سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکلتورسینماکترینه کیف له رنبیر کپور سره کوژده کړې

کترینه کیف له رنبیر کپور سره کوژده کړې

زاهد الله ځلاند- د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بالیووډ دوو مشهورو فلمي ستورو کترینه کیف او رنبیر کپور له یو بل سره د تېرې ډسمبر میاشتې په ۳۰ مه نېټه په لندن کې کوژده کړې ده.

د کوژدې د مراسمو لپاره چې د کترینه کیف د مور او پلار له لوري په لندن کې جوړ شوي وو، د رنبیر کپور پلار رېشي کپور او مور یې  نیتو سېنګ هم وربلل شوي وو.

د کترینه کیف او رنبیر کپور تر منځ د مینې خبرونه له ډېرې مودې راهيسې اورېدل کېدل؛ خو اوس دا خبر هم خپور شوی، چې د هندي سېنېما یا بالیووډ دغو دواړو ستورو کوژده کړې ده.

کترینه کیف د خپلې کورنۍ سره د کرېسمېس د نمانځلو لپاره په لندن کې وه او رنبیر کپور د کوژدې مراسمو ته وروسته ورغلی دی.

په دغه پروګرام کې د دوی یو څو ملګري وو او ډېر خلک نه وو وربلل شوي.

داسې ریپوټونه هم ورکړل شوي دي، چې کېدای شي، د دوی دواړو واده د روان ۲۰۱۵ زېږدیز کال په مۍ میاشت کې ترسره شي.

د بالیووډ دغو دواړو ستورو په خپل منځ کې په مینه اعتراف نه دی کړی او نه یې هم تر اوسه د کوژدې تصدیق کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب