جمعه, جنوري 23, 2026
Homeخبرونهنبيل: افغانان د خليلزاد د نيابتي سولې لوړه بيه ورکوي

نبيل: افغانان د خليلزاد د نيابتي سولې لوړه بيه ورکوي

تاند(شنبه، اسد٩) – د ملي امنیت پخوانى مشر رحمت الله نبیل وايي، افغانان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نيابتي سولې لوړه بيه ورکوي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “د ډاکټر خلیلزاد د دوحې د تړون نتیجه! له بده مرغه، افغانان د ډاکټر خلیلزاد د ‘نيابتي سولې’ ډېره لوړه بيه ورکوي.”

نبيل وخت نا وخته د افغانستان د روانې جګړې په اړه نظر څرګندوي.

تېره اوونۍ يې ويلي و، که افغان حکومت د سپين بولدک ولسوالۍ ژر بېرته ونه نيسي نو زرګونه وسله وال به له ډيورنډ کرښې افغانستان ته راواوړي او دلته به روانو جګړو کې برخه واخلي.

نبيل داسې مهال خلیلزاد په اړه څرګندونې کوي چې په قطر کې د سولې د راوستو تړون په لاسلیک سره افغان حکومت له پنځه زره زيات طالب بندیان خوشې کړل چې د حکومت په وينا دا مهال بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي او عملاً د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره داستاد شپون او جهاني پل تود و، استاد عبدالله بختانی او د غزل ستوری محمد...