استاد محمدمعصوم هوتک
نارویژي ژبپوه جارج مارگنسترنې ( ۱۸۹۲ــ ۱۹۷۸ع) له نن څخه نژدې پنځه اویا کاله پخوا علامه عبدالحي حبیبي (۱۹۱۰ ــ ۱۹۸۴ع ) ته د کابل پښتو ټولني پر پته په پښتو ژبه یو لیک لېږلی وو چي بشپړ متن ئې د کابل مجلې د ۱۳۲۵ لمریز = ۱۹۴۶ع کال د څلرمي ( سرطان) گڼې په ۹۱ ــ ۹۲ مخونو کي خپور سوی دئ. په دغه وخت کي د مجلې چلوونکی گل پاچا الفت وو او د مجلې پر لومړي مخ ئې کښلي وو چي” ټول لیکونه ع،ص عبدالحی خان “حبیبي” د پښتو ټولني کفیل او د ادبیاتو د فاکولتې رئیس ته کېږي”.
دا لیک زما (هوتک) له نظره ځیني داسي مطالب لري چي د پښتو ژبي او ادبیاتو د څېړونکو په درد دي وخوري او هغه هم له دې اسیته چي په لیک کي مارگنسترنې د نورو خبرو په څنگ کي د پټي خزانې د خپرېدو له بابته علامه حبیبي ته ” آفرین” ویلی او ستایلې ئې ده او په ډېر دقت ئې تر لوستلو وروسته د ځینو ټکو په باب پوښتني کړي دي چي علامه حبیبي ئې جوابونه ورته کښلي دي. دغه راز ئې د خیرالبیان د لومړۍ کشف سوي نسخې په باب یو لړ څرگندوني کړي دي چي نوي خبري پکښې دي.
زه به لومړی د لیک متن کټ مټ را نقل کړم او بیا به ئې پر یو دوو برخو خپله تبصره ولیکم.
د لیک متن
” د ښاغلي جارج مارگن سټیرن مکتوب او د هغه ځواب
زموږ ښاغلي لوستونکي به ښاغلي مستشرق جارج مارگن سټیرن پېژني چي دا پوهنوال د ناروې په اوسلو کي اوسي او لکه چي په (۱۸۱) گڼه کې موږ تصویر نشر کړ، هر کله د پښتو ټولني سره مکاتبه کوي او د پښتو ژبي له آثارو او کتابو سره بشپړه مینه لري.
ښاغلی مستشرق په دې ورځو کي پښتو ټولني ته په پښتو ژبه یو مکتوب رالېږلی دئ او ځیني پوښتني ئې کړي دي چي موږ لاندي اول د ده مکتوب لیکو او بیا ئې د پوښتنو ځوابونه وایو:
«تر عنوان وروسته، ستاسي مکتوب (۲۶ د حوت) راورسېده، او له لوستلو څخه ئې ډېر خوشحال شوم، هغه کتابونه چي تاسي په پخواني چیټۍ کي یاد کړي وو، هم ټول راورسېدل، یعني کالنۍ ۱۳۱۹ – ۱۳۲۳، پښتانه شعراء (۲ جلده)، پټه خزانه، احمدشاه بابا، پښتنې مېرمني، ملي سندري، د پښتو کلي، لغوي څېړني، د پښتو اصطلاحات او محاورې (۱۴) جلده. اوس به کوښښ کوم چي په پښتو تاسي ته ولیکم. تاسي مهرباني کوئ او وبخښئ چي د گرامر او د لغاتو او محاورو ډېر له ډېرو غلطونه به وکړم. رښتیا وايې چي د پښتو ژبي سره زیاته مینه لرم، لیکن د لیکلو او د ویلو آموخته نه یم، وړومبی تاسي ته د مهربانۍ مکتوب او د کتابونو په دواړو سترگو تشکر کوم. دغه کتابونه راته ډېر اهم او مفید دي او ډېر ارمان لرم چي هغه نور کتابونه (ملي هنداره، و. غ) ولولم که ستاسي مهرباني وي. له ټولو څخه مي پټه خزانه او پښتانه شعراء ډېر خوښ وو، آفرین چي تاسي د قدیمو دورونو دومره گرانمایې نسخې او اهم آثار د پښتو ژبي او د پښتو ادب د خپل ملت او ټولو مستشرقانو د نړۍ دپاره موندلي او رڼا ته راوړي دي.»
وروسته ښاغلي استاد مارگن سټیرن ځیني پوښتني کوي، چي لاندي پوښتني او د هغو ځوابونه لیکل کېږي:
۱. په پټه خزانه کي (مخ ۱۷ لیکه ۱۶) لیکلي شوي دي: «که یون دی یون دی – مخکی بلېتون، له کسې غره څخه، ځي خرښبون دی» نو بلېتون د بېلتون قدیم تلفظ دئ یا بېلتون دئ» ولولو؟ پنځه سپڼه (سلیبل) په کار دي. «ځي … دی» ښه نه پوهېږم. «ځي خرښبون دی» هم فقط څلور سپڼه لري او راته ښکاري چي پنځه په کار دي؟
ځواب: لکه ښاغلي استاد چي کښلي دي، متأسفانه (مخکي بېلتون دی) په کتاب کي غلط چاپ سوی دئ، بلېتون غلط او بېلتون صحیح دئ او (یو (دئ) هم لري چي د شعر وزن او سلایبونه پوره کوي او پنځه کېږي. اما «ځي خرښبون دی) هم پنځه سپڼه لري او داسي تقطیع کېږي: (۱) ځي، (۲) خه، (۳) رښ، (۴) بون، (۵) دی. اما د معنی له پلوه باید داسي وویل سي: خرښبون دئ چي ځي یعني سفر او بېلتون کوي.
خرښبون د پښتو ژبي یو (عَلَم)[1] او نوم دئ، چي د پښتنو په اسماء الرجال کي شهرت لري.
اما (بېلتون) له دوو اجزاوو څخه مرکب دئ، لومړی جزو (بېل) دئ یعني جدا، دوهم (تون) چي د اسم معنی له اداتو څخه دئ او جمعاً د جدایۍ او فراق معنا لري.
۲. پوښتنه: مخ ۱۹، لیکه ۶: «بېلتانه ناره» (صیحة فراق) نه «د بېلتانه» نو دا قدیمه محاوره ده؟
ځواب: اصلاً باید اضافي (د) ولري، مگر کله کله دا اضافي (د) په شعر کي حذفېږي او کله چي یو اضافي ترکیب د (علم) په ډول مستعمل سي، هم اضافي (د) له سره څخه هیسته کېږي، مثلاً: پښتون خوا چي اصلاً باید د پښتون خوا یعني د پښتانه مملکت او طرف وي. یا پښتون کوټ چي اصلاً (د پښتون کوټ) وو او دالونه حذف سوي دي.
۳. پوښتنه: ۱۹ مخ لیکه ۸: کئ څه تلفظ لري؟
ځواب: کئ د کاف په زورکي د (کول) له مصدر امر حاضر دئ، د جمع له پاره. ځکه چي کاف زورکی لري، نو (ی) درنه ده، لکه په مړۍ او ډوډۍ کي چي ده، یا په وخورئ، وکړئ کي.
۴. پوښتنه: مخ ۵۹ لیکه ۹: «د درهم د خاوندان» دویم (د) صحیح دئ که نه؟ فقط دوولس سپڼه په کار دي او «د خاوندان» (نه «د خاوندانو») درست نه ښکاري.
ځواب: ښاغلی استاد ښې غلطۍ ته ملتفت سوی دئ او (د درهم د خاوندان) غلط، بلکي (د درهم خاوندان) صحیح دئ چي د بیت دواړو مسریو سپڼونه دوولس کېږي.
تر دې پوښتنو رووسته ښاغلی استاد لیکي:
«د خیرالبیان څو نوري پارچې راڅخه شته، چي په انډین انټکوري نه دي چاپ شوي، هر وخت چي فرصت مي وي، له ډېري خوښې سره به ئې تاسي ته درولېږم، افسوس دئ چي راته معلوم نه دي، چي د خیرالبیان هغه نسخه چي په لنډن مي لیدلې وه اوس به چرته یا چا سره وي، ځما گمان وه چي سر ډنیسون راس رئیس د مکتب د مشرق د ژبو وه، اوس هغه مړ شوی دی. ما له اوسني رئیس د مکتب څخه پوښتنه وکړله، لیکن څرگندېږي چی هغه نسخه د بل صاحب مال وه، او معلوم نه دئ چي هغه څوک دئ؟ له سر ډنیسون راس سره خالي د عاریتي په شان وه، هغه وخت چي ئې هغه نسخه راته وښووله.»
دا و ود ښاغلي مارگن سټيرن مکتوب چي په پښتو ژبه ئې لیکلی دئ او موږ کټ مټ نشر کړ او د ده د پوښتنو ځواب مو هم ووایه. پښتو ټولنه هیله لري چي دا ښاغلی پوهنوال ژر تر ژره د خیرالبیان پارچې موږ له راولېږي، ځکه د پښتو د ادبي تاریخ په لیکلواو تحقیق کي هغه پارچې موږ له خورا قیمتي دي، او د خیرالبیان نسخه ځکه چي نسته نو دغه څو ټوټې ئې هم یو گرانبها ادبي غنیمت دئ.
په پای کي د ښاغلي استاد له هغه زیاره تشکر کوو کوم چي دوی ئې د پښتو په تحقیقاتو کي باسي.”
تر دې وروسته ئې د مرحوم ابوالوفاء افغاني ( ۱۸۹۰ـ ۱۹۷۵ع) څخه د پیرمحمد کاکړ د خطي دېوان د رالېږلو له اسیته مننه کړې ده چي د مجلې د لیکني دا برخه ئې ما (هوتک) را اخیستې نه ده.
پر دغه لیک باندي زما لومړۍ تبصره د پټي خزانې په باب ده چي جارج مارگنسترنې د هغې د نشر له اسیته علامه حبیبي ته ” آفرین ویلی دئ او لیکلي ئې دي ” … له ټولو څخه مي پټه خزانه او پښتانه شعراء ډېر خوښ وو، آفرین چي تاسي د قدیمو دورونو دومره گرانمایې نسخې او اَهَم آثار د پښتو ژبي او د پښتو ادب د خپل ملت او ټولو مستشرقانو د نړۍ دپاره موندلي او رڼا ته راوړي دي.”
ښاغلو لوستونکو ته به څرگنده وي چي د پټي خزانې د اصالت مخالفین تر هر څه دمخه د جارج مارگنسترنې پر لیکنو استناد کوي. ما او ددې اورشو نورو څېړونکو ته دا خبره معلومه ده چي د پټي خزانې په باب د جارج مارگنسترنې دریځ نه مطلق تاییدي وو او نه هم مطلق تردیدي. له دې لیک څخه څرگنده ده چي د کتاب تر لومړي وار لوستلو وروسته هغه ته د” آفرین” ویلو او ستایني وړ ایسېدلی دئ. تر دغه لیک یو کال ترمخه ( په ۱۳۲۴ش) کي چي کابل ته راغلی وو ، د علامه حبیبي د پوښتني په جواب کي ئې ورته ویلي ول :” ژباړه : په پښتو ژبه کي زما مطالعه او تحقیق دې اندازې ته رسېدلی نه دئ چي ددغي ژبي د ادبیاتو، شعري سبکونو او د تحول د پړاوونو په باب نظر ور کړم.”[2]
تر دې یادونو پنځلس کاله وروسته ( په ۱۹۶۰ع کي) ئې په اسلامي دایرة المعارف ، دوهم چاپ، ۱/ ۲۲۰مخ کي د پښتو زړو آثارو په باب ولیکل چي ” ژباړه : … عبدالحي حبیبي … په ۱۹۴۴ م کال د محمد هوتک کتاب پټه خزانه خپور کړ او دا د مولف له زمانې څخه تر اتم میلادي قرن پوري د پښتو شاعرانو یوه تذکره ده چي د ژبپوهني او تاریخ ډېر ژور پرابلمونه ئې منځ ته راوړي دي … او محمد هوتک چي د پښتو د ډېر پخواني شعر وخت ټاکلی دئ، د شک وړ دئ ….”[3]
ددې څرگندونو جواب ئې علامه حبیبي د پټي خزانې په دریم چاپ کي وکیښ چي راوړل ئې زما ددې لیکني تر موضوع وتلې خبره ده.
تر دې یادوني اته کاله وروسته ئې د ایټالوي ختیځپوه بوساني په کتاب ( د پاکستان او افغانستان ادبیات)کي یو لیک خپور سو او په هغه کي ئې لیکلي دي :” ژباړه : دا به ډېره بېځایه وي چي پټه خزانه دي د حبیبي او یا محمد هوتک خپلځاني را ایستنه وگڼل شي، خو کېدای شي د یو لړ شعري بېلگو تاریخونه ادل بدل شوي وي، که نه هسي خو په دې کي شک نشته چي دغې پټي گنجېنې به د پښتو ادب خورا زړه پانگه د زمانې له تاړاکه را ژغورلې اوسي ….”[4]
بوساني ته د لیک دغه برخه ښاغلي پوهاند دکتور زیار صاحب په پښتو مجله ( ۱۹۷۸ع کال، منی) کي په الماني ژبه هم خپره کړې ده.
له دې یادونو څخه مي مطلب دادئ چي د مارگنسترنې ددې حاضر لیک له متن او د هغه له نورو څرگندونو څخه ثابتېږي چي نوموړی د پټي خزانې د اصلیت په باب شک نه لري خو د ځینو نېټو په باب ئې ملاحظات بیان کړي دي او دا هغه دریځ دئ چي ما (م.هوتک) هر وخت پخپلو لیکنو او ویناوو کي ټینگار پر کړی دئ په دې معنا چي د پټي خزانې موجودیت جعلي نه دئ خو په متن کي ئې راغلي مطالب نقد غواړي.
زما دوهمه تبصره د لیک پر هغي برخه باندي ده چي وایي :
«د خیرالبیان څو نوري پارچې راڅخه شته، چي په انډین انټکوري نه دي چاپ شوي، هر وخت چي فرصت مي وي، له ډېري خوښې سره به ئې تاسي ته درولېږم، افسوس دئ چي راته معلوم نه دي، چي د خیرالبیان هغه نسخه چي په لنډن مي لیدلې وه اوس به چرته یا چا سره وي، ځما گمان وه چي سر ډنیسون راس رئیس د مکتب د مشرق د ژبو وه، اوس هغه مړ شوی دی. ما له اوسني رئیس د مکتب څخه پوښتنه وکړله، لیکن څرگندېږي چی هغه نسخه د بل صاحب مال وه، او معلوم نه دئ چي هغه څوک دئ؟ له سر ډنیسون راس سره خالي د عاریتي په شان وه، هغه وخت چي ئې هغه نسخه راته وښووله.»
د خیرالبیان په باب د جارج مارگنسترنې لومړۍ درنه تحقیقي لیکنه د (New Indian Antiquary) مجلې د ۱۹۳۹ع کال د نومبر په گڼه ۵۶۶ ــ ۵۷۴مخونوکي چاپ سوې وه چي ما ئې یادونه او د یوې برخي ژباړه د بشپړ خیرالبیان په ۲۲ مخ او د خیرالبیان د پښتو برخي په ۱۹ ــ ۲۱ مخونو کي راوړې ده. په دې لیکنه کي مارگنسترنې د خیرالبیان دغه نسخه د سر اډوارډ ډینیسن راس شخصي ملکیت بللی وو، خو په دې حاضر لیک کي ئې کښلي دي چي دا نسخه ډینیسن راس ته بل چا په عاریت ورکړې وه. گویا د نسخې اصلي څښتن ډینیسن راس نه وو، بلکي کوم بل څوک وو. دغي خبري ته زموږ محققینو هیچیري اشاره قدر هم نه ده کړې. دا خبره چي د نسخې اصلي څښتن څوک وو، تر اوسه پوري لاینحله پاته ده.
د خیرالبیان دغه نسخه د ارواښاد مولانا عبدالقادر ( ۱۹۰۵ــ ۱۹۶۹ع) له خوا په ۱۹۵۹ع کال کشف او وروسته په پېښور او کابل کي چاپ سوې ده او یوه بله نسخه ئې چي ښاغلي سرمحقق زلمي هیواد مل د هندوستان په سالارجنگ موزیم کي موندلې وه،ما (هوتک) له لومړنۍ نسخې سره تر مقابلې وروسته په ۱۳۹۶ش = ۲۰۱۷ ع کال د علامه رشاد خپرندویي ټولني ــ کندهار له لاري چاپ کړې ده . دغه چاپ په څلورو ژبو ( پښتو، پارسي، عربي، هندي) بشپړ متن دئ. پښتو برخه ئې ما تر دغه چاپ وروسته په جلا ډول د علامه رشاد له لغتنامې سره یو ځای چاپ کړه. دا برخه ئې هم علامه رشاد خپرندویي ټولني په فوق العاده ښه قطع او صحافت چاپ کړه.
د ۲۰۲۰ع کال په جولای کي په اسلام آباد کي د علامه اقبال پوهنتون د ژبو له څانگي څخه ښاغلي ډاکټرعبدالله جان عابد په یوه پیغام کي راته ولیکل :
” سلامونه او احترامات
سلامتیا مو د لوی خدای نه غواړم
د هندي ژبې یو ماهر چې زما دوست او لارښود دی، هغه مې ستاسو د خیرالبیان هندۍ برخې کتلو او سمولو له پاره راضي کړی دی ـ که تاسو د خیرالبیان صرف هندۍ برخې د whatsapp یا ايمېل له لارې وقفې وقفې سره رالېږئ، نو هغې سره به ئې هغه گوري او سموي به یې. دغه شان چي تاسو خیرالبیان دوباره چاپ کوئ نو دا سمه شوې هندي برخه به پکې شامله کړئ ـ ما د خپلي رائي نه خبر کړئ.
په درنښت
ډاکټر عبدالله جان عابد”
ما د همدغه ۲۰۲۰ع کال په اگسټ کي له ښاغلو حبیب الله رفیع او ډاکټر عبدالخالق رشیدڅخه ددغه کار په باب تر مشورې او تایید وروسته هندۍ برخه د وټس اپ له لاري ډاکټر عبدالله جان عابد ته ورولېږله او د هغوی له خوا ئې د رسېدلو شفاهي پیغام هم راورسېد.
تر دې وروسته مي ددې یوه کال په موده کي له دوی څخه د څو پلا یادوني او د نورو دوستانو له خوا د احوال لېږلو له لاري د کار د پرمختگ پوښتنه کړې ده، خو ددوی جواب مي موندلی نه دئ. هیله من یم چي ددغي هندۍ برخي د سمون چاري ئې د محترم عابد صاحب په سپارښتنه د هندي ژبي د کوم ماهر له خوا بشپړي سي.
چي خبري راغونډي کړم، د جارج مارگنسترنې دغه لیک یو تاریخي دستاوېز دئ او ما د محققینو له پاره د پښتو ژبي او ادب تاریخ په څېړنو کي د استفادې په نیامت له لنډو تبصرو سره بیا خپور کړ.
آشاوا ــ کاناډا
د جولای ۲۹مه ۲۰۲۱ع
[1] علم ( د عین او لام په زوَر) هغه نامه ته وایي چي نر یا ښځه او ځایونه په هغه سره مشهور سوي وي ( م . هوتک)
[2] پټه خزانه، دریم چاپ ته د پوهاند عبدالحي حبیبي مقدمه، ۳مخ، کابل، ۱۳۵۴ش
[3] پټه خزانه، هماغه چاپ ، ۳ ــ ۴ مخونه
[4] زیار ، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، ۱۳۸ مخ ، ۲۰۰۱ع