقاله اوږدېږي، دلته به د ځینو نورو په یوازې یادولو اکتفا وکړم، احناف په وینو اودس مات بولي، د دې لپاره خپل یو حدیث لري، سلفیان يې مات نه بولي، دوی د دې لپاره خپل حدیث لري، احناف تر امام شاته الحمدلله نه وايي او شوافع و سلفیان يې وايي، دواړه ځان ته احادیث لري، په سلفیانو کې یوه ډله خپل ذکر ته لاس ور وړلو باندې اودس مات ګڼي، مګر لویه برخه محدثین او احناف یې مات نه ګڼي، دواړه ډلې ځان ته احادیث لري، د سمسارې د غوښې په حلت او حرمت کې هم احناف او شوافع اختلاف سره لري، دواړه ډلې ځان ته احادیث لري، د جرابو د مسحې په اړه سلفیان راغلي روایات صحیح بولي، خو احناف يې صحیح نه ګڼي، که دغه فهرست همداسې پسې وغزوم، نو یو کتاب به ځنې جوړ شي، د انصاف غوښتونکو لپاره په دې یادو بېلګو کې د عبرت درسونه دي، که څوک ځان نه پوه کوي، هغه په یو کتاب خبرو هم نه پوهېږي.

دغه یادونه یوازې د دې لپاره ده چې د اختلاف دغه خلیج نور پراخ نه شي، مطلب په دې احادو اخبارو يې حل نه راوزي او نه هيڅ امکان لري، که څوک حل غواړي نو دغه د زرکلونو نسخه دې نوره بدله کړي، په دې سره اختلاف لا زیاتېږي او د سالم حل هيڅ څرک يې نه تر سترګو کېږي، باید پر یوه بله لار فکر وشي.

۲۰۲۲/۱۱/۱۰

۱)سنن الترمذي، ابواب الصلاة، باب رفع الیدین عند الرکوع، ح: ۲۵۷)

۲)سنن ابي داؤد، کتاب الصلاة، باب من لم یذکر الرفع عند الرکوع ح: ۷۴۸)

۳)ترمذي، ابواب الصلاة، باب ما جاء في التامین ح: 248)

ضعیف حدیث او ډولونه يې | ربیر افغان

1 COMMENT

  1. سلام
    تودې خبرې نه دی
    په لومړی سر کې د«پر »او «په» مناسب کارولو باندې غور کول په کار دی. احادیث د محتوا دمقایسې پر مبنا او دوجوه تعارض په نسبت څېړل کیږی مثلا الله ج په مجهوله توګه نه بلکې صریحا فرمایی:
    داحزاب سوره (۶۷) ایة :وقالوا ربنا واطعناسادتنا وکبراء نا فاضلونا السبیلا. ص
    دهود سوره (۱۱۳) ایة : ولاتزکنوا الی الدین ظلموا فتمسکم الناره. ص
    د قصص سوره (۱۷) ایة : قال رب بما انعمت علی فلن اکون ظهرا للمجرمین. ص
    او همدارنګه دسوره بقرې په (۲۵۷ )ایة کې په ډاکه ارشاد شوی دی .
    دا بحث پېچلی اړخونه لری او په مختلفو پېچلو ګونګو اصطلا جاتو کې را څرګند شوی ، لومری د حدیث تعریف ، اقسام، وخت او زمان ، د مذاهبو اختلافات، داختلاف او حکم تر منح توبیر،دناسخ او منسوخ مسله ، دعام اوخاص فقره ، محکم او متشابه ، ثابت او غیر ثابت. مبادی او عامه پوهاوی هغة څه دی چې له علمی بحث مخکې اړین بریښی،
    دخبرې دوهمه موضوع داده چې ایا زموږ لوستونکی داوړتیا اوکچه لری چې دبحث ټول اړخونه په اټکل وپېژنی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب