تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د تاجکستان «پامیر انرژي» شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) په دوشنبې کې د افغانستان د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د هوکړې په تړاو د تعدیلاتو سند لاسلیک کړ.
د «پامیر انرژي» په وینا، د هوکړې له مخې به د افغانستان د بدخشان ولایت هغو ولسوالیو ته د تاجکستان د برېښنا رسول دوام ومومي چې اوس مهال د دغه شرکت له شبکو برېښنا ترلاسه کوي او بدخشان ته به د برېښنا صادرات هم پراخ شي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې د افغانستان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د شبکې پراختیا ته هم دوام ورکړي. د دې لپاره «پامیر انرژي» د تاجکستان د بدخشان د کورواک ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د کوزېده ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا سبسټېشن جوړ او فعال کړی دی.
د افغانستان په شان تاجکستان هم د بدخشان او اشکاشم په نومونو سیمې لري.
د دغه شرکت په وینا، نوی سبسټېشن به زمینه برابره کړي چې له اړتیا څخه زیاته برېښنا افغانستان ته ولېږدول شي.
بل لور ته، د افغانستان برېښنا شرکت چمتووالی ښودلی چې د خپل هېواد په خاوره کې د برېښنا د لېږد لاینونو د غځولو چارې پیل کړي.
دواړو خواوو د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د غځولو پر امکان هم خبرې کړې دي. ټاکمل شوې ده چې دا مزی د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد ته وغځول شي.
د چارواکو په وینا، د دغو پلانونو له عملي کېدو سره به په بدخشان کې د برېښنا د پېرېدونکو شمېر زیات شي او فیضاباد او بهارک ولسوالۍ به هم له دې شبکې برخمنې شي.
«پامیر انرژي» په تاجکستان کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخو کې فعالیت کوي او د افغانستان د بدخشان ولایت یو شمېر سرحدي ولسوالیو، په ځانګړي ډول مومندای، نُسَی، شغنان او اشکاشم ته هم برېښنا رسوي.