”مرګیه پام کوه که وس کې دې وي
یو نیم سړی وي پرښته د ځمکې“
د خدای تعالی هزار بار شکر چې کابو سل کاله وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال یې د یو نوزېږي ماشوم په بڼه له مینې، کمینۍ، نرمۍ، خواخوږۍ، عاطفې او ګڼو نورو ښېګڼو جوړ پرښته صفتی انسان زما پر ارواښاد نیکه ظفرخان بابا ولوراوه.
خدای بښلې نیا او نیکه مې له ښاره لیرې په غرنۍ سیمه او کوچیانۍ مېنه (ګړۍ) کې هغه زېږېدلي ماشوم ”شمروز“ ونوماوه. د خدای تعالی د هدایت، د کورنۍ د تربیت او د هغه د شخصیت له برکته شمروز ولي خېل د وخت په تېرېدو سره زموږ د کورنۍ او قوم د بخت ستوری شو او زما غوندې ډېر د هغه په رڼا پایي.
د روغتیا او هوسا ژوند لپاره یې تل دعا کوم.
دغه نیم بیتۍ، لنډ لیک او همغه دوه عکسونه یې لا هم زما پر فیسبوکپاڼه شته.
په کمکینې یې د مور غېږ او پیو کې د پت، عزت، شرافت، او هیوادنۍ مینې خواږه وروږدل او د ګران هیواد د ډېرو نورو ماشومانو په څېر د وطن په خاورو وڅښېده، خاپوړې یې وکړې. ماشومتوب او زلمیتوب یې د کوچیتوب له ډېرو محرومیتونو، ستونزو او ناخوالو سره تېر کړ او د ژوند ډېرې سړې او تودې یې په سړه سینه وګاللې.
ماما مې چې د عمر له پلوه څومره لویېده، نو همغومره یې ژوند او روزګار ته پام ډېرېده. په کمکینې یې د خپل زهیر پلار او کورنۍ مسوولیت ته په خلاص مټ اوږه ورکړه. د ژوند د اربې د چلولو او د یوې مړۍ حلالې نفقې د پیدا کولو لپاره یې نه له مزدورۍ، نه له مالدارۍ، نه له بزګرۍ او نه هم له سوداګرۍ مخ واړاوه.
په سیمه او نږدې توابه کې د ښوونځي د نه شتون، بې وزلۍ او کوچیتوب د سرګردانه ژوند له امله له زده کړو پاتې شو، مګر د ژوند او چاپیریال له ویړ کتاب، د کلي، کور له مالت او د ټولنې د هغه مهال له دودونو، ارزښتونو، پالنو او د مشرانوله کړو وړو او تجربو یې د ژوند هغه مهارتونه او د هغو پالنه زده کړه چې د ښوونځي په کتابونو کې نه وو او یا په سختۍ او ندرت په کې پیدا کېدل. له مینې او لورینې ډک ماحول کې را لوی او وروزل شو. نوموړی له خپل چاپېرچل څخه د همدغې عملي زده کړې او روزنې له برکته ورځ تر بلې ځلېده او یادېده.
ماما مې بې ازاره، ارام، کمینه، دروند، حیاناک، مینه ناک او سخي انسان و. پرځان د ولس د را ټولولو او باور خپلولو کمال یې ښه زده و او په همغه زلمیتابه کې د خپلو کمالونو لکه ارام او نرم خوی، زړخوږۍ، پراخ لید او فکر، ښه چلند اوکړو وړو پرمټ د ډېرو پام او باور ورخپل کړی و.
په عیني فقیرۍ او بې وزلۍ کې ډېر سخي او مېلمه دوسته و. غریب، بیوزلي، اړ او ناچاره ته یې تر بل هر چا ډېر لاس او خیر رسېده. خپل ځان او د ژوند محدود وسایل او امکانات یې چې لرل، له هیچا نه درېغول. د همدغې سخا له برکته یې پیسو او مادیاتو ته د ژوند د ارزښت نه، بلکې د وسیلې په سترګه کتل. ځان یې پوروړی کاوه، خو اړ او مساپر یې ناامیده نه پرېښوده.
نه په وطن کې او نه هم د مهاجرت پرمهال بې دېرې او بې حجرې و. تل یې خپلو امکاناتو ته په کتو د مساپرو دمه ځای او د مېلمنو د پالنې ځای لاره. دېره او حجره یې یوازې مېلمستون نه، بلکې یو ښوونځی او پوهنتون هم و، ځکه د کور، کلي او خېل ډېر کمکیان، ځوانان او مشران به چې ورټول شول، نو په خپل نرم انداز به یې کمکیان هره ورځ خپلو درسونو او ځوانان خپلو مسوولیتونو او ښه چلند ته هڅول. وچ نصیحتونه او اوږدې ویناوې یې نه کولې، لنډ او څرګند یې ووړ او زوړ ته خپل پیغام رساوه. له هرچا سره په خپل انداز چلېده. رموز یې د انسان لپاره کافي باله او تل به یې ویل، انسان باید په رموز پوه شي.
ارواښاد حاجي مما ته د ورتګ لپاره مهالوېش، نېټې او پیرې نه وې. هره شېبه دې چې غوښتلی، نور ورتلای شوې، ډېر وخت یې له نورو سره په ناسته، مجلس او غمخورۍ تېرېده. ګوښه ناستی انسان نه و. هېڅ وخت یې ځان له قوم او ولس لوړ او بېل نه ګاڼه، له همدې امله هم ټولو ته معزز و، هم یې شخصیت او مشري منل شوې وه او هم یې نن پر وفات یوازې کورنۍ او خپلوان نه، بلکې ټول قوم او ولس غمجن او خواشینی دی.
”زموږ د کلي خلک ټول ژاړي
زموږ په چم کې یو سړی مړ دی“
د وطن او زمانې شرایطو او د ژوندسختیو او تجربو لاپوخ کړ، د پېښو او د ژوند د کړاوونو پر وړاندې ثبات، استقامت، زغم او تعامل یې ور زده کړل. د عالي شخصیت ښېګڼې یې تر کورنۍاو قوم پورې محدودې پاتې نشوې، بلکې د ګلانو د پسرلني وږم په څېر تر نورو وطنونو او قومونو پورې خپور شو.
د مور، پلار، خویندو، ورور مرحوم حاجي ګلروز ماما، ځوانیمرګ زوی محمدایوب، اکاګانو، د تره زامنو، لمسیانو او د ډېرو نورو خپلوانو، مشرانو، خواخوږ او نږدې ملګرو غمونه یې وګالل، غریبي، مساپري، مهاجرت او د ژوند ډېرې نورې سړې او تودې یې وګاللې، مګر نه یوه ورځ زړه ماتی او نهیلی شو، نه وارخطا او بې حوصلې شو. په هر حال یې د خدای شکر ادا کاوه، ځان او نورو ته یې د خیر دعا کوله او تل د ښه والي او مثبت بدلون په فکر او هڅه کې وو.
له کورنۍ او اولادونو سره یې ډېره ستړې وګالله او اولادونه یې چې را لوی شول، نو خدای پاک ښې ورځې هم ورباندې راوستې، یوازېتوب او د ژوند ستړې یې کمې شوې. د هوسا ژوند اسانتیاوې، امکانات او وسایل یې پرېمانه شول، خو د خپل حساس او مهربان زړه له لاسه یې چندان ډېر ارام ځکه ونه کړه چې د خپلو او پردیو هرې لویې او وړې ناکردې ته به سخت ځورېده. د ژوند تر پایه یې په کړو وړو، خبرو او ناسته ولاړه کې نه چا لویي، نه کبر او نه هم غرور ولیده، قانع، مشکور او کمینه انسان و.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال یې شپه او ورځ د سیمې د قومونو د یووالي او جهاد ته د هڅولو هلې ځلې وکړې. د الهي امر د پرځای کولو او د هیواد او ولس د دفاع په خاطر یې قومونه او ولسونه یو موټی کړل. وسله وال جهاد یې له خپل کلي او سیمې څخه د دیارلس قومي جبهې په چوکاټ کې پیل کړ. دغه جبهه یې د ډېرو هلو ځلو په ګاللو او پرځان د خطرونو د منلو په قېمت راجوړه کړه. نوموړی د دیارلس قومي جهبې له پنځو لومړنیو بنسټګرو څخه وو.
وروسته یې بیا مستقله جبهه واخیستله. د جهاد د سنګره او مورچل ترڅنګ یې ډېر وخت مجاهدینو ته د وسایلو او امکاناتو په برابرولو او د هغوی په ځانګړي ډول د شهیدانو د کورنیو او اولادونو په پالنه تېرېده.
زده کړې یې نه لرلې، مګر له زده کړو سره یې بې کچې مینه وه، خپل او پردي ټول یې زده کړو ته هڅول. ماشومان به یې چې ولیدل، نو د ښوونځي او درسونو حال به یې ورڅخه پوښته. کمکیان یې د جومات درسونو ته زیات تشویقول او د کلي د جومات په هر ملا امام به یې د ماشومانو د دیني زده کړو خاص تاکید کاوه. د مهاجرت پرمهال چې د کېمپ د معارف د شورا غړی و، نو په خپلو نوبتي غونډو او د ښوونخیو له مسوولینو سره په ناستو کې به یې د زده کوونکو د ستونزو پرحل او درسونو خاص ټینګار درلود.
د هڅونې عجیب مهارت یې درلود. له پوهنتونه به چې په رخصتۍ ولاړم، نو زیات وخت به یې مېلمه کولم. د زده کړو په اړه به یې پوښتلم، د تېرو سختیو له بیانولو وروسته به یې کړه، تکړه شئ، خواري وکړئ، خدای پاک د هیچا زحمت بې ځایه نه بیایي او حتما به د خپلو زحمتونو خواږه وڅکئ. یوازې د درسونو نه، بلکې د ښو ملګرو د موندلو او پاللو سپارښتنې به یې هم کولې.
پوهنتون کې به مې ډېر وخت د هغه له مېلمه پالنې او لارښوونو الهام اخیسته. د کورنۍ او د ده هغو هیلو ته چې له ما یې لرلې رسېدل، خپل لوی مسوولیت باله او د همدې لپاره مې درسونو ته زیات پام کاوه. د حاجي مما بل کمال دا وو چې هرچاته ته به یې د ګرانښت داسې احساس ورکاوه، تا به ویل چې له ما به بل څوک ډېر پرې ګران نه وي، شخصا ماته هم له پلاره کم نه و. دوه کاله وړاندې مې د پلار د ورځې د مناسبت په پلمه په یوه فیسبوکي لیکنه کې د ده په اړه ولیکل: (د پلار د ورځې په پار خپل ارواښاد پلار ته چې په وړکینې ېې له شتون او مهربانه سیوري څخه بې برخې شوی یم، د فردوس جنت او خپل رنځور او د پلار غوندې مهربان حاجي مما(ماما)ته د روغتیا دعا کوم.
حاجي مما(ماما) د انسانیت، شرافت ، عاطفې او خواخوږۍ هغه سمبول دی چې ان له تنکي زلمیتابه یې عالي شخصیت او ارزښت درک کوم او د پوهنتون له دورې یې د ځانګړې پاملرنې، همېشنۍ هڅونې او ګټورو لارښوونو منندوی یم.
د لارښوونو نرم انداز یې تل عالي او عملي وو. د همدغه خواخوږي انسان هڅونو او ممتاز چلند به هره شبکۍ لا ډېر خپل ځانته متوجه، د درسونو او موخو تعقیب ته هڅولم او لا یې هم په شتون او مینه پایم.
سره له دې چې سوړ باد او ځنډنی خوب مو هم پرې پيرزو نشي، مګر تېرکال یې په رنځورۍ او زهیرۍ تېر کړ. هره شیبه ورته د سترڅښتن دربار کې د روغتیا، ارام، اوږد او هوسا ژوند دعا کوم.)
ستړې مو اوږې د دعاګانو دي
عرش پورې یې بار د دعا وړی دی
د شهید محمدفضل، شهید عمراخان، شهید ستانه ګل، شهید قومندان زیارت ګل، شهیدمحمدهارون او ګڼو نورو مجاهدینو شهادتونو او همېشني بېلتوب سخت غمجن کړ، مګر د خدای تعالی قضا یې خپله رضا ګڼله. په غم او سختیو کې یې هم ځان او هم نور ډاډه کول.
تر مرګ یوه اونۍ وړاندې مې په وروستي ځل د خپل اکا د لور په مرګ کې ولیده. تور کوټ یې د سپینو کالیو دپاسه اغوستی و، د نورو په منځ کې یې لمر ته ډډه وهلې وه. مخې ته یې ورتاو شوم، درناوي ته یې چې ورټوغ شوم جوړه لاس مې ورته ونیول، په نیمه تنه یې زما سیوری ورغی، لاس یې راکړ او نېغ یې راته وکتل، خوله او پوزه یې په ماسک کې پټ وو، خو اوښلنې سترګې یې لمر ته وځلېدې، خواشیني او غم یې له سکوت او مړاوې بڼې ښکارېدل، زما لاس یې ډېره شیبه نیولی و او راته کتل یې، ویل، امیرجان یې؟ ما ویل، هو. ”ښه باچا“ یې وکړل او زما لاس یې پرېښود.
”سړي یوو شرم دی ژړلی نشو
زموږه څومره بې زبانه غم دی“
خوشحال بابا وایي:
”بندوبست د کاینات شي په خبرو
یو تر سلو صدقه شه سل تر زرو“
د خوشحال بابا د همدغه پورتني بیت په استناد به یې خبرې، مکالمه او مفاهیمه د ستونزو هواری باله. بار بار به یې ویل، یو له بله مخ مه اړوئ. کمی، ګیله او شکوه به راځي، خو په کینې او مخ اړولو لا زړه بدوالی او فاصلې زیاتېږي. ستونزې په خبرو حل کېږي. یو بل ته غوږ ږدئ. یو به لږ پېږي یا به نپېږي، مګر له هغه سره ځان مه برابروئ، متوجه یې کړئ، پوه یې کړئ، لاس پرې راتېر کړئ او یوتر بله ښه انګېرئ، ځکه په ښو او یووالي خدای هم خوشالېږي.
تل یې د یووالي، لاسنیوي، یو د بل د منلو، اورېدلو او یو تربله د ځارېدلو سپارښتنې کولې. په ښه کار او یووالي به تر او تازه و، مګر نادودو ته به ځورېده. څېره او بڼه به یې مړاوې شوه. خوب به یې له سترګو والوت او تر ډېره به ناکراره و.
دغه بې بدو، مصلح، خیرخواه او اجتماعي انسان د هر چا په غم او ښادۍ ورشریک و. نه یې د چا بد غوښتل او نه یې هم د چا کمی او بدي بیانوله. ویل به یې له انسانه خطا او تېروتنه کېږي، خو د نورو پر وړاندې یې مه یادوئ، ځکه هغه پرې زهیرېږي. د هرچا پرده وغواړئ. توندي، بدخولکي او نظرتېری مکوئ. انسان عاجز دی، په عاجزۍ، سنګینۍ او کمینۍ ښه ښکاري.
حاجي مما مېلمه پاله او اجتماعي سړی و، کله به چې په ورتګ کې ځنډ پېښ شو او بیا به ورغلم، نو مینت به یې وکړ؟ دا چېرې نادرکه یئ، په کور ننوتلی یې، لږ راوځه او مجلس ته راځه. له نېکه مرغه له هغه سره ډېر کېناستلی یم او د هغه خوږ مجلس مې اورېدلی، مګر نه مې یادېږي چې په مجلس کې دې څوک رټلی او یا په بدنوم یاد کړی وي. یا یې بده او سپکه خبره تر خولې ور وتلې وي.
بې ځایه مجلس یې نه کاوه. حتی غلیظه ټوکه به یې هم نه کوله، نه یې چاته غلطه مشوره ورکوله او نه یې هم په لوړ غږ خبرې کولې، کرار به غږېده. نه د نورو په خبرو کې ورلوېده او نه یې خوښېدل چې څوک یې خبر ورغوڅه کړي. تل به یې ویل، یو چې غږېده، نور غوږ ورته ږدئ، خبره مه سره لېونۍ کوئ، کرار او په نوبت غږېږئ.
پېښور کې د احمدزیو سراسري شورا کې یې د خپل قوم (ولي خېلو) مشري او استازولي وکړه. هرې غونډې، مشورې، جرګې، مرکې، پېښې او پلې ته یې په خپلو امکاناتو ځان رساوه. دا یې پر قوم احسان نه، بلکې خپل مسوولیت باله، ځکه هغه به تل ویل، چې قوم ډېره لویه پانګه او لهي نعمت دی او د دغه نعمت شکرانګي باید ادا شي .
له همغې لومړۍ ورځې د قوم په خوښه او سلا د ولي خېلو د شورا رئیس وټاکل شو. د ده د ریاست پرمهال شورا په ولسي او قومي چارو کې ډېره فعاله وه. د یووالي او خپلمنځي مسایلو د سوله ییز حل په موخه یې ننګرهار، لغمان او بغلان ولایتونو ته سفرونه وکړل. د جرګو له لارو یې ډېرې شخړې او کشالې حل کړې. د خلکو ترمنځ بدبینۍ یې په دوستۍ بدلې کړې. ټول یې یووالي او سوله ییز ژوند ته ور وبلل.
د ولي خېلو شورا په لومړۍ، دویمه او دریمه کلنۍ غونډو کې یې بار بار او په ټینګار سره د خپلې زړبودۍ او رنځورۍ عذر وړاندې کړ، مګر د شورا مشرتابه او د قوم استازو په غوڅ اکثریت هر ځل د شورا په لویو کلنیو غونډو کې د نوموړي د ریاست موده له یو کال څخه بل کال ته غځوله.
ممکن له حاجي صاحب څخه په ژوندونې د نورو انسانانو په څېر خطاوې او ګناوې شوې وي، خو خدای شاهد دی چې نه یې ذره کینه او بد چاته په زړه کې و او نه به یې چاته د زیان اړولو کوښښ کړی وي، خو هغوی چې بار بار یې د هغه د شخصیت د کمرنګه کولو هڅې کړې وي، یا یې د هغه زړه مات کړی، بې ځایه کینه یې ورسره کړې وي، نو خدای دې مغفرت ورته وکړي او په دې هیله چې د هغه مرحوم د ژوند له فلسفې، کړنو، خوی او چلند څخه نه یوازې عملي زده کړه وکړي، بلکې د خپل راتلونکي ژوند سرمشق یې وګرځوي او دا زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی چې د نوموړي د هیلو او ارمانونو د پاللو او اروا خوشالولو لپاره همغه لاره اختیار کړو چې ده اختیار کړې وه او په هغه لاره لاړ شو چې ده به یې بیا بیا سپارښتنه کوله او د خدای تعالی رضا او د قوم او ولس عزت او سرلوړي یې په کې لیدله.
د څه کم سلو کالو بریالي ژوند په اوږدو کې یې له ډېرو اړمنو سره مرستې او د ډېرو په ستونزو کې ښکېلو خلکو لاسنیوی یې وکړ، د ډېرو شخړې، کشالې او ستړې یې په منځګړتوب، جرګو او مرکو په سوله ییزه توګه ور حل کړې، له رهبرانو، وزیرانو، وکیلانو، جنرالانو، قومي مشرانو او لویو شخصیتونو سره یې اړیکې او ناسته ولاړه وه، مګر هیڅ وخت یې په دې نېت چې ځان تر نورو لوړ وښیي، خپلې كارنامې يادې نه کړې. نه یې نورو ته د کمترۍ احساس ورکاوه او نه یې هم ځان تر نورو بهتر باله. فكر او لید یې پراخه او په قضاوتونو كې يې نرمي وه.
خو درېغه چې تېره اونۍ (۱۴۰۱ د عقرب په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ) زموږ کورنۍ او قوم خپل دغه مهربانه او کمینه مشر د تل لپاره له لاسه ورکړ او د هغه پر وفات ټول غمجن شوو.
”تاته به لفظونو کې غم څنګ بیانوي سړی
تاپسې خپه نه مړه، تاپسې خو مري سړی
تا نه به بغیر یاره زمونږه ژوندون داسې وي
هسې په تیاره کې لکه لاس چې تپوي سړی“
ژوند په چټکۍ تېرېږي او د زمانې په غبار کې کرار کرار هرڅه تیتېږي، پټېږي او هېرېږي ، خو باور دی چې ارواښاد حاجي شمروز به تر ډېره د زمان په حافظه کې پاتې شي، ځکه نوموړی د خپل ښه شخصیت او ښېګڼو له برکته زما غوندې د ډېرو نورو په زړونو کې هم ځانګړی ځای لري.
”مقام د چیغو دی خو غلی یمه
حیران یم خپلې حوصلې ته ګورم“
اروښاد حاجي شمروز ولي خېل د تېرې چهارشنبې په ورځ په زېړي مازدیګر له خپل دنیایي کور څخه خپل ابدي کور ته ولاړ. د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د محسن کلا د احمدزیو کلي د لوړ غره په لمنه کې دفن شو، فردوس جنت یې نصیب، درجې یې لوړې او اروا یې ښاده.
”راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زېړي مازدیګر بېرته وړم
څوک د ملغلرو پېژندوی نه و
تل د سمندر ته ګوهر بېرته وړم“
اوس پر موږ ټولو لازمه ده چې د خپل دغه رښتیني خواخوږي او مهربان مشر هغه هیلې او ارمانونه وپالو چې موږ یووالي، ورورولۍ، مینې، خواخوږۍ او سرلوړۍ ته رابولي او د اسلامي او انساني ټولنې ځانګړنه او تقاضا هم همدا ده.
په پای کې لومړی ځان او بیا ټولو ته تسلیت وایم.
پای
امیرجان وحید احمد زی صاحب سلامونه. حاجی صاحب ته دی الله پاک فردوس جنت نصیب کړی، تاسو او نورو ټولو متعلقینو ته دی خدای پاک عظیم اجر او جمیل صبر درکړی. دا چی یو مشر ته دې درناوی کړی ډیر می درباندی ویاړ وکړ درځخه خوشحاله شوم لکه دافغانستان ټولو مشرانو ته دی چی درناوی کړی وي . زموږ پلرونه او نیکونه ریښتیا هم ټول ډیر باعزته، مهربان ،میلمه پال، مینه ناک، سخی، متقی، وطندوست، ولسی او دډیرو عالی سجایاوو لرونکی وو. ځوانانو ته بویه چی ستا په شان د مشرانو درناوی وکړی. تاسو هند کی تحصیل کړی، هلته به دی لیدلی وی، چی ځوانان یی څومره د سپین ږیرو عزت او درناوی کوی. اروپا کی هم ځوان نسل سپین ږیرو ته ډیر زیات احترام لری. دوی وایی: همدی مشرانو موږ ته اروپا د زمکی د مخ جنت جوړ کړی نو اوس یی حق دی چی عزت یی وکړو. له بده مرغه افغانستان کی یوڅه د ملی دښمن د لاسه او یوڅه دبدو شرایطو او ناوړه اوضاع له امله دمشرانو لازم عزت او درناوی نشته. ستا په دی نوشته به د ډیرو مشرانو دزړه زخمونه ټکور شی. د ټولنپوهنی له نظره مشران دودیز کتګوری نسل و چی په میانه عمر او ځوانانو ډیر حقونه لری. داسلام مبارک دین هم د مشرانو درناوی فرض کړی، زموږ مبارک پیغمبر فرمایی: هغه څوک چې دسپین ږیرو درناوی نه کوی زما له امت څخه ندی. حاجی صاحب ته ویاړ په برخه شو چی ستا په شان نیک صالح خوریی لری.
یو ځل بیا لاسونه پورته کوم او حاجی صاحب ته د خدای (ج) له درباره دفردوس جنت غوښتنه کوم.
خدای ج دي حاجی للا ته جنت فردوس په نصيب کړي موږ او تاسو ته دي الله ج صبر راکړي تشه به يي تر ډيره محسوسيږي.
د پښتنو دا عادت عام او جوت دي چې ژوندې وي نو بې قدره وي او چې مړه شي بیا یې له اغراقه ډک توصیفونه مجازي صفحات مصروف ساتي. د انسان په وصف کې اغراق د بې لاري لومړي دروازه دي.
الله ج د ښه ورسره وکړي او د آخرت سفر ورته اسانه کړي.