شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ضعیف حدیث او ډولونه يې | ربیر افغان

ضعیف حدیث او ډولونه يې | ربیر افغان

د حدیثو په برخه کې تر مقبول حدیث وروسته د ضعیف وار دی، دغه حدیث ګڼ ډولونه لري، لومړی به يې تعریف کړو، بیا به يې پر ګڼو ډولونو هم بحث وکړم:

وَهُوَ كل حَدِيث لم تَجْتَمِع فِيهِ شُرُوط الصَّحِيح وَلَا شُرُوط الْحسن الْمُقدم ذكرهَا وتتفاوت درجاته فِي الضعْف بِحَسب بعده من شُرُوط الصِّحَّة.(۱)

ضعیف هغه حدیث دی چې د صحیح او حسن هغه شرایط پکې پوره نه وي چې وړاندې يې ذکر وشول، څومره چې د صحت له شرایطو سره واټن ولري، همدومره به يې د ضعف درجه کښته وي.

یو چا وړاندیز کړی دی چې که د ضعیف له تعریفه په دغه جملو تعبیر شوی وای، ښه به و:

كل حديث لم تجتمع فيه صفات القبول لكان أسلم من الاعتراض وأخص”.(۲)

هر حدیث چې د قبولیت صفات پکې نه وي، دا به له نیوکو خالي او ډېر ځانګړی وای.

د تعریف اختلاف يې پر خپل ځای، که هغه لومړی ومنل شي که دویم، له صحیح او حسن څخه جلا کېږي، د ضعیف حدیث په حکم کې اختلاف دی، له موضوعي او ساقط اقسامو ما سیوا يې د نورو په اړه پوهان وايي:

قال ابن الصلاح: يجوز رواية ما عدا الموضوع من أنواع الأحاديث الضعيفة، من غير اهتمام ببيان ضعفها فيهما سوى صفات الله تعالى وأحكام الشريعة من الحلال والحرام وغيرهما, وذلك كالمواعظ والقصص، وفضائل الأعمال, وسائر فنون الترغيب والترهيب, وسائر ما لا تعلق له بالأحكام والعقائد.(3)

ابن صلاح ویل: د ضعیف له اقسامو یوازې موضوعي بیانول جواز نه لري، البته که د ضعف حکم ورسره وي، بیا روا دی، نور يې د الهي صفاتو او حرام و حلال پرته په نصیحت، کیسو، فضایل اعمال، د ترغیب او ترهیب په ګڼو برخو او هغو ځایونو کې بیانېدای شي چې له احکامو او عقایدو سره اړه نه لري.

یوه ډله يې بیا مطلق نه مني:

وقال الإمام ابن العربي المالكي: لا يعمل به مطلقا لا في الحلال والحرام ولا في الفضائل ونحوها.(۴)

او امام ابن العربي المالکي ویلي: مطلق عمل نه په کېږي، حلال و حرام، فضایل وي او که نور.

یو بله ډله بیا د عمل لپاره شرایط ورته ږدي:

۱ـ حدیث به په کیسه، نصیحت او فضایل اعمال کې وي، د الهي صفاتو، تفسیر او د حلت و حرمت له احکامو و نورو سره به تړاو نه لري.

۲ـ حدیث به ډېر شدید ضعف نه لري، لکه: راوي دروغجن وي، یا په دروغو متهم، یا هم ډېرې تېروتنې کوي، نو که حدیث په ګڼو طریقو نقل وي، خو هره طریقه يې شدید ضعف ولري، دا هم نه منل کېږي.

۳ـ په ضعیف حدیث به داسې یو څه ثابتېږي چې د شریعت له اصولو تر یوه اصل لاندې راځي، څو داسې مستقل شی په ثابت نه شي چې شریعت کې په قطعي نصوصو ثبوت نه لري، نو به په دې وخت کې ضعیف یوازې د تاکید لپاره شي.

۴ـ په ضعیف حدیث عمل کوونکی به د ثبوت باور نه ورته ساتي، بلکې د احتیاط له مخې به عمل په کوي.

۵ـ او یو بل پياوړی دلیل به ورسره مخالف نه وي.

په اخیر کې وايي حقه خبر داده چې د ضعیف روایت یوازې په هغه صورت کې روا دی چې ضعف يې هم په ګوته شي.(۵)

د ضعیف حدیث په اړه که واقعن ثابته شي چې ضعیف دی، په خاص ډول که له کتاب الله، سنت ثابته، عقل او مشاهدې سره اړخ نه لګوي، بیا خو زما په نظر یو ځای هم باید بیان نه شي، مګر که د ضعیف مثال په ور کول کېږي، د دین په هيڅ برخه کې د عمل وړ نه دی، ځکه فضیلت هم دین دی، که وعظ کېږي هم باید په ثابتو نصوصو باندې وشي، که د عبرت او درس څه بیانېږي هم باید په ثابت نص وي، ځکه رسول الله ص ویلي دي چې که پر ما څوک په قصد دروغ وايي، ځای به يې دوزخ وي، نو که څوک شکمن شیان ورته منسوبوي، له دې سره همدغه خطره تړلې ده چې ناسم شیان به ورته منسوب کړي چې نه هغه ویلي وي او نه له دیني پيغام  سره سمون لري.

تر دې وروسته به په لنډ ډول د ضعیف حدیث اقسام بیان کړم:

قال أبو حاتم محمد بن حبان البستي المتوفى سنة أربع وخمسين وثلاثمائة:

ثم إن من هذه الأقسام ما ليس له اسم خاص, فيكون له اللقب العام, وهو الضعيف, ومنها ما له لقب خاص به كالمرسل، والمنقطع, والمعضل، والمعلق، والمدلس، والشاذ، والمنكر، والمتروك، والمعل، والمضطرب، والمدرج، والمقلوب، والموضوع، وهو شر أنواع الضعيف وأرذلها.(۶)

ابو حاتم محمد بن حبان البستي ویلي: د ضعیف ځينې اقسام خاص نوم نه لري، نو په عام لقب سره یادېږي، لکه ضعیف، او ځينې هغه دي چې ځانګړی لقب لري، لکه مرسل، منقطع، معضل، معلق، مدلَس، شاذ، منکَر، متروک، معل، مضطرب، مدرَج، مقلوب او موضوع چې د ضعیف تر ټولو بدترینه او کمزورې نوعه ده.

لاندې به مختصر د هر یوه تعریف له همدې یاد کتاب څخه نقل کړم:

مرسل:

المرسل: لغة مأخوذ من الإرسال بمعنى الإطلاق وعدم المنع.

مرسل په لغت کې له ارساله دی، یعنې ایله کول او نه منعه.

تعريف جمهور المحدثين: هو ما رواه التابعي, سواء أكان كبيرا أم صغيرا عن النبي -صلى الله عليه وسلم- من قوله أو فعله أو تقريره.

د جمهورو محدثینو تعریف: هغه حدیث دی چې لوی یا کوچنی تابعي د رسول الله ص قول، فعل یا تقریر نقل کړي.

ابن حجر دا ټکی ورسره یاد کړی دی چې تابعي به خپله رسول الله ص څخه نقل نه لري، مثلن هغه د کفر په حالت کې لیدلی وي، بیا يې د اسلام په حالت کې بیان کړي، دغه مرسل نه بلل کېږي.

تابعي کبیر دوی هغه ته وايي چې زیاتره له اصحابو سره اوسېدلی او لویه برخه روایات يې له اصحابو وي، تابعي صغیر هغه ته وايي چې که ورسره ډېر اوسېدلی وي که نه، خو لویه برخه روایات يې له تابعینو څخه وي، د لومړي مثال لکه سعید بن المسیب، عبید الله بن عدي بن خیار، قیس بن ابي حازم، د دویم مثال لکه زهري، یحیی بن سیعد الانصاري او ابو حازم.

تعريف الفقهاء والأصوليين: المرسل: هو قول التابعي أو من دونه قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- كذا … أو فعل كذا

د فقهاؤ او اصولینو تعریف: مرسل د تابعي او تر تابعي لاندې کسانو دا قول چې رسول الله ص دغسې ویل یا يې دغسې کول.

دوی اصلن هر نامتصل سند لرونکي ته مرسل وايي، په دې تعریف کې معضل او منقطع هم داخلېږي،  په دې تعریف کې یوازې فقهاء او اصولین هم نه دي، بلکې ځينې محدثین لکه امام ابو داؤد، بیهقي، ابو نعیم او دارقطني هم ورسره ملګري دي.

هغه کوچني صحابه چې رسول الله ص يې لیدلی وي، دوی اصحاب بلل کېږي، مګر روایت يې مرسل دی، د دوی مراسیل د اصحابو مراسیل هم نه بلل کېږي، بلکې دوی زیاتره روایات له تابعینو څخه کوي. د اصحابو د مراسیلو په اړه ما لنډ بحث د اصحابو د عدول په مبحث کې کړی دی.

د مرسل حدیث حکم:

الذي ذهب إليه جمهور المحدثين أن المرسل من قبيل الحديث الضعيف للجهل بحال المحذوف.

جمهور محدثین وايي چې مرسل د ضعیف له قبیل څخه دی، ځکه د هغه د نه ذکر شوي راوي حال معلوم نه دی.

قال العلامة ابن الصلاح في مقدمته: “ثم إن حكم المرسل حكم الحديث الضعيف إلا أن يصح مخرجه بمجيئه من وجه آخر, فوروده من وجه آخر يدل على صحة مخرج المرسل … وما ذكرنا من سقوط الاحتجاج بالمرسل، والحكم بضعفه هو الذي استقر عليه آراء جماهير حفاظ الحديث.

علامه ابن صلاح په خپله مقدمه کې ویلي: د مرسل حکم د ضعیف حدیث دی، مګر که مرسل په یوه بله لار صحیح شي، که په بل سند راغی، نو د مرسل حدیث پر صحت دلالت کوي… دا چې موږ په مرسل حدیث د دلیل نیولو رد ذکر کړ او د ضعف حکم مو پرې وکړ، له همدې دريځ سره د سترو محدثینو نظریات هم خوله په خوله دي.

“حكم المرسل عند الفقهاء”:

أما حكم المرسل عند الفقهاء فقد احتج به مالك وأبو حنيفة وأصحابهما، وقد حكي عن الإمام أحمد الاحتجاج به في رواية.

د فقهاؤ په اند د مرسل حکم:

د فقهاؤ په اند د مرسل حدیث حکم داسې دی چې مالک، ابو حنیفه او د دوی پيروان دلیل په نیسي او یو روایت له امام احمد څخه هم راغلی دی چې دلیل په وايي.

وأما الإمام الشافعي -رضي الله عنه- فقد احتج به بشروط.

او امام شافعي له ځینو شرطونو سره د دلیل وړ بللی دی.

په هر حال اختلاف پرې شته، ځينې يې مني او څوک يې نه مني، ګڼشمېر کسان ورته شرایط لري، زما په نظر له شرایطو سره يې منل سهي دريځ دی، تر ټولو ښه شرط يې له قران کریم سره موافقت، د امت له تعامل سره همږغي ده، که له دې دواړو سره مخالف وي، بیا يې باید ونه منل شي.

احناف هم د دې لپاره شرایط لري، یو شرط پکې دادی چې درې لومړیو قرنو کې به د یو چار مرسل روایت وي، دویم شرط دادی چې راوي به يې په جرح و تعدیل عالم او باوري کس وي او درېيم دا چې له رسول الله ص څخه به د پوره باور په صیغه نقل کوي، لکه رسول الله ص ویل، یا يې داسې وکړل، معنعن روایت پکې نه منل کېږي.

منقطع:

د منقطع په تعریف کې اختلاف دی، تر ټولو ښه تعریف يې حافظ عراقي، ابن حجر او نوور کړی دی:

هو ما سقط منه قبل الصحابي راوٍ واحد في موضع أو في مواضع، فإن سقط منه واحد في موضع قيل له: منقطع، فإن سقط منه اثنان في موضعين قيل له: منقطع في موضعين وهكذا.

منقطع هغه روایت دی چې تر صحابي مخکې یو ځای یا ګڼ ځایونه راوي غورځېدلی وي، که یو ځای راوي لوېدلی وي، هغه ته منقطع وايي او که دوه ځایه راويان لوېدلي وي، هغه ته منقطع في موضعین وايي او همداسې نور.

له کتاب الله د مخالفو روایاتو بېلګې او په اړه يې د پوهانو دريځ

اوس يې له مرسل او معضل سره توپير وشو، که صحابي لوېدلی وي، مرسل دی، که دوه پرلپسې یوځای لوېدلي وي، معضل ورته وايي.

انقطاع یا پارچاو محدثین په دې سره معلوموي چې یا سره همعصره نه وي، یا هم نه وي سره مخ شوي، یا هم ور څخه اجازه نه لري، له یو بلې لارې د روایت راتګ هم په دې برخه کې مرسته کوي، انقطاع دوه ډوله لري، یو یې ظاهر او بل يې خفي دی، محدثینو په تاريخ الرجال کې پر دې موضوع ډېر کار کړی دی، د راویانو د حال معلومولو لپاره دغه کتابونه ډېر مهم ځای لري، محدثینو په دې برخه کې سخت زحمتونه ګاللي دي، له زوکړې تر وفاته يې د یوه راوي د ژوند ډېره برخه ریکارډ کړې ده، مګر د انسان کار دی له خطا څخه خوندي په هيڅ صورت نه بلل کېږي، له دې امله د یوه راوي په اړه ګڼې رايې موجودې وي، د هغه د وفات په اړه هم یو نظر نه وي، اما له دې هر څه سره دغه کار پر خپل ځای دېر لوی ارزښتناک کار دی.

معضل:

المعضل لغة: مأخوذ من أعضله الأمر بمعنى أعياه.

معضل د لغت له مخې ضعیفولو ته وايي، لکه چې وايي اعضله الامر، یعنې دې کار ضعیف/ستړی کړ.

وفي الاصطلاح: هو ما سقط من إسناده اثنان فصاعدا على التوالي. وهذا هو المعتبر عند المحدثين وبذلك يتميز عن المرسل: الذي سقط منه الصحابي, والمنقطع: الذي سقط منه راوٍ واحد في موضع أو في أكثر.

او په اصطلاح کې هغه روایت دی چې له سنده يې دوه یا اضافه راویان پرلپسې لوېدلي وي، محدثین همدغه ته معضل وايي، په دې سره له مرسله هم جلا شو، هغه چې صحابي پکې نه وي ذکر او هم له منقطع څخه چې یو راوي یوځای یا جلا جلا څو ځایه لوېدلی وي.

خطیب بغدادي يې مرسل بولي، ځينې نور يې بیا د منطقع یوه نوعه بولي، دوی وايي هر معضل منقطع دی او عکس يې نه دی سهي، دا د هغه چا د مذهب له مخې چې مرسل او منقطع هر نامتصل السنده روایت ته وايي، په دې برخه کې لویه برخه فقهاء سره یوه خوله دي او کمشمېر محدثین هم ورسره مله دي.

د مثال لپاره يې د امام مالک موطا کې ډېرې بېلګې شته، هغه زیاتره وايي چې له ابو هریره رض یا پلاني موږ خبر ته رسېدلی دی چې رسول الله ص ویل.

سیوطي رح ویلي چې تبریزي ویل: منقطع او معضل به د روایت په اول سر کې نه وي، که په اول سر کې راوي ولوېږي، هغه معلق بلل کېږي.

تر دې وروسته د ځينو اختلافي ټکو په اړه بحث شوی دی چې که په سند کې دغه ډول ټکي وي، هغه د منقطع حدیث ډول دی که د متصل؟ یو هم هغه حدیث دی چې په (عن) لفظ نقل شوی وي، محدثین ورته معنعن وايي او د دې په ډول یو بل مؤَنأَن بولي، دغه ډول سند متصل بلل کېږي که منقطع؟

ځینو علماؤ د مرسل او منقطع حکم پر کړی دی، څو يې اتصال او صحت معلوم نه شي، مګر لویه برخه علماء او محدثین يې په دوو شرطونو متصل بولي:

۱ـ شاګرد به له خپل استاد سره همعصره او ملاقات به يې ثابت وي.

۲ـ راوي به مدلس نه وي.

امام مسلم یوازې په همعصريتوب بسنه کړې ده، ملاقات يې نه دی شرط کړی، د خپل کتاب په مقدمه کې يې هغه کسان تش په نامه محدثین یاد کړي چې دغه شرط يې ايښی دی، اما لویه برخه محدثین دغه شرط سهي بولي، امام شافعي، علي بن المدیني، امام بخاري او نور ستر محدثین همدغه دریځ لري.

دویم ټکی دادی چې که یو راويي ووايي: پلاني ویل، دغه هم د معنعن حکم لري متصل بلل کېږي څو يې مخالف اړخ ثابت نه شي که تر عن فلان کمه درجه لري؟

جمهور محدثین بیا هم د هغو دوو یادو شرطونو په اثبات سره دغه هم متصل بولي.

درېيم ټکی دادی چې که یو روایت باوري راویان مرسل نقل کړي او ځینې يې بیا متصل، د دې حکم څه دی؟

د ځینو دریځ په دې اړه دادی چې که زیاتو او تکړه کسانو مرسل نقل کړی و، بیا د مرسل حکم لري او هغه څوک چې حدیث يې متصل نقل کړی، د هغوی د عدالت او اهلیت په اړه هم ستونزه نه ایجادوي.

نور بیا وايي چې که څوک يې په سند نقل کړي، د هغوی روایت مطلق صحیح دی، په دې شرط چې راويان به يې عادلان وي، که څه هم په مخالفت کې يې یو راوي یا ډېر وي. دغه قول ته ترجیح ور کول شوې ده، امام خطیب، ابن صلاح، جمهور فقهاء او محدثین ټول پر دې اتفاق لري. امام بخاري ویلي دي چې د ثقه زیادت منل کېږي.

دا اختلاف پر خپل ځای، خو که زیاتوب يې له قران کریم، سنت او عملي تواتر سره اړخ نه لګاوه، مردود دی.

معلق:

د لغت له مخې نامتصل یا پرېکړل شوي ته وايي، په اصطلاح کې:

هو الحديث الذي حذف من مبتدأ إسناده راوٍ واحد أو أكثر ولو كان السند كله.

معلق هغه دی چې د سند له پيله یو یا تر دې زیات راویان لوېدلي حتا که ټول سند هم وي.

لکه امام بخاري چې ووايي: مالک ویل: عن نافع عن ابن عمر عن النبي ص.

د معلق او معضل ترمنځ عموم و خصوص من وجه دي، که دوه راویان په سر کې ولوېږي، دواړه سره یوځای دي، یعنې دغه حدیث معلق او معضل دواړه بلل کېږي، که د سند په منځ کې دوه راویان ولوېږي، نو معضل دی معلق نه دی او که په سر کې یو راوي ولوېږي، بیا معلق دی معضل نه دی.

پوهان وايي چې معلق حدیث د راوي د جهالت له امله ضعیف دی، امکان لري چې هغه راوي ثقه نه وي، عادل نه وي، سم یاد نه لري، د همدې احتمال له امله دغه ډول سند نه منل کېږي، که پټ راوي وپېژندل شي، بیا د حدیث پر صحت او حسنوالي هم حکم کېږي، اما په بخاري او مسلم کې د معلقو احادیثو په اړه د پوهانو دريځ داسې دی چې په هغه کې صحیح، حسن او ضعیف هر ډول حدیثونه شته، زما په اند بخاري او مسلم هم له دې عمومي قاعدې باید بېل نه وي، همدغه عمومي حکم د ټولو په اړه سهي دی.

مُدلَّس:

مدلس له دلس اخیستل شوی دی، د لغوي معنا په اعتبار له رڼا سره د تاریکې اختلاط ته ویل کېږي، محدثین د روایت دغه لاندې ډولونو ته مدلس وايي:

اول قسم يې د تدلیس الاسناد دی، ابن صلاح وايي: تدلیس الاسناد دې ته وايي چې له لیدلي کس څخه نااورېدلی شوی حدیث روایت کړي، اورېدونکي ته دا فکر ور کړي چې دغه مې هم ځنې اورېدلی دی، یا هم له خپل همعصره څخه چې ورسره ملاقات نه لري، داسې روایت وکړي چې د ملاقات او اورېدلو څرک ترې معلومېږي، لکه داسې الفاظ: قال فلان، عن فلان، ان فلان، په دغه ډول ځایونو کې کله یو راوي پاته شوی وي کله زیات.

البته که راوي له خپل شیخ څخه د اورېدنې واضح الفاظ ووايي، اما ده حدیث نه وي ترې اورېدلي، هغه راوي مدلِس نه بلل کېږي، بلکې دورغ وايي او عدالت يې ختمېږي.

ابن حجر له ابن صلاح سره په دې برخه کې موافق نه دی، دی وايي: که له لیدلي کس څخه نااورېدلی شوی روایت نقل کړي، دا تدلیس دی او که له همعصره نالیدلي کس څخه روایت وکړي، دا مرسل دی خفي دی.

ده د خپل دريځ لپاره د محدثین په دې اتفاقي موقف دلیل نیولی دی چې مُخَضْرَم(په نبوي دور کې اوسېدلی چې رسول الله ونه ویني) که له رسول الله روایت وکړي، لکه ابو عثمان النهدي او قیس بن ابي حازم، د هغوی روایت مرسل بلل کېږي، د تدلیس ډول نه دی، نو که یوازې همزماني د تدلیس لپاره بس وای، نو دغه دواړه یاد کسان به مدلسین وايي، ځکه دوی یقینن په نبوي دور کې ژوند کړی دی، خو له هغه سره ملاقات يې معلوم نه دی.

په تدلیس کې د ملاقات خبره امام شافعي، ابو بکر البزار او خطیب بغدادي په الکفایه کې کړې ده چې همدغه قول معتبر دی. د نه ملاقات ثبوت يې یا د هغه خپله خبره وي، یا هم د یوه امام نظر چې د هغه په اړه باوري اطلاع لري.

یاد کتاب د دې لپاره مثال راوړي چې علي بن خشرم ویل: موږ له سفیان بن عیینه سره ناست وو، ده ویل: زهري دغه ډول خبره کوله، له ده پوښتنه وشوه چې زهري تاسو ته حدیث بیان کړ؟ سفیان خاموش شو، بیا يې د زهري خبره وکړه، بیا پوښتنه ترې وشوه چې زهري تاسو ته حدیث بیان کړی؟ نو سفیان وویل: ما له زهري حدیث نه دی اورېدلی، نه مې له هغه چا اورېدلی چې هغه ته زهري بیان کړی، بلکې ما ته عبد الرزاق له معمر هغه له زهري حدیث بیان کړ.

علماؤ د د تدلیس دغه ډول ډېر غندلی دی، ان شعبه بن الحجاج ویلي: التدلیس أخو الکذب، تدلیس د دروغو ورور دی. له ده نقل دي: ما ته تر خپل تدلیس دا ډېره ښه ښکاري چې زنا وکړم.

د دې نوعې حکم:

پوهانو د هغو راویانو په اړه اختلاف کړی دی چې په دغه نوعه تدلیس مشهور دي، د اهل حدیثو او فقهاؤ یوه ډله په دې سره پر هغوی جرح کوي، وايي: که د اورېدنې واضح الفاظ ووايي که نه، په هيڅ حال کې يې روایت د منلو وړ نه دی. سیوطي له ابن عبد البر څخه نقل کړی چې اهل الحدیث د ابن عیینه تدلیس مني، ابن حبان هم دغه خبره منلې ده، ده ویلي: سفیان بن عیینه یوازې له باوري راویانو تدلیس کوي او هر وخت يې خپل تدلیس خپله بیان کړی هم دی، نو حکم يې داسې دی لکه د سترو تابعینو مراسیل، هغوی زیاتره له اصحابو څخه ارسال کوي. دغه قول د ابو بکر البزار او ابو الفتح الازدي دی.

ښه خبره د دوی په اند داده چې دلته باید نور هم خبره یو څه روښانه شي، که داسې الفاظ وکاروي چې د اورېدنې او نااورېدنې دواړو احتمال لري، بیا يې روایت مرسل دی، نه منل کېږي او که داسې صیغه وکاوري چې هلته یوازې د اتصال احتمال پاتېږي، لکه سمعت، حدثنا، اخبرنا او داسې نور، بیا يې روایت منل کېږي او دلیل په نیول سهي دي. دوی زیاتوي چې مدلس راویان په صحیح بخاري، صحیح مسلم او ګڼو نورو کتابونو کې هم شته، لکه قتاده، سفیان بن عیینه، سفیان ثوري، هشام بن بشیر، عبد الرزاق، ولید بن مسلم، ځکه تدلیس دورغ نه دي، بلکې څو احتماله لرونکی لفظ کاروي.

د بخاري، مسلم او ځینو نورو صحیح کتابونو په اړه د پوهانو دا نظر دی چې دلته که مدلس په (عن) هم روایت وکړي، هغه روایت يې پر اروېدلو حمل کېږي او مقبول دی، ځکه دوی ټولو د صحیح روایاتو راوړل پر ځانو لازمي کړي دي، له دې امله هغوی د یوه حدیث لپاره کله ناکله ګڼ سندونه د همدې هدف لپاره ذکر کوي.

یو شمېر پوهانو ویلي دي: که د تدلیس لامل يې پر یوه کمزوري راوي پرده اچول وي، بیا پر راوي جرح ده او روایت يې نه منل کېږي، او که داسې نه وي، بیا پروا نه لري.

دویمه نوعه تدلیس الشیوخ دی؛ په دې کې بیا روایت له خپل شیخ څخه کوي، مګر په داسې نوم، کنیه، نسبت یا صفت يې یاد کړي چې څوک يې نه پېژني، د ده هدف هم دغه وي چې خلک يې ونه پېژني.

ابن صلاح  د حکم په اړه کاږي: دغه نوعه تر لومړۍ ډېره باریکه ده، په دې سره هم روایت له منځه ځي او هم راوي، ځکه که دی ورته متوجې نه شي، نو ښايي ځينې راویان همداسې مجهول پاته شي، له دې امله به دغه حدیث هم بیا نه منل کېږي.

حافظ عراقي ویلي: که له دې امله دغه کار کوي چې د ده استاد خلک کمزوری بولي، دی يې د نوم په بدلولو د حدیث مقبولیت هڅه کوي، نو حتمن باید د دغه راوي حدیث ونه منل شي، دغه کار د هغه د جرحې لپاره بس دی، که راوي د خپل استاد په اړه د باوريتوب فکر لري، نو بیا يې هم نه بیانول ناسم کار دی ځکه ښايي د هغه استاد نور کسان وپېژني چې کمزوری کس دی، یا يې دی د کمعمر له امله په نابلده نوم یاد کړي، په دې توګه بیا هغه مجهول بلل کېږي، بیا يې هم روایت نه منل کېږي. ابن سمعاني ویلي: که تر پوښتنې وروسته يې هغه ښکاره کړ، بیا جرح نه بلل کېږي او که بیا يې هم بیان ونه کړ، دا پر ده جرح ده.

درېيم ډول يې تدلیس التسویة دی: په دې کې راوي خپل استاد له لیکې نه باسي، بلکې د بل کس استاد غورځوي، لامل يې یا ضعف وي یا هم کمعمري، په دې توګه یو ثقه راوي له بل ثقه نقل کوي. په دغه نوع مشهور کس ولید بن مسلم راوي دی، هغه به د اوزاعي په حدیثو کې همدا چم کاوه، ده به ویل: عن الاوزاعي عن نافع، عن الاوزاعي عن زهري او له ده پرته نورو به ویل: عن الاوزاعي عن عبد الله بن عامر الاسلمي عن نافع، دا بل روایت کې به يې ویل: عن الاوزاعي عن ابراهیم بن مره عن الزهري. خطیب بغدادي ویل چې اعمش او سفیان ثوري همدغه ډول تدلیس کاوه.

د دې نوعې حکم:

دغه نوعه يې تر دوو پخوانیو دواړه ډېر بده ده، دلته ډېر زیات چلول شوی دی، حافظ عراقي ویلي: څوک چې په ارادي توګه دغه کار کوي، د هغه لپاره جرح ده. ابن حجر ویلي: له شک پرته جرح ده که څه هم ثوري او اعمش دواړه په تورن دي. ابن قطان دغه نوعه یوازې په تسویة یاده کړې ده، تدلیس توری ورسره نه شته، پخوانیو پوهانو ورته د تجوید نوم هم کارولی دی.

محدثین په دې اړه همدا موقف لري چې د ضعیف په حکم کې يې داخلوي، مګر هغه راوي چې دغه کار کوي، دوی يې په اړه سره وېشلي دي، څوک يې کمزوری راوي بولي، شعبه دغه کار لکه دروغ داسې ګڼي، لویه ډله کسان يې روایت مني، ترمنځ يې درجې ورته جوړې کړې دي، څوک ډېر مدلسین دي، څوک لږ، څوک د لومړۍ درجې دي څوک د دویم او درېيمې همداسې نور، دلته یو څه تفصیلي پوښتنې دي چې زه به يې دلته ستاسو په وړاندې راوړم:

محدثین وايي، که پر چا داسې تور ثابت شو چې تدلیس يې کاوه نو د هغه په اړه د نظر اختلاف دی. چا د مدلسینو څو طبقې جوړې کړې. چا ټول مدلسین رد کړي. څوک وايي که يې حدثنا او دې ته ورته الفاظ وویل، نو روايت يې منل کېږي او که يې (عن ) او دې ته ورته نور الفاظ وویل، بیا يې روايت د منلو نه دی.

پوښتنه دا ده چې که پر چا د چل او دوکې تور ثابت شي، نو ایا روايت يې د منلو دی؟ مدلس په تدلیس کولو هم چل کوي. چل يې دا دی چي خلکو ته د یوه کس فکر ور کوي او قصدا داسې نوم یاد کړي چې د خلکو فکر یو لورته ولاړ شي او ده تر دې نوم لاندې بل کس پټ کړی وي، نو دا يې په ښکاره يو چل دی. دغه کار يې دروغو ته نژدې یو چم دی، ځکه دی وايي: له پلاني روايت دی، په دې الفاظو دا فکر عاموي چي روايت ده ترې نقل کړی او دی همداسې ښکاروي چي دا یو ډول درواغو ته ورته چم دی. ولې په ارادي توګه خلکو ته دا فکر ور کوي چې دا روايت ګواکې ما له پلاني نقل کړی؟ یا داسې نوم یاد کړي چي د خلکو اذهانو د هغه نوم په وسیله د یوه مشهور او سم کس لور ته واړوي او ده تر هغه نوم لاندې نامشهور او کمزوری کس پټ کړی وي؟

که دا دوکه وي او یو محدث يې کوي، نو بیا ولې د هغه روايت ومنل شي؟ محدثین ولې د هغه روايت په حدثنا مني او په عن سره يې نه مني؟ محدثینو ولې د مدلسینو لپاره طبقې جوړي کړې او ځينې يې مني او نور يې بیا ردوي؟ که یو څوک په خپل ژوند کې دووه او درې واره په حدیثو کې داسې یو چل او دوکه وکړي، نو د نورې دوکې او چل ګرنټي يې څوک اخلي چې په نورو احادیثو کې به يې نه کوي؟

پر یوه محدث دا ثابته شوه چې دوکه کوي، نو بايد ټول روايات يې رد شوي وای. همدا د عدالت غوښتنه هم وه. د محدثینو دا اصل چې د راوي لپاره يې عدالت اړین کړی دی، ایا دا مدلس د همدې اصل له مخې ردېدای نه شي؟

بخاري د احادیثو په اړه کوټلې تګلاره لري، مګر کتاب يې له مدلسو راويانو ډک دی. د هغه په کتاب کې مشهور مدلسین شته چې بخاري ترې روایات نقل کړي؛ لکه اعمش، ثوري، ولید او…. دا چې د حدیثو په مشهورو کتابونو کې دا حال دی، نو د نورو غیر مشهور به يې څه حال وي؟

خپله پر امام بخاري هم ځينو مشهورو محدثینو د تدلیس تور پوري کړی. که فرضن دا تور په کره شواهدو ثابت شي، نو چې د بخاري په شان ستر محدث داسې یو شوم کار کوي، د نورو نامشهورو او تر ده د کمې مرتبې محدثینو به دغه ډول کارونه نه وي کړي؟

شاذ:

په لغت کې شاذ یوازیتوب ته وايي، د محدثینو په اصطلاح يې مشهور تعریف داسې دی:

عرفه الإمام الشافعي, فقال: ليس الشاذ من الحديث أن يروي الثقة ما لا يروي غيره، إنما الشاذ أن يروي الثقة حديثا يخالف ما روى الناس أي الحافظ الثقات، ووافق الشافعي جماعة من العلماء.

امام شافعي داسې تعریف کړی دی: شاذ هغه نه دی چې نورو نه وي روایت کړی، بلکې شاذ هغه دی چې ثقه تر ځان د ډېر ثقه او حافظ مخالف روایت راوړي، له امام شافعي سره یوه ډله علماء هم په دې نظر دي.

له دې پرته دوه نور تعریفونه هم لري چې یو يې حافظ ابو یعلی الخلیلي او دویم يې ابو عبد الله امام حاکم کړی دی، تر هغو دواړو يې د امام شافعي تعریف ډېر جامع دی.

راوي خپل یوازینی روایت مخالف نه راوړي، بلکې دی هغه زیاتوب وکړي چې نورو نه وي کړی، په دې صورت کې راوي ته کتل کېږي، که عادل، حافظ او ثقه و، نو تفرد يې صحیح دی، که په حافظه کې يې لږ کمی وي، خو د ضابط له درجې ونه وزي، روایت يې حسن دی، تر دې وروسته نو روایت شاذ منکر دی، او د قبول وړ نه دی.

یو بل تعریف هم لري:

“تعريف الحافظ ابن حجر”: قال: الشاذ ما رواه المقبول مخالفا لمن هو أولى منه لمزيد ضبط أو كثرة عدد أو غير ذلك من وجوه الترجيحات كفقه الراوي وعلو سنده قال الحافظ: وهذا هو المعتمد في تعريف الشاذ بحسب الاصطلاح.

ابن حجر وايي: شاذ هغه روایت دی چې مقبول راوي تر خپلې درجې د لوړ راوي مخالفت وکړي، یا هغه پر ښه حافظه لري یا هم د هغوی شمېر ډېر وي یا د ترجیح نورې وجې لکه د راوي فقاهت او علو سند، حافظ ویلي: د اصطلاح له مخې د شاذ دغه تر ټولو ښه او د اعتبار وړ تعریف دی.

محفوظ:

محفوظ د شاذ مقابل دی، دا هغه راجح روایت دی چې د مرجوح مخالف يې راوي راوړي.

منکَر:

حافظ ابوبکر البردیجي ویلي: منکر هغه حدیث دی چې متن يې له راوي پرته بل څوک نه پېژني، ډېرو محدثینو همدغه تعریف منلی دی.

حافظ ابن حجر وايي: منکر هغه روایت دی چې کمزوری راوي تر خپلې درجې د لوړ راوي مخالفت وکړي.

معروف:

د منکر مقابل معروف روایت دی، د ابن حجر په اند معروف هغه دی چې په راجح ډول د ضعیف مخالف نقل شي، لکه د من اقام الصلاة… معروف يې پر ابن عباس وقف دی او منکر يې مرفوع کېدل دي.

متروک:

په لغت کې ایله شوي ته وايي، د محدثینو په اصطلاح کې:

هو الحديث الذي لا يروى إلا من جهة المتهم بالكذب, ولا يعرف ذلك الحديث إلا من جهته, ويكون مخالفا للقواعد المعلومة من الشريعة أو رواه من عرف بالكذب في كلامه, وإن لم يظهر منه وقوع ذلك في الحديث النبوي.

متروک هغه حدیث دی چې یوازې په دروغو د متهم کس له لارې روایت شوی وي او د شریعت له معلومو اصولو سره ټکر وي، یا هغه څوک يې روایت کړي چې په خبرو کې يې دروغ معلوم وي، که څه هم په نبوي حدیثو کې دروغ نه وي ځنې ثابت.

مُعَلَّ:

د دغه اصطلاح پر ځای محدثینو معلول هم ذکر کړی دی یا هم مُعَلّل، خو ښه خبره داده چې معل ورته وویل شي، لغت کې د علت(مرض) په معنا دی، اهل حدیث وايي: أعله فلان بکذا، یعنې پلاني دغه حدیث دغه ډول علت لرونکی بللی دی، د أعل فعل مفعول معل راځي، لغتپوهان وايي: أن المعروف انما هو أعله الله فهو معل، فعل يې اعل دی او مفعول يې معل، لا أعلک الله، یعنې الله دې مه مریضوه. د محدثینو په اصطلاح کې:

سبب غامض خفي قادح في الحديث مع أن الظاهر السلامة منه فالحديث المُعَلُّ.

داسې پټ سبب پکې وي چې حدیث ته زیان رسوي، په داسې حال کې چې ظاهرن سلامت ښکاري، دغه حدیث معل بلل کېږي، یا هم:

هو الذي اطلع فيه على علة تقدح في صحته مع أن الظاهر سلامته منها.

هغه روایت دی چې له صحت سره ټکر علت پکې موندل شوی وي، که څه هم ظاهري الفاظ يې له علته روغ وي.

د دې ډول حدیثو د معلومولو لپاره محدثینو د علم العلل په نوم یو فن رامنځته کړی دی، د دې برخې علماء ډېر لوی ماهرین، حافظان، د راویانو په درجو خبر، په متن او سند پوه کسان وي لکه احمد بن حنبل، بخاري، دار قطني، ابو حاتم الرازي، ابو زرعه الدمشقي او نور.

د دې حدیث د معرفت لپاره د حدیث ټول سندونه سره را ګوري، د راویانو اختلافت سره کتل کېږي، د هغوی ضبط او اتقان ته کتل کېږي، تر دې وروسته محدث پر یوه حدیث د معل حدیث ګومان کوي، د نه صحت حکم يې کوي یا هم پکې شکمن شي، توقف وکړي.

قال الإمام عبد الرحمن بن مهدي: “معرفة علل الحديث إلهام لو قلت للعالم بعلل الحديث: من أين قلت هذا؟ لم يكن له حجة،

امام عبد الرحمن بن مهدي ویل: د حدیث علتونه پېژندل یوازې الهام دی، که ته د حدیث په علتونو خبر عالم ته ووايې: دا خبره تا په کوم دلیل وکړه؟ هغه به د دې لپاره دلیل ونه لري.

علت يې د موصول حدیث ارسال وي، یا د مرفوع موقوفوالی وي، یا یو حدیث په بل کې داخل کړي یا هم وهم وکړي او داسې نور.

علت په سند کې هم وي او په متن کې هم، د سند په برخه کې علت زیات وي او کله ناکله په متن کې هم وي، د سند علت کله د سند او متن دواړو پر صحت اغېز کوي، لکه موصول حدیث چې د ارسال په علت ووهل شي، یا هم مرفوع د وقف په کوتک وټکول شي، کله یوازې د سند صحت ته زیان اړوي، متن ته سرایت نه کوي. لکه: یو راوي د بل راوي په نوم کې خطا شي، خو متن سم نقل کړي، په دې سره سند علت پيدا کړ، مګر متن ته يې زیان نه رسېږي.

په دې برخه کې محدثینو غټ کتابونه لیکلي دي، علي بن المدیني د کتاب العلل، عبد الرحمن بن ابي حاتم العلل پر فقهي بابونو مرتب، دار قطني هم العلل او سیوطي د التدریب په نوم کتابونه لیکلي دي.

مضطرِب: 

د اضطراب له بابه اسم فاعل دی، په لغت کې اختلاف ته وايي او په اصطلاح کې:

هو الحديث الذي يختلف الرواة فيه, فيرويه بعضهم على وجه وبعضهم على وجه آخر أو يرويه راوٍ واحد على وجه، ومرة أخرى على وجه آخر من غير إمكان الترجيح.

دا هغه حدیث چې راویان پکې اختلاف وکړي، ځينې يې یو ډول او نور يې بل ډول نقل کړي، یا یو راوي يې یو رقم نقل کړي، بل وار يې بیا بل ډول نقل کړي چې ترمنځ يې ترجیح نه کېږي.

كه ترجیح امکان در لود، نو راجح يې صحیح دی او مرجوح يې شاذ یا منکر بلل کېږي.

مضطرب حدیث ضعیف بلل کېږي، ځکه د صحیح او حسن لپاره د راوي ضبط اړین دی او دلته اضطراب دا ثابتوي چې ضبط يې کم دی، ابن حجر وايي که راوي له باوریتوب سره د راوي په نوم، یا د پلار نوم یا نسبت کې خطا شي، دا پروا نه لري، د دې درجې روایات په بخاري او مسلم کې هم ډېر شته.

اضطراب هم کله په سند کې وي، کله په متن کله په دواړو کې.

مدرج:

له ادرج ادراج څخه اسم مفعول دی، په لغت کې له یوه شي سره بل داسې شی ګډول چې د هغه برخه نه وي. محدثین يې بیا داسې تعریف کوي: 

هو الحديث الذي زيد فيه ما ليس منه في السند, أو في المتن.

هغه حدیث چې په سند یا متن کې يې داسې څه زیات شوي وي، چې د هغه برخه نه وي.

مدرج په بل روایت کې بېل را شي، یا راوي ووايي یا اهل حدیث داسې څرګندونه وکړي چې رسول الله ص دغه ډول کلمات نه کاروي، دغه يې د پېژندنې طریقې دي.

مدرج هم دوه ډوله لري: یو يې مدرج المتن دی او بل يې مدرج السند.

مدرج المتن په نبوي حدیث کې اضافې ته وايي، کله په ابتداء، کله په منځ ډېر وخت په اخیر کې وي، مدرج السند هم په حقیقت کې مدرج المتن دی، د دې څو اقسام دي: کله یوه ډله یو حدیث په ګڼو سندو نقل کړي، بیا يې یو راوي له همدې سندونو څخه پر یوه سند سره را ټول کړي او اختلاف يې نه بیانوي. بل وخت بیا له یوه راوي سره پوره حدیث وي، مګر یوه برخه يې په بل سند ورته رسېدلې وي، یو راوي يې له هغه څخه په لومړي سند بشپړ نقل کړي، یا هم یو حدیث له خپل شیخ څخه واوري، یوه برخه له بل کس څخه واوري، بیا د روایت مهال ټول له همدې شیخ څخه بیان کړي ترمنځ راغلې واسطه وغورځوي. درېيم ډول داسې دی چې له یوه راوي سره دوه متنه په دوو جلا جلا سندونو وي، له ده څخه یې یو راوي یوازې په یوه سند دواړه متنونه نقل کړي، یا هم یو حدیث نقل کړي په خپل سند مګر اضافه پکې وکړي.

د ادارج حکم: که راوي په ارادي توګه کاوه، نو د ټولو اهل حدیثو، اهل الفقه او اهل الاصولو په اند ټولې انواعې يې حرامې دي، ځکه په دې سره تدلیس او ګډوډي را منځته کېږي، یوه وینا داسې کس ته منسوبېږي چې هغه نه ده کړې، رسول الله ته داسې کلام منسوبېږي چې د هغه قول نه دی. سمعاني ویل: که چا په قصد ادراج کاوه، د هغه عدالت ختم دی، که چا د روایت الفاظ سره اړول، هغه د درواغجنو په لیست کې دی، خو که له راوي لږ خطا وشي، پروا نه لري او که زیاته خطا وي، بیا د هغه په ضبط او اتقان کې جرح او طعن دی، البته که راوي د تفسیر لپاره ادراج کوي، دغه ډول يې روا دی، امام زهري په دې کار کې ډېر زیات شهرت لري.

په دې باره کې محدثینو لوی لوی کتابونه لیکلي دي، خطیب بغدادي د «الفصل للوصل المدرج في المتن» په نوم یو کتاب لیکلی، دا په خپله برخه کې ډېر ښه کتاب دی، ابن حجر را لنډ کړی دی، له ځانه يې ښې ډېرې اضافې هم پر کړې دي، د «تقریب المنهج بترتیب المدرج» نوم يې ور کړی دی.

مقلوب:

له قلب څخه مقلوب اسم مفعول دی، په لغت کې له خپل اصل حالت څخه اړول شوي ته وايي، محدثین يې داسې تعریف کوي:

هو الحديث الذي وقع تغيير في متنه أو في سنده بإبدال أو تقديم وتأخير ونحو ذلك.

هغه روایت دی چې په متن یا سند کې يې د تبدیلۍ، مخته او وروسته کېدو یا دې ته ورته تغییر راغلی وي.

دا هم دوې نوعې لري: مقلوب المتن او مقلوب السند. د متن په اړه يې صحیح مسلم کې یو روایت دی چې وايي: ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتی لا تعلم یمینه ما تنفق شماله، سړی داسې صدقه وکړي چې راسته يې د چپه لاس په خیرات خبر نه شي، مګر بخاري او په ځینو نورو سندونو مسلم داسې راوړی دی: حتی لا تعلم شماله ما تنفق یمینه، څو يې چپه لاس پوه نه شي چې راسته څه خیرات کړل.

په سند کې هم عیني کار وکړي، مره بن کعب وي، دی يې کعب بن مره کړي، یا یو حدیث له یوه راوي مشهور وي، دی يې په بل پسې وتړي، یا یو سند د بل پر ځای راوړي، لکه: 

عن الأعمش عن أبي صالح عن أبي هريرة مرفوعا: “إذا لقيتم المشركين في طريق فلا تبدءوهم بالسلام … ” الحديث.

اعمش، له ابو صالح، هغه له ابو هریره مرفوع روایت کوي چې که له مشرکانو سره مخ شوئ، تاسو سلام مه ور ته کوئ.

دغه روایت مقلوب دی، حماد نومي راوي دغه کار کړی، اصلن داسې دی: عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة, أخرجه مسلم. سهیل بن ابي صالح، هغه له خپل پلار، هغه له ابو هریره رض، مسلم په دغه ډول نقل کړی دی.

قلب کله په ارادي ډول وي کله په خطا، په ارادي ډول یوازې د امتحان په صورت کې روا دی، که اړتیا يې ختمه شوه، بېرته به يې سموي، او که په قصد يې څوک وکړي، نو د موضوعي حدیث حکم لري او که په خطا وشي، نو سخاوي وايي چې بیا هم موضوع دی او نور پوهان وايي چې د مقلوب له بیان شویو اقسامو څخه دی.

مطروح:

په لغت کې اچول شوي/غورځول شوي ته وايي، د ضعیف حدیث په انواعو کې مطروح روایت حافظ ذهبي ذکر کړی دی، د محدثینو له دې قوله يې ایستلی چې وايي: فلان مطروح الحدیث، تعریف یې داسې کړی دی چې تر ضعیف کښته درجه او تر موضوعي لوړه درجه لري. له دې امله مو تر موضوعي مخکې ذکر کړ.

په دې سره د ضعیف اقسام پای ته ورسېدل، یوازې تر ټولو بدترین ډول يې پاته دی چې د موضوعي حدیث په نوم یادېږي، راځئ ښه په تفصیل يې جاج واخلو:

موضوعي حدیث:

موضوع له له وضع اخیستل شوی د جوړوالي معنا لري یا هم له وضعت څخه دی چې د ټیټ رتبې په معنا دی، یا هم له وضعت المراة اخیستل شوی چې د نوي پيدا کېدو معنا يې ده. د محدثینو په اصطلاح:

هو الحديث المختلق المكذوب على النبي -صلى الله عليه وسلم- أو على من بعده من الصحابة أو التابعين.

هغه حدیث دی چې پر رسول الله ص یا تر ده وروسته اصحابو او تابعینو له ځانه په دروغو وتړل شي.

محدثینو وايي چې مطلق موضوع رسول الله ص ته د منسوب حدیث په اړه ویل کېږي او صحابي یا تابعتي ته منسوب قول سره بیا نوم هم ذکر کېږي، لکه ابن عباس باندې جوړ شوی یا داسې نور.

زما په نظر دغه تعریف سهي نه برېښي، موضوعي حدیث یوازې هغه دي چې رسول الله ص ته منسوب وي، صحابي یا تابعي خو په دین کې برخه نه لري چې هغه ته منسوب قول هم په حدیث کې شمار شي، صحابي به یا تر رسول الله ص پوري خپل عمل او قول رسوي، یا به هم د خپل ځان څخه یو څه وايي یا کوي چې په دین کې که ورسره ومنل شي هم یوازې د هغه اجتهاد به وي، بس. نو اصحاب یا تابعین باید پکې نه وای ذکر شوي.

دغه لاندې الفاظ د حدیث موضوعیت ته اشاره کوي:

الألفاظ الدالة على الوضع: من ذلك قولهم: هذا حديث موضوع، أو كذب، أو باطل، أو لا أعرفه إذا صرح بذلك أحد الأئمة الكبار، وكذا قولهم: هذا الحديث لا أصل له، أي ليس له إسناد يعرف.

د وضعې لپاره جوړ الفاظ دادي چې دوی وايي: دغه حدیث موضوعي دی، دورغ دی، باطل دی، یا هم یو ستر امام ووايي چې زه يې نه پېژنم، همداشان دا قول: دغه حدیث هيڅ اساس نه لري، د دې لپاره هيڅ پېژندل شوی سند نه شته.

د موضوعي حدیث حکم دادی چې یوازې د وضعې له بیان سره يې د روایت اجازه شته، نور هيڅ وخت يې نقلولو جواز نه شته. امام مسلم په مقدمه کې له رسول الله حدیث نقل کړی: “من حدث عني بحديث يرى أنه كذب فهو أحد الكاذبين” که چا له ما داسې حدیث بیان کړ چې دی يې په دروغو پوهېدی، نو دی هم یو درواغجن دی.

موضوعي دوه ډوله لري: یا راوي له ځانه یوه خبره جوړه کړي، بیا يې رسول الله ص ته منسوبه کړي، یا هم د صحابي، تابعي، یو هوښیار کس یا له اسرائیلاتو څخه یو شی واوري، نو يې رسول الله ص ته منسوب کړي.

وقد نسب إلى النبي -صلى الله عليه وسلم- وإلى الصحابة والتابعين كثير من الإسرائيليات في بدء الخلق والمعاد، وأخبار الأمم الماضية والكونيات وقصص الأنبياء.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم، اصحابو او تابعینو ته خورا ډېر اسرائیلیات د کایناتو د پيدايښت، بیا ژوند، تېرو امتونو، کایناتو او انبیاؤ د کیسو په اړه منسوب شوي دي.

د ضعیف حدیث تعریف، د مذاهبو او اقسامو په اړه معلومات مې ټول له الوسیط في علوم و مصطلح الحدیث څخه اخیستي دي: ۲۷۶تر ۳۲۵.

۲۰۲۲/۱۱/۱۶

۱) المنهل الروي في مختصر علوم الحديث النبوي (ص: 38)

۲) النكت على كتاب ابن الصلاح لابن حجر (1/ 77)

3) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 277)

۴) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 278)

۵)الوسیط في علوم ومصطلح الحدیث(ص: 278)

۶) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 276)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب