یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد بدو ځواب خاموشي ده | هوسۍ طارق

د بدو ځواب خاموشي ده | هوسۍ طارق

ژوند یو روان سیند دی، په دې سیند کې اوبه له خاورې، تیږو، توپان، واورې، باران  او… هر څه سره مخ کیږي خو اوبه هیڅکله، څه ته نه دریږي بلکې په خپلو څپو مست، لوړو او ژورو دواړو کې پر مخ ځي او همدغه څپې دي چې سیند کې شور، سکون او ښکلا راولي. موږ انسانان هم که د اوبو خوی ځانته غوره کړو نو اړ کیږو نه چې هر څه ته تم شو او د ژوند ښکلی شیبې قرباني کړو. که بد نه وای موږ د ښو په قدر نه پوهیدو او که ښه نه وای د بدو له ماهیته هم بې خبره پاتې کیدو. ښه او بد دواړه د نړۍ دوه انځورونه دي چې خلکو ته کله په ښایسته رنګونو او کله هم په خړو، تور او سپین رنګ ښکاري!

کله کله بدي تر دې حده زیاته وي چې موږ باندې ژوند تریخ کیږي، آن تر دې چې انسان د درد، ژړا او خپګان زغملو ته اړ باسي. خو کله مو له ځانه پوښتلي چې همدغه د بدو زغمل او ورته ژړل د پیاوړو انسانانو نښه ده؟ نه هیڅکله نه، پیاوړي انسانان بد حالتونه ، بدې پیښې او بد انسانان هیڅکله په په پام کې نه نیسي. د دغو بدیو په اړه د فکر کولو پر ځای پر هغه څه فکر کوي چې ژوند ته یې مانا وربښي او آخرت لپاره یې یوه توښه جوړوي. د بدیو په مقابل کې د نارینه و په پرتله ښځې تر ډیره خپل زغم له لاسه ورکوي، یو له بل سره کینه پالي، خپل زړه خوري او تر ډیره یې نه شي هیرولای . دا یو عادي حالت دی چې اکثره ښځینه ورسره مخ وي، زه خپله هم تر ډیره بدو ته ډیر کړیدم یا به مې غبرګون ښوده او یا مې هم خپ�� زړه خوړ. خو د ورځې په تیریدو په دې فکر کې شوم چې د بدو خلکو په بدو کړنو زه ولې غبرګون وښیم؟ او ولې زه زړه وخورم؟ په داسې حال کې چې زه د دغی حالت په مقابل کې تر ټولو ښه وسیله لرم چې هغه د بدو نادیده نیول دي او په مقابل کې یې چوپتیا غوره ګڼل دي. کله مې چې بد خلک نادیده ونیول نو یو ډول باطني ډاډ مې ترلاسه کړل او د بدو خلکو بدې کړنې راته ډیرې بې ارزښته شوې او آن تر دې چې نن راته خندا راځي او ډیره جالبه ښکاري ځکه زه غواړم د نړۍ د هغی سیند برخه واوسم چې رڼې اوبه یې د لمر له وړانګو سره د توپان په تیزو وږمو له لوړو او ژورو سره خاندي، بهیږي ، بهیږي او بهیږي او ځمکې خړوبوي ! نه  د هغې خړې ویالې برخه چې د هر کس او ناکس هینداره ده!

وایي د بدې خبرې سل کاله وي! هو رښتیا ده بد هیرولا نه شو خو بد نادیده نیولای شو ، یو ځل د بدو خلکو د بدو کړنو کیسه کې مه کیږئ بیا وګورئ چې نړۍ او ژوند څومره ښکلی دی. بدو پسې مه ګرځئ، له بدو لرې وګرځئ، بد خلک هر چیرته خپل ځان تر تاسو رسولای شي خو که موږ هم بدو ته غبرګون وښیو په حقیقت کې موږ هم یوه بده کړنه وکړه. په کور، دفتر، د کار په ساحه کې، پوهنتون، مکتب او… موږ په ورځني ژوند کې له ډیرو بدو کړنو سره مخ کیږو خو دا په دې مانا نه ده چې موږ هم بد وکړو اوهر انسان ته د هغې د کړنې مطابق یو غبرګون وښیو. له بدو تیر شئ په ډیر اخلاص خپل کار وکړئ بیا وګورئ چې څومره په ښه توګه خدای تعالی تاسو ته هغه څه مو چې زړه کې دي،  درکوي .ځکه خو وایي د بنده خواري سیند هم نه وړي. د انسان اخلاص، ښه نیت او رښتینولي هیڅکله بې ځوابه نه پاتې کیږي نو بد نادیده ونیسئ. بس یوازې ژوند وکړئ د ژوند له دې ښکلا او رنګونو نه خوند واخلئ. که يو ځل مو د ژوند کولو هوډ وکړ نو په درد کې هم سکون مومئ ځکه هغه درد هم د الله تعالی له خوا رسیدلی او په رسیدلو یې شکر کوئ ځکه هر څومره چې انسان وکړیږي په هماغه اندازه يې ژوند ښکلی او با ارزښته کیږي. همداسې د ابن عربي په کتاب کې راغلي چې سکوت یا خاموشي په دوه ډوله ده، ظاهري او باطني. باطني سکوت هغه سکوت ته وایي چې د توکل کوونکي انسان زړه چې یوازې او یوازې خدای ته یې توکل کړی نو زړه یې له غوښتنو او د غبرګونونو له ښودلو پاک دی .که موږ هم باطني خاموشي غوره کړو نو خامخا له ښې پایلې سره مخ کیږو ځکه موږ ته بدې کړنې بې ارزښته ښکاري چې موږ په باطن کې پر الله توکل او یوازې خپل کار او ژوند ته لومړیتوب ورکړی. که سکون غواړئ نو د بدو مقابل کې خاموشي غوره عمل ګڼل کیږي .

عبدالقادر خان خټک وایي:

سپینه به نه شي د صورت وینځه

کښینه په سیند کې مدام یې وینځه

اثر یې نه ځي د بد ذاتي

که تربیت شي غلام یا وینځه

نو بد انسان چې مړ هم شي خپلې بدې کړنې هرومرو ترسره کوي ځکه دا یې خصلت دی خو ټوله خبره د ښو خلکو ده، بد انسان او بدې کړنې یې نادیده ونیسئ تر ټولو غوره لاره همدا ده چې کیسه کې یې نه شئ. بس خپل د اخلاص ژوند ته دوام ورکړئ!

1 COMMENT

  1. هو! دا د اخلاقو لوړه مرتبه ده ، زموږ حکام او مشران که پدی خوی مزین شی ، ډیر مشکلات حل او دا زغم به نورو ته درس شی نو ایکاش زموږ حکام او طالبان دا اخلاقی مسابقه شروع او هریو کوښښ وکړی چی صلح کی تیز او متین ګامونه واخلی او فاستبقواالخیرات باندی عمل وکړی او دا مسابقه کولی شی ملت او امت ته آرام راولی او همدا د ایمان تقاضا ده او دآدمیت لوړه مرتبه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب