پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبکره کتنهد افغانستان یوه لنډه دیارلس کلنه تجربه چاپ شوه

د افغانستان یوه لنډه دیارلس کلنه تجربه چاپ شوه

عزت الله ځواب –

(د افغانستان يوه لنډه ديارلس کلنه تجربه) د هغه کتاب نوم دی، چې په دې وروستیو کې خپور او بازار ته راوتى دی. په کتاب کې د افغانستان د تېرو دیارلسو کالو د اقتصادي پېښو او جریاناتو درې مهمې ځانګړنې تحلیل شوې دي:

  • بهرنۍ مرستې.
  • ملي پرمختیایي ستراتېژي.
  • او د بازار نظام ته کتنه.

د ټول کتاب محتوا یواځې او یواځې پر اقتصادي تحلیلونو راڅرخي، چې په دې ترڅ کې د افغانستان یو شمېر اقتصادي واقعیتونه له پخوا سره، په تېره بیا له هغه مهال سره چې افغانستان خپل لومړني پینځه کلن پلانونه طرح اوبیا یې تطبیق کړل، مقایسه شوي دي.

د کتاب تحلیلونه په ارقامو استوار دي او مسایل بېلابېلو جدولونو او ګرافونو کې توضیح شوې دي. کتاب کې د وروستیو دیارلسو کلونو له نورو سیاسي، نظامي او نورو ډګرونو سره چې تر ډېره پورې اقتصاد سره سیده تړاو نه لري، صرف نظر شوی دی.

په کتاب کې د بهرنیو مرستو هغه تعریف او مفهوم راغلى، چې له علمي نظره پېژندلى شوی دی، همدارنګه د تېرې ملي پرمختیایي ستراتېژۍ (ANDS) بریالیتوب او نه بریالیتوب پکې ښودل شوی دی او په دې خبره باندې تاکید شوی دی، چې هر هېواد باید خپل پروګرامونه، ستراتېژیګانې او پلانونه وروسته تر تطبیق خامخا تحلیل کړي او وروسته د دغو تحلیلونو پربنسټ د راتلونکي لپاره نور پروګرامونه او برنامې طرح او بیا یې تېرو تجربو ته په کتو سره تطبیق کړي.

لیکوال پخوا هم د افغانستان پینځه کلن علمي اقتصادي – اجتماعي پلانونه تحلیل او تشریح کړي وو، چې له ۱۳۳۵ څخه را پیل او تر ۱۳۵۱ او بیا یو بل اووه کلن پلان او وروستی بل پینځه کلن پلان و. همدا راز د کتاب درېیمه برخه کې د بازار نظام ښودل شوی دی . لیکوال لیکي چې د بازار نظام د ازاد بازار سره فرق لري. دا موضوع یې توضیح کړې ده، بیا یې لیکلي چې آیا افغانستان کې په تېرو دیارلسو کلونو کې په دې برخه کې مهم تجارب، بریالیتوبونه او تېر وتنې چېرته وې ؟

کتاب ټول درې برخې لري، چې په ۲٢٠ مخونو کې بشپړ شوی دی. د کتاب لیکوال پوهاند محمد بشیر دویال، پخوا د افغانستنان د علومو د اکاډمۍ غړی او اوس د ننګرهار پوهنتون استاد دی، نوموړى درې کاله د آریانا دایره المعارف د انستیتوت مشر و. اوس په کابل پوهنتون کې د معلوماتو د مرکز د ادیتوریل بورد غړی هم دی او د عامه ادارې او پالېسۍ د پوهنځي د رییس په توګه هم دنده تر سره کوي.

پخوا تر دې د محترم استاد ۴۹ نور کتابونه چاپ شوي وو، په دې توګه یې دا پنځوسم کتاب دی، چې د درنو هېوادوالو، محصلانو، د اقتصاد د ډګر مسلکي ځوانو کادرونو او د مطالعې مینه والو ته وړاندې کېږي.

په کتاب کې هڅه شوې ده، چې ځوانان دغه تجربه په یاد ولري او د راتلونکي افغانستان لپاره ورڅخه استفاده وکړي. ډېر څه پکې په مقایسوي تو ګه ښودل شوي دي . مثلا د بهرنیو مرستو په برخه کې یې د نورو هېوادنو مثالونه هم راوستي دی. دغه راز دا یې هم ویلي دي، چې که چېرې د بازار نظام کې ستونزې پېښېږي، نو د حل لاره یې څه ده؟ د بازار نظام کې یې ممکنه پېښېدونکي ستونزې هم یوه یوه ویلې ده. په کتاب کې د (MDGs) اهداف هم راغلي دي، چې د افغانستنان ملي پر مختیایي ستراتېژي هم خپل اهداف له هغو سره په مطابقت کې په نظر کې نیولي وو.

لیکوال د افغانستان داخلي ریزرفونو او امکاناتو باندې هم غږېدلی دی او کتاب په اخر کې یو شمېر پیشنهادونه هم لري.

(د افغانستان يوه لنډه ديارلس کلنه تجربه) د ګودر کتاب خپرنځي لخوا په منځنۍ کچه د يوولس سوو (١١٠٠) ټوکو په شمېر چاپ شوى دى، تاسې کولاى شئ، د خپلو معلوماتو زياتولو لپاره دا ګټور کتاب واخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب