عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۵ کال له پیل څخه د ۲۰۱۶ کال تر وروستیو میاشتو پوري په افغانستان کي وم. ځوانانو به هر وخت دا یوه پوښتنه راڅخه کوله چي امریکا له افغانستان څخه وزي کنه. د هغوی د دې پوښتني په مقابل کي زما جواب معمولاً دا وو چي که هر چا زما دې سوال ته، چي امریکا اصلاً افغانستان ته ولې راغلې ده، جواب راکړ نو زه له افغانستان څخه د هغوی د وتلو په برخه کي هم یو څه ویلای سم.
هیچا دا ګومان نه کاوه چي امریکا به یو وخت د سهار پر دوو بجو په تپه تیاره کي له بګرام څخه وزي او د افغانستان حکومت به د سهار پر اته بجې خبریږي چي هغوی د وخته تللي دي. امریکا، د ویټنام په څېر، په افغانستان کي هم ناکامه سوه. د افغانستان د بیا جوړولو د چارو عمومي تفتیش (سیګار) د دفتر مشرجان سوپکو John Sopko د را سټوري Raw Story په ویبسایټ کي د روان کال د جولای د میاشتي پر نهه ویشتمه، د پنجشنبې په ورځ، لیکلي دي چي په افغانستان کي د امریکا د ناکامی عمده علتونه ، دروغ، خودخواهي، بېځایه غرور او ځان غولونه وه. هغه د افغانستان شل کلنه جګړه بدمرغه اقدام بولي او د ویټنام د جنګ له ناکامی سره یې مقایسه کوي.
سیګار، په افغانستان کي، د امریکا جګړه بشپړه ناکامي بولي؛ ځکه چي د افغانسنان اوسنی حکومت، د هغو طالبانو په مقابل کي چي امریکا د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کي را وپرزول، چنداني بری نه سي ترلاسه کولای. ده وویل چي د متحده ایالاتو حکومت به، په راتلونکې میاشت کي، خپلي ټولي قواوي له افغانستان څخه وباسي او شاته به یوه فاسده او بېکاره امنیتي قوه او فاسد حکومت پرېږدي چي ډېر ژر به د یاغیانو د حملو په اثر سقوط وکړي. جان سوپکو وايي لوی سوال دا دی چي موږ له ۸۶ میلیارډو ډالرو له لګولو او شل کاله جنګېدلو څخه وروسته ولي داسي بدي نتیجې ته ورسېدلو؟
سوپکو د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو د پوښتنو په جواب کي وویل چي دوه شیان زموږ د ناکامی سبب سول. یو بېځایه غرور؛ چي موږ په ۲۰۰۱ کال کي فکر کاوه چي له نړۍ څخه ګوښه سوی او دربدره افغانستان څخه کوچنۍ ناروې جوړه کړو. او بل علت یې دروغ او ځان غولونه وه. موږ او زموږ جنرالانو، سفیرانو او ټولو مامورینو، تر اندازې زیاته، مبالغه وکړه؛ کانګریس ته مو دروغ وویل او د امریکا خلک مو وغولول او دوی ته مو هر وخت ویل چي، نن وي که سبا وي، د یاغیانو ریښې باسو.
سوپکو وایی موږ چي به هر وخت یو وړوکی بری تر لاسه کړ داسي مو څرګندوله چي ګواکي کار تمام سو او کله چي دې کار هم نتیجه ورنه کړه نو بیا مو د پیښو څېړل محرم کړل. دی وايي واشنګټن فکر کاوه چي ګوندي یو قوي مرکزي حکومت به منځته راوړي؛ او دا یوه غلطي وه. کله چي به، په دې باره کي، د افغانستان د چارو له متخصصینو سره خبري وسوې هغوی ټولو به ویل چي دا یوه اشتباه ده. ستونزه دلته وه چي موږ په دوی ټولو کي د هیچا پر خبره غوږ ونه نیوی.
را سټوري د امریکا د دفاع د وزرات د یوه پخواني عالي رتبه صاحب منصب کارټر مالکازیان Carter Malkasian له قوله، چي کلونه یې په افغانستان کي تېرکړي دي، لیکي چي په دې کي هیڅ شک نسته چي موږ دا جنګ بایللی دی. دغه جنرال په خپل یوه تازه چاپ سوي کتاب کي لیکلي دي چي طالبانو له یرغلګرو سره په جګړه کي ټینګه اراده ښودله او خلکو هم فکر کاوه چي حکومت یې پر کافرانو باندي تکیه دی.
سوپکو وايی موږ فکر کاوه چي طالبانو ته ماته ورکول او پر خپلو پښو ولاړ حکومت جوړول به اسانه کار وي خو هغه نه وو. ماهران وايی له هغي لومړۍ ورځي څخه په حکومت او امنیتي قواوو کي فساد، چي د امریکا د ډالرو باران د فساد له زیاتېدلو سره مرسته کوله په امریکایانو کي له کابل سره د تعهد حس کمزوری کاوه.
سوپکو وايي د افغانستان عسکرو ته تنخواوي نه رسېدلې، ډوډۍ نه ورته رسېدله او فاسدو مقاماتو یې مهمات او د نقلیه وسایطو تېل ورڅخه غلا کول نو عسکرو به څرنګه مقاومت کړی وای. پولیسو او عسکرو نه غوښتل د دغسي یوه فاسد حکومت څخه د دفاع لپاره خپل ژوند په خطر کي واچوي.
را ستوري ویب سایټ د بشر د حقوقو د څارلو د کمېټې د جولای د میاشتي د یوه رپوټ په اساس لیکي چي د افغانستان حکومت او د متحده ایالاتو قواوو له پیل څخه داسي ظلمونه او پر بشري حقوقو باندي تېری شروع کړ چي نور نو خلکو د هغو اجتماعي او اقتصادي انکشافاتو په ګټو کي ری نه واهه چي د امریکا له مداخلې څخه منځته راغلي وه.د بشر د حقوقو د څارني موسسه وايی د امریکا جنرالان د افغانستان د قواوو او د امریکا د پوځ او سي آی اې د ظلمونو څخه یا بېخبره وه او یا یې ری نه پکښي واهه.
سوپکو په پای کي وايی « د امریکا د جنرالانو، سفیرانو او حکومتي مقاماتو دا خبره مه منی چي وايی موږ به بیا د افغانستان اشتباه تکرار نه کړو. دوی به بیا هم دغه ډول کار وکړي ځکه چي د ویټنام له جنګ څخه وروسته یې همدغه خبره کوله. تاسي وګوری موږ په عراق کي څه وکړه. موږ په افغانستان کي څه وکړه. موږ به بیا هم دغه راز عمل کوو. موږ باید په افغانستان کي د شل کلن جنګ څخه زده کړه وکړو.»
دا چي امریکا، د خپلو ټولو انډیوالو هیوادونو سره یو ځای، د افغانستان په څېر یوه نېسمتن او له نړۍ څخه هېر سوي هیواد باندي حمله وکړه او فکر یې کاوه چي دا هیواد به په یوه اسانه اېل کړي نو د غرور او پر ځان باندي د بېځایه اعتماد حق یې درلود؛ ځکه چي امریکا خو یو سوپر پاور دی. خو د افغانستان مقاماتو ولي دا فکر کاوه چي امریکا به تر قیامته د دوی د پوځیانو او خیالي پوځیانو په میلیارډونو ډالرونو خرڅ ورکوي. دوی به له خپل ټول فساد سره تر قیامته د امریکا د قواوو په سیوري کي ژوند کوي او تر قیامته به د هغوی له برکته هم خپل خلک لوټي او هم به یې د بې عدالتی په اور کي سوځوي.
که امریکا په افغانستان کي اشتباهات کړي وي نو د افغانستان د مقاماتو هم لویه اشتباه په دې کي وه چي دا خداداد نعمتونه یې بې پایانه بلل. زما ښه په یاد دي چي کرزي صاحب په یوه خبري ناسته کي د یوه خبریال د پوښتني په مقابل کي په ډېر زړه ورتوب او اطمینان وویل چي« نمی برآیه، نمي برآیه، امریکایا نمي برآیه بیغم باشین» خلکو په ټوکو واخیسته خو دی ریشتیا هم په دغه عقیده وو.
داچي د افغانستان مقاماتو تر پایه پوري له طالبانو سره سوله جدي ونه ګڼل او هغوی ته یې د یوه عادي یاغي قوت په سترګه کتل. هغوی ته یې د پاکستان مزدوران ویل او پاکستان ته یې تورپنجاب وایه یو علت یې داوو چي دوی د امریکا په مرستو او د ډالرو په سیند او باران خامتما ول. دوی ایله اوس پوه سوي وي چي « هغه چرګه مړه سوه چي د سرو زرو هګۍ به یې اچولې»
په داسي حال کي چي طالبانو د افغانستان څه باندي ۱۵۰ اولسوالی نیولي او ښارونه یې عملاً محاصره کړي وه د افغانستان حکومت د جولای د میاشتي پر اووه لسمه قطر ته، له طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره، یو عالي رتبه هیات واستاوه. انصاف دا دی چي په دې ټول هیات کي یو داسي څوک نه وو چي له سولي سره یې علاقه درلودلې وي. لکه څرنګه چي د هیات ترکیب وو د خبرو نتیجه هم هغسي راووته:
دواړو خواوو د قطر له امیر او حکومت څخه د دې غونډي د زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه. دوی موافقه وکړه چي غونډي به دوام کوي. مشران به په جګه سطح تماسونه نیسي او مذاکراتو ته به سرعت ورکوي!! ( ګواکي دا په جګه سطح خبري نه وې) دواړه خواوي به پر زیربنايی تاسیساتو له حملې کولو څخه ډډه کوي ( طالبان هم زیربنايی تاسیسات لري؟ ) دواړه خواوي به د ملکي تلفاتو په مخنیوي کي کوښښ کوي او د کورونا له ناروغی سره به ګډه مبارزه کوي.
وطن عملاً په اور کي سوځي، ښارونه له بېځایه سویو خلکو څخه ډک دي. سرپناه، ډوډۍ، اوبه او دارو درمل نه لري. شفاخانې له ملکي ټپیانو او مړو څخه ډکي دي. طالبان پر ښارونو باندي قبضې کولو ته نیژدې کیږي او د افغانستان د سولي هیات به لا مذاکراتو ته دوام ورکوي.
فاعتبروا یا اولی الابصار.