سه شنبه, مې 14, 2024
Homeټولنیزژوند؛ او يو څو کرښې | عزیزالدين يوسفزی

ژوند؛ او يو څو کرښې | عزیزالدين يوسفزی

ژوند يوازې د خوښۍ ټولګه نه ده، ژوند له هر راز حالتونو، رنګونو او موسمونو مالامال دی، ځينې خلک شايد په دې نظر وي، چې له هېچا څخه کومه د خپګان کيسه او خبره وانه وري، له هر چا دې د خوښیو تمه ولري؛ خو شايد دوی تېروتي وي، يا لږ تر لږه يې د خپل مجلل ژوند له کړکۍ څخه د باندينۍ نړۍ ننداره نه ده کړې، دا خبره د تأمل وړ ځکه ده، چې دا هر څه دومره اسان نه دي، نړۍ د همدغو خپګانونو او خوښيو په توازن روانه ده، څوک به دننه په لوی مجلل قصر کې ډېر خوشاله او ارام ژوند لري، څوک به ترې لږ دباندې په لږ مناسب حالت کې قرار ولري، څوک به د غره لمن کې د خټين کور له چت نه په راڅڅېدلو د باران څاڅکو ته شپې کوي؛ خو سره په دې بيا داسې خلک هم شته، چې د مجلل او مناسب ژوند په لرلو سره هم، د ارام او سکون په ارمان دي او د ژوند هره شېبه يې د يوې دقيقې خوښۍ په هيله درګرده هسې تېريږي…

په دې نړۍ کې موږ ته د څو کلونو عمر ليکل شوی، يوه ورځ به هرومرو د خپل مرګ مزه څکو او خپل دې مجازي سفر ته به د پای ټکی ږدو، هره ثانيه، هره دقيقه… او هر کال پر موږ تېريږي؛ خو دومره هم پرې نه پوهېږو، چې ژوند مو پرې ډېر شو او که کم!؟ بيا هم دغه ټاکل شوې ثانيه موږ ته معلومه نه ده، نه پرې پوهېدلی شو او نه پرې د پوهېدو وس لرو؛ خو ټول د يو اوږد عمر په هيله دي، ژوند کوي، لوړو او ژورو سره مخ کېږي، څوک لوېږي، د ژوند تر اخره بيا د پورته کېدو وس نه پیدا کوي، خپګان، ناهيلي او مرګ ورته له ژوند کولو نه غوره ښکاري، په دې اند وي، چې دوه ورځې دنيا ده، خوښي او پرمختګ پرې نه ارزي… تر څنګ يې بيا داسې خلک هم ژوند کوي، چې دغه ژورې ورته د ژوند له ډېرو وړو ستونزو څخه یې يوه ښکاري، کله چې ولوېږي، په دې تمه وي، چې يوه ورځ به بېرته خپلو هدفونو او لوړو پوړيو ته ځانونه رسوي، بې صبرانه د پورته کېدلو يوه لاره لټوي، که څه هم په دې قايل وي، چې دنيا دوه ورځې ده؛ خو دلته خپل دا د لنډې مودې سفر غنيمت ګڼي، خوښي او پرمختګ ته پر خپګان، ناهيلۍ او مرګ باندې غوره والی ورکوي، دې دنيا ته د راتلو رښتيني معنا يې درک کړې وي، ژوند کوي، ښه يې کوي، په خپل ځان سربېره نور هم ژوند کولو ته هڅوي او لوېدلو هغو ته د بېرته پورته کېدو لاس ورغځوي.

ژوند دومره لنډ هم نه دی، چې موږ دې ورته پښې وغځوو او وار له مخه سترګې پټې کړو او دومره اوږد هم نه دی، چې هغه ټاکل شوې ثانيه دې رانه هېره کړي. يوازې دومره چې هر حالت، هر چانس او هرې شېبې ته بايد پوره پام وکړو او ګټه ترې واخلو. بيا هم وایم، چې د ژوند له ژورو نه د لوېدلو خلکو پورته کېدل دومره اسان نه دي؛ خو د ژوند د کږلېچونو لاندې کول د لويې حوصلې تر څنګ په ځان باور او کلکه اراده غواړي. او که د تورې د ځل په اندازه شېبې څخه مو هم ګټه پورته کړه؛ نو بيا خو به د بريالي او خوشاله ژوند په کيفیاتو رنګ ـ رنګ يئ!

ژوند ته هر څوک د خپل ليد له مخې تعريف جوړوي، په يو نه یو ډول به يې پکې خپل کيسه نغاړلې وي، د ټولو نچوړ دا هم دی، چې ژوند روانې اوبه دي، پر مخ ځي او بېرته پر شا نه ګوري، ژوند لکه لمر ته پرته د يخ يوه رڼه تخته ده، که ګټنه ترې ونه شي؛ نو هسې به ختمه شي، ژوند په تکه ـ توره شپه کې د لار ورکي مساپر پر سر د رڼا يو ځغلنده سرک دی، که ګټه يې ترې واخيسته، بريالی به وي، که نه د لاسونو په ټپولو به مخ ته روان وي، ژوند لکه د منډه وهونکي ماشوم په لاس کې څرخېدونکې بادډيوه، که ودرېد، د بادډيوې وزرې به هم ځای پر ځای ولاړې وي، که خپلو منډو ته يې دوام ورکړ؛ نو د يوې څرخېدونکې بادډيوې تر څنګ به يې په شونډو موسکا هم خپره وي… او بالاخره ژوند د يوې ګرځندې او مستې ميکدې نوم دی!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب