پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهمرګ/هیله پسرلی

مرګ/هیله پسرلی

لیزا مې  د لیسې د وخت تر ‍ټولو نږدې ملګرې وه. وروسته له ښوونځي بیلو ښارونو ته لاړو. لیدل مو کم شول خو نږدې والی همغومره و.

تیره اونۍ خبره شوم چې لیزا د موټر په ټکر کې مړه شوه.

عجیب احساس مې درلود. نه مې وژړل، نه مې دعا وکړه. خو  هغه ورځ مې کابل تر هر بل وخت ډیر یادیده. لیزا به ویل: انسانانو حق و ناحق له مرګه دومره لویه خب‍ره جوړه ده. یو کال ماتم، تور کالي، ژړا ګانې، دعا ګانې، خیراتونه، او درجن درجن  فیس بوکي پوستونه…

خیر ما اصلا د لیزا کیسه کوله.  

موږ په 11 ټولګي کې وو چې لیزا له هنده زموږ ښوونځي ته راغله. ‌په لومړۍ ورځ یې ټیکری په غاړه و، نه په سر. کالي یې هم د افغانانو په حساب ازاد ول. ویښتان یې سره بخون رنګول. وریځې یې جوړې وې، نوکان یې اوږده پریښې ول…

د دې په ظاهري څېره کې د بغاوت نخښه وه، ځکه مې خوښه شوه.  

زه او لیزا د دوو بیلو دنیاوو وو. زموږ اصول، فکرونه، ارزوګانې، غوښتنې، د ژوند لارې، هر څه سره بیل ول. خو زه ور سره ارامه وم. هغه د نورو غوندې نه وه ، رښتونې وه.

موږ دومره سره نږدې شو چې لیزا به د خپل ژوند  کیسې راته کولې.

په هند کې  په یو هلک مینه وه، البته چندانې یې په کیسه کې نه وه. له خپلې نیا یې کرکه درلوده، فکر یې کاوه مور او پلار یې د نیا له لاسه خوشحاله نه دي. د مور کال پس کوچنی زیږول ورباندې ښه نه لګیدل… دا ورته مهمه وه چې لږ ډنګره شي خو پوهیده چې ښکلې ده. مستعده وه مګر د مکتب درس یې چندانې نه لوست، فکر یې کاوه اصلي او مهم درس له ښوونځي وروسته پیلیږي.

لیزا به ویل “من لاله آزادم.” دغسې هم وه ازاده، باغي، په خپله خوښه ژوند کول او د نورو په خبرو پسې نه ګرځیدل…

په وروستي ځل چې مې ولیده دوبی و. کابل اور و، اور، د  رستورانت په مینځ کې لا ګوزاره سخته وه.

دې سیګرېټ پپل کړي ول.

ما ورته کړل: سیګرېټ عمر کموي.  

دې وویل: نو ما یې چیرې د ډیروالي ارمان کړی!

ـ توبه لیزا، ته ښه یې؟

ـ امممم پوهیږې ما په خپل ژوند کې ډیر ځلې په خودکشي فکر کړی، بیا بیرته په شا شوې یم. نه پوهیږم په ځان وژنه کې یو څه شته چې زړه مې یې نه مني. خو وایم کاشکې مې یو بل څوک ووژني… په دې ښار کې دومره انتحاري کېږي، یو هم په ما نه پیښېږي‌… اااوف

ـ په څه خفه یې؟

ـ نه، هر څه سم دي، زه نه غواړم ژوند وکړم. نه غواړم کامیابې یا ناکامی تجربه کم، نه غواړم مور ولرم، نه غواړم پلار ولرم… غواړم له له اړیکو وژغورم. غواړم له احساساتو ازاده شم.

دعا وکړه چې ومرم. تا ته به لیونۍ ښکارم خو…اه  پریږده یې.

ـ امممم نه ماته سمه ښکارې. مرګ د ټولو انسانانو پټه ارزو ده. موږ ټول په نهایت کې غواړو له دې ژونده خلاص شو. توپیر بس دا دی چې ډير ځان نه پېژني او ډیر نور بیا ځان غلطوي.

دا مسکه شوه. سیګرېټ یې  بل کړ. ما شااوخوا وکتل. رستورانت کې موږ ته نږدې بل څوک نه وو.

د لیزا د مرګ خبر چې مې واورید، ‍شونډې مې سرې کړې، تور بخون سور، د هغې د خوښې رنګ. د لیزا انځورول مې شروع کړل. نن رسامي ختمه شوه. خوښه مې شوه. فکر کوم په لومړي ځل مې غوږونه سم رسم کړي، خو د سترګو له رنګه چندانې خوښه نه یم.

د هغې د سترکو رنګ عجب و، نه خرمايي وې، نه نصواري، نه عسلي، نه ژیړې…

پای

پراګ،

4/7/2019

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب