پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+سوله مل او  د هغه يادونه ــ پرهرونه / اکبر کرګر

سوله مل او  د هغه يادونه ــ پرهرونه / اکبر کرګر

يادونه ـ پرهرونه دسوله مل عبدالوکيل د لندو کيسوداسې ټولګه ده چې یادونه ېې ټپونه پاروي. په دى ټولگه کې هم ديارلس لنډې کيسي را غلي دي. کيسي ښايسته لنډي اوپه لوستلو کي سړي نه ستړی کوي. دنه ستړي کيدا بل خوند يې په ښکلا کي هم دى، په ښو ديالوگونو کي هم دي  اوپه متنوع مضامينو کې هم دى. يوه خبره  چې له هرڅه ترمخه يې بايد وکړم هغه داده  چې  سوله مل دکيسه ليکني سره يوه ليونۍ او سوځنده مينه لري. د ده همدا ليوني مينه د دې سبب شوې  چې له لسو پوري ټولگې وليکي . خو د ده له تيرو کيسو نه د دې ټولگي يو توپير دا دى چې دليکوال تېري زياتره کيسې د کرکتر په حيواني او  اويا انساني غرايزو متمرکزې وې.

موږ ټولو داسې فکر کاوه  يا فکر کوو ، چې سوله مل دا تيم يا دا موضوع يوازې دلوستونکي د ذوق او  شوق له پاره را پورته کوي. خو زه خپله وروسته دې ته ځیر شوم  چې داسي نه ده. خبره په انساني تمايلاتو کي ده . که موږ لږ څه پام واړوو ، فلسفي زده کړو ته پام وکړو  او بيا عرفان وگورو ، ډېر څه په کې موندلي شو ،انسان د دې له پاره چې صيقل شي د دې له پاره چې وحشت ترې وتوږل شي نو د هغه په نهاد کې بايد فرهنگ ځاې ونيسي.

فرهنگ دی  چې هغه له حيوانيت را جلا کوي. اوپه دې لړ کي دانسان شهواني قوه، دثروت دټولولو  اودقدرت  دتر لاسه کولو له پاره ليوالتيا چې نيچه يې په تفصيل يادونه کوي، له بدوي انسانه نيولي ان تر اوسه پوري په انسان لاسبرې ده. همدا ځواکونه  دې  چې  که په انسان ډېر غالب وي نو هغه له انسانيته ليري باسي  خو که تعادل وساتي نو بيا انسانيت سره رغښت. جوړښت اوسازښت لري۔  ځيني بحثونه په دې لړ کي موږ اړباسي  چې فرويد ته مراجعه وکړو ۔

فرويد ليکي:

«دانسان اوځناورو جنسي غوښتنو واقعيتونه په ژوند پيژندنه يا بيو لوژي کي د«جنسي غريزي  Sexualtrieb » دفرضيي په بنياد  بيانيږي ۔ په دې اړوند دخوراک دلاس ته را وړلو دغريزي سره په ورته والي کې  چې دلوږي له غريزي نه حرکت کيږي . نو دخبرو اترو ژبه  د«لوږي »له هغې  سره متناظره ده . خو په علمي ژبه کې دې ته د«ليبيدو » گړنه کارول کيږي » (١-١٨)

١.زيگموند فرويد. سه رساله دربارهء نظرېه جنسي۔ونوشته هاى ديگر ۔ ( ابراهيم ملک اسماعيلي). نگاه . ١٣٩٥.

د فرويد په وينا ددې جنسي غريزي انځورونه او خصلتونه  چې دهغو په اساس په کوچنيوالي کې ورکه وي  خو د جسمي ودي سره په رابطه او غتټيدو کې يعني په بلوغ کي ايجاديږي. او په غير مقاوم ډول جذابيت پيدا کوي،  ځليږي  اوبيانيږي،  چې يو جنس يې پر بل هغه تعميلوي . ددې هدف جنسي اميزش دى   اويا لږ تر لږه هغه کردارونه  چې په دې لړ کې عمل کوي .

په هر صورت دسوله مل پخواني کارونه  چې ديادې فرضيي پر محور څرخي ،په محرومه ټولنه کې  چې هرډول جنسي ازادۍ په باب خبرې تابو گڼلي شي  اومحروميت هم له ياد ضرورت دارفاع په اړوند  اوج ته رسيږي ، ان په ښکنځلو  او عادي محاوره کې دهغو جبران تر سترگو کيږي . خو دا جلا بحث دى . اوس را ځو دسوله مل نوو پرهارونو او زخمونو ته:  دا زخمونه اوپرهرونه   يو لړ ټولنيز اوفرهنگي او  يا په بله ژبه سنتي او دوديز  ټپونه دې .

منظور دادى  چې په دې ټولگه کې يو بل خط تعقيب شوى دى. دلته هم دانسان کردار  محوري دی. خو په بل ډول. څو مثالونه را وړو:

په کورني بندي کيسه کې د دود  اوسنت او د مدرن ژوندانه شخړه وينو . کرکتر دساري ناروغي له ويرې  ددود او سنت  اجرا اوپلي کیدو ته نه حاضريږي . خو دکيسه ليکوال له خوا يوازي خپل دلايل طرح کيږي، دمقابل لوري دلايل او دا چې  وايي انسان يوازې دونيا ته راځي اويوازې درومي . په دې اړوند  دمقابل لوري دلايل نه څرگندوي ، دانسان يوازيتوب مساله  يوه فلسفي هغه ده  نو شرح يې هم بايد يو څه فلسفي بنسټ ولري ۔

په کلونه وروسته کيسه کې  چې کله راوي له کرکتر سره شل کاله وروسته مخامخ کيږي. او د هغې ټول برخلیک  اوري . هغه يوه ښځه ده. چې دعاشقي اوميني بيلابيل پړاوونه يې تېر کړي دي . خو له هغي سره يوه غريزه شته  اوهغه دنسل توليد  اودکورني جوړول دي  . په همدې ترڅ کې هغه له مخالف جنس نه کرکه هم نه پټوي  چې يوازې حيواني فکر کوي . او دجنسي ارضا په لټه کې ده  خو بلاخره دکرکتر  فکر په دې خبره را ټول دې  چې ېو څوک به پيدا شي  چې له هغي سره واده وکړي. دا ځکه  چې دنارينه د«اشيل پونده»  کې يو بل ټپ هم شته اوهغه  دا چې دثروت اوپيسو ډير وږي دى او زه اوس هر څه يعني ثروت لرم .

په (بله وبا )کيسه کې  چې زموږ دادعا ښه ثبوت دى ، ديوه ملا اودهغه دميرمنې شخړه انځور شوې ده. په سنتي ذهنيت کې هر نوې شې دکفر نښه ده ، که تلويزيون دې اوکه کمپيوتر اوکه مبايل دى. اوس دا شيان دانسان داړتيا درفع او دمودرن ژوندانه د وسايلو په توگه را منځ ته شوي دي . دصنعتي نړي په را منځ ته کيدو سره معاصره تکنالوزي ددې سبب شوه  چې انسان له ځانه پردي کړي ـ يا په بل عبارت انسان دماشينيزم مريي شي  هغه څه  چې خپله يې توليدوي اوجوړوي د هغو تر اسارت لاندي را شي. سنتي ملا دتلويزيون له لگولو اوروښانولو سره مخالفت کوي. خو دهغه ميرمن غواړي  چې دتلويزيون پروگرامونه وويني. کيسه تر پايه په همدي مساله را څرخي. ږيره او ببر مخ  چې دملا د«ښکلا او »  او.. يوه نښه ده هم ياديږي يادونه يې کيږي.

گورو  چې دلته په کيسه کې داسلام په اساسي مسايلو بحث نشته ، بلکې په ډېر وفرعي مسايلو خبري کيږي ، ملا له تلويزيون سره مخالفت کوي  چې د مدرن ژوند يوه نښه ده  اوميرمن يې پلوي کوي . زموږ ټولنه ديو ډول  سنتي اومدرن بحران سره مخامخ ده. په واقعيت کې ټول سنتي ارزښتونه  چې د دين او مذهب په پښو ولاړ وو  ورو رورو خپل ځاى پريږديـ خو نوې لا نه دې رامنځ ته شوي  چې دمعاصر انسان له پاره دهر څه يعني هيڅ مانا ورکووي هغه دنيچه خبره. چې  دارزښتونو نه لوړ ارزښت  اوس له منځه تللي دي۔ يا دا چې وايي (هغه  اوس مړ دى)

د«افغانستان د ميراج اف د پيس ليکوال Afghanistan the mirage of the peace

دسپتامبر له يوولسمي نيټي وروسته يې دا کتاب په کابل کې ليکلي دي په ډير تفصيل سره په افغاني سنتي ارزښتونو باندې دمودرن ژوند او وسايلو دسيلاب يادونه کوي. هغه ان دهغه افراطيونو نومونه اخلي  چې يو وخت يې دنجونو په مخونو تيزاب شيندل . دښځو دازاديو  اوفلم او نورو پروگرامونو سخت مخالف وو ، خو اوس يې په کورونو کې ستلايت نصب دى اواروپايي اولويدیځ پروگرامونه ويني   چې دا پخپله سنتي ارزښتونه له بحران سره مخامخ کوي. يا دا چې دايکندي يو وروسته پاتي ولايت دى . هلته دستلايات له لاري په کليو کي  دلويديځ توليد شوي ايراني پروگرامونه ليدل کيږي . دا داسې څه دې  چې اوس يې هغه بنسټ پاله ډله مخه نه شي نيولي .په اثر کي نور زيات مثالونه هم شته خو دلته يې له يادونو تيريږو .

په روږدي کيسه کې همدا ستونزه ده  دسنت او  نويوالي ستونزه .يا د دود اونوښت ترمنځ شخړه ، دمعاصرې تکنالوژي يوه جدي ستونزه ده چې انسان يو ډول گوښيوالي ته را بولي. دبيلگي په توگه لس  پنځلس کاله ترمخه  چې به زه په ترين کې دلند ن مرکز ته تللم  نو ما به کتاب لوست  ،نورو سوارلو به هم کتاب لوست . خو يو کال ترمخه  زه دې ته متوجه شوم  چې ېوازې زه کتاب لولم دا ځکه   چې زه اديکيت  وم خو نورو زياتو خلکو به په خپل مبايل کې ليدل . کيسه هم په دې را ټوله ده. د کور خاوند په مبايل معتاد دى خو ميرمن يې پرې نيوکي کوي . دا شخړه په کيسه کې غځيږي  اودورځي ستونزه ده . فيسبوک هم داسې ورسره يو ځاى واخلي ، فيسبوک لا دا ناروغي جدي کوي. دلته په دې کيسه کې هم ټول تير زاړه ارزښتونه اوسنتونه  له منځه ځي   اونوي لا نه دي را ټوکيدلي. انسان انفراديت کي غوپه کيږي . يو ډول نشتون يا  «هيڅ نشته» مفکوره يا نيهيليزم په انسان لاسبري کيږي.

په گرانه پريکړه کيسه کې بيا هم دعصريت نويوالي او دانسان په وجود کې دهغه د دوه تمايلاتو را پاڅيدنه ده  چې يو شهوت اوبل قدرت ته رسېدل، چې يو له بل سره پيوند پيدا کوي. دا پيوند د فساد په بنياد پر مخ ځي  تردى حده  چې کرکتر دخپل کور دويجاړي درشل کې دريږي ، اخلاقي معيارونه اوارزښتونه سقوط کوي.

يو څوک  چې لندن پريږدي او په هيواد کي دنده ترسره کوي نو له داسې شخړو سره مخامخ کيږي. د کيسي دکرکتر  ميرمن هغه ته ليکي:

« موږ په مينه واده کړې وو، ستا اوږده مسافري  اوبيلتون راته ناشونې اودزغملو نه وه. خو تازه دېوې بلې مينې  چې زما اوستا له مينې يې هم ماته ارزښت او درنښت درلود په دام کې را گيره کړم هغه دهيواد مينه وه . تا وويل هيواد ته ځې  ،غواړې خپله پوهه  اوتجربه هلته وازمايي اوله هيواد اواولس سره خپله مينه په واقعيت واړوې . ما دې ددې ارادي اوپريکړې هرکلي وکړ   يوه خبره مې هم ونه کړه ځکه هيواد مور بولم  اودمور مينه هيڅ شى نه شي نيوى ۔ »

د ادميرمني اودميړه مکالمې يوه برخه ده  چې پر ميړه شکمنه کيږي. اوديوې داسې نجلۍ سره تار غځوي چې هغه په خپله د مقام په زينو پورته خيژي  اوکرکتر هم ځان پسى کشوي اوورته وسيله کيږي.

په دې کيسه کې هم دهيواد پالني  مينه  چې يو لړ ارزښت دى. د ميرمني اواولادونو سره مينه له کورني چاپيريال اوحريم سره مينه يو ارزښت وو خو دلته په دې کيسه کې وينو  چې ديوال يې ښوره کوي اورا لويږي. اقتدار ، څوکي اومقام له پاره دهر ډول ارزښته تيريدل  ددې کيسې دملا تير دى .

په يادونه پرهرونه کيسه کې هم دا دارزښتونو شخړه جاري ده. دلته په لويديځه نړي اوفرهنگ کې که اولاد خپله شعور اواگاهي پيدا نه کړي اوپر ځان حاکميت پيدا نه کړي نو هيڅ څوک يې لاري ته نه شي را وستلي . يوازې دکرکتر خودي اوپه خودي باندي اگاهي ده. د ميرمني اوميړه شخړه دځوي په چلند ده چې دشپي ناوخته کور ته را ځي  خو بالاخره رسوا کيږي  چې ديو داسې چا له ميرمني سره تار لري  چې هغه بوډا دي او ميرمن يې تنکۍپيغله ده. او بيا يې همدا ميرمن طلاقه کړي ده. هلک له هغي سره اړيکه لري. او چې پلار ېې خبريږي  خورا خوښيږي   دا ځکه  چې يو وخت نوموړي سړي  چې ميرمن يې طلاقه کړي دده مينه اغوا کړي وي او  اوس يې ځوى په ناخبري کې بدل اخيستي دي .

دلته  دهيواد نه جلا والي ، دطلاقو مساله چې په اسلام کې شته خو په پښتنو اوافغاني فرهنگ کي تابو ده ،  اودميني مساله او بيا دانتقام مساله درې څلور واړه مسايل سره گډيږي. او دا هم دارزښتونو ديو بحران  او د ارزښتونو اواخلاقياتو دزوال دتابلو ننداره ده .

 اوس څو ټکي را اخلو :

له دې کيسو موږ همدا څو يادې کړي. نورې يې همداسې ونيسه د دې کيسو په لويه کې محتوا اوموضوع شريکه ده چې په ارزښتونو او حاضرو را پورته شوي وجنجالونو او داسى نورو مسايلو  په باب ليکل شوي دي .

خو زما په نظر  دا کيسي په خپل ځاى کي خپل ارزښت لري. دا يو ډول ريفورميستي موضوعات دى . کوم  چې حاضردمه په ټولنه کې را برسېره شوي دي. خو ستونزه داده  چې که چېرې همدا موضوعات  دکيسې له دقيق چوکاټ نه بهر شي نو دراپورتاژ بڼه غوره کوي خو که په چوکات کي پرې دقت وشي يو لړ  ورته موضوعات دې . دنوې اوډېر معاصر ناول ليکني اړوند يوه خبره دا هم ده  چې کيداى  شې کيسو ته لينک اورابطه ورکړل شي اوناوليټ ترې جوړ شي ځکه اوس په معاصرو ادبياتو کي دورته لنډو کيسو په بنسټ نوى ناول هم را يج شوى دى ۔

ديوه امريکايي ليکوال په يوه مقاله کې يادونه شوې ده، چې دپوست مودرن ادب په ظهور سره  چې دتېرې پيړۍ په شپيتمو کلونو کې را ظاهره شو د «رومان –لنډه کيسه» مفکوره لږ تر لږه بڼه پيدا کړه. مدرنيستانو دلندي کيسي اورومان تعريفونه دهغو دحجم له مخې سم نه بلل. د فاکنر په لنډو کيسو يې استناد کاوه. چې دلنډي کيسو سره يې ورته والي نه درلود. لکه «يو سورگل دميلي له پاره » يا دارنست همينگوي کيسه » لمر بيا څرک را وهي » يادونه کوله چې روايت يې داسې وو  چې گويا لنډه کيسه ده. دبورخس کيسي لکه «مزاحم » هم درومان لږ حجم درلود .دا تيم اوډول په وروستيو کي په امريکا کې رواج شو چې لنډي کيسي سره يو ځاې شي. اودرومان په بڼه يې وړاندې کړي. دې کار ته دلنډو کيسو روماني کول وايي .

په دې اساس که سوله مل  دورته موضوعاتو لندو کيسو ته پام وساتي کولي شي  خپلې لنډي کيسې رومان کړي. زه خو له اوله په دې عقيده وم اويم  چې هنر قالبونه نه پيژني .هنر ساينس او رياضي نه ده بلکې الاستيکيت لري ، مطلقيت نه مني ،دانسان ذهن له هغه څه ډير پيچلي دي چې تصور يې کيږي . خو دا هم وايم  چې سوله مل دې د خپلو کيسو دکرکترونو رواني دونيا ته هم پام وساتي. کيسه ليکنه دهغه اعتياد گرځيدللی دی. دا اعتياد بايد ښه او دتعالي په لور وکارول شي .

پاى  کرگر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب