جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېاسلاممنافقت/ جانباز جرار

منافقت/ جانباز جرار

منافقین د دارالاسلام او دارالکفر تر منځ یوه مضره کړۍ ده، چي ټولني ته ډېره سخته صدمه رسوي.

پوښتنه دا ده چي اصلاً خو اسلام د امن او ارامۍ دین دی، نو بیا په زیاتره دا نورو کفري نظامو کي سوله، ارامي، پرمختګ، بشر دوستي او د ژوند مهم سهولتونه له کومه سول؟ هغه څنګه د هوسا او ارام ژوند خاوندان سول؟

جواب به شاید سخت یا ساده وي خو زموږ د ټولنیز شعور له ګراف او معمول سره سم اکثره وخت خبره دا وي، چي د کفارو خو همدا دنیا وي (!)

که د کفارو همدا دنیا وي نو بیا پوښتنه دا ده چي اسلام د سولي، امن، ترقۍ، اتحاد او خوښۍ دین نه دی؟

د اسلامي فلسفې نتیجه د انسانانو د دنیوي او اخروي ژوند د نیکمرغۍ لپاره نه ده راغلې؟

که دا هر څه ته څوک نه ووایي، بیا خو یې نو رښتیا هم الله ج په زړه مهر لګولی او که جواب هو وي نو بیا ولي موږ په یوه اسلامي ټولنه کي د کفري ټولني برعکس په عذاب، ورور وژنه، نفاق، نفرت او نا امني کي خپل ژوند له لاسه ورکوو؟ ولي په مسلسلو اسلامي نظامو کي لا بې نظمه یو؟ ولي لا د ژوند له عادي سهلتونو او مزیاوو څخه بې برخي یو؟ ولي لا اسلامي نظامونه د کفري ځواک پر فاډو چلوو؟

نپوهیږم چي تاسو ته به زما پوښتني څنګه ایسي، خو ما ته د لاشعوري سیاست د ګټو کرغیړنه لوبه ښکاري او په خپل ټول محل کي د منافقت له اکثریت علامو، څهرو او ډلو سره مي ذهن همیشه لاس او ګریوان وي، که څه هم دوی ته د قهار ذات دردناکه عذابونه انتظار باسي، ځکه د دوی په خوله یوه او په زړه بله وي، ظاهر او باطن یې سره په ټکر کي وي، همیشه درواغ وایي، منافق رښتیا هم د رښتیا ویلو توفق نه لري او درواغ د منافقت یوه لویه سرچینه ده، په درواغو سره ږیره پرېښودل، په درواغو سره د الله ج ذکر کول (ریاکاري)، په درواغو سره وعده ورکول، په درواغو سره د دین او ایمان دعوه کول، په درواغو سره خلګ خطا ایستل او مخته تلل د منافقینو پیشه وي، دوی اکثریتو خپل رذالت ته نقابونه او لفظونه جوړ کړي، دوی ناپوه او فساد کوونکي دي، مګر په خپله ناپوهي او فساد باندي شعور او پوهه نه لري، دوی نفاق او تفرقه اچونکي انسانان دي، دوی متعصبین او تبعض کوونکي دي، د دوی چي هر څومره قدرت ډیریږي هغومره یې زیان زیاتیږي، د دوی رتبو او مرتبو ته مه خوشحالیږئ، له دوی نه د اتفاق او جوړولو  تمه مه لرئ، الله ج به دوی ته د نفاق چلووني په خاطر د درواغو په پرتله زیاته سزا ورکړي، د دوی د پیژندني او نورو ناوړه صفاتو په هکله قران پاک او د قران پاک اول سیپاره بشپړه وضاحت لري، دوی ته دي په دې دنیا لا خدای سزا ورکړي! په هغه دنیا خو یې هسي هم د عذاب ورکووني وعده سوې « وَلهُم عَذَابٌ اَلیِمٌ بِمَا کَانُوا یَکذِبُون…»

که اسلامي ټولني له منافقینو خلاصي سي، بیا به موږ د امن، نیکمرغۍ او خوشحالۍ له پاره  د کفري نظامو او کفري ممالکو مثالونه نه راوړو، بیا به د خپل سر د خوندیتوب، ژوندي پاته کېدو او حتی ښه ژوند کولو له پاره هلته پنا نه وړو، ځکه اسلام ډېر بشپړه کامل او شامل دین دی.

مګر منافقین رښتیا هم  په خپله ناپوهي نپوهیږي ، دوی د بې ثباته او فنا کېدونکي اغراضو په خاطر هم خپل دین و دنیا خطا کړل هم د نورو…

رحمن بابا فرمایي:

واړه بې وقوف دي چي څوک دین په دنیا پلوريه

چیرته پنځه ورځي چیرته عمر جاویدان

ج ـ جرار د ۱۴۰۰ل کال د زمري میاشت

کندهار – افغانستان

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورورک جانباز حرار د مسلمانانو د ټولنو د نښې منځ ویشتلی دی!(المنافقین والمنافقات) …
    علامه سید جمال الدین افغان یونیم سل کاله مخکې فرمایلي و:” د نړۍ شرق کښې مې تش په نامه مسلمانان ومیندل مګر د حقيقي اسلام نه بې برخې ول بر عکس په غربي نړۍ کښې ډېري اسلامي قوانین عملي کېږي ،که څه هم وګړي ځان مسلمانان نه بولي !!”.
    اوس چې د نړۍ شرق-غرب- شمال-جنوب له پخوا څخه ډیره سره په ټکنالوژۍ ، کلتورونو او ژبو سره نېژدې شوې ‘ مګر زمونږ اکثر سیاسیون؟؟؟؛ نخبه ګان!!،ځينې مشران اوځينې چړي ملایان او چي-جاه-دین-آن !!!! ډېري د همهاغه د بقرې سورت دوهمې رکوع (صمُُ بکمُُ عمیُُ فهم لا یرجعون ) او د نورو آیتونو مصداق دي .
    حدیث د محمد ص.ا.س. دی چې منافق درې نښې لري “۱-خبرو کې درواغ ډیر وايي ،۲-امانت کښې خیانت کوي او ۳-وعده خلاف وي ”
    ( اسلام در اصل خود ندارد عیبې *** هر عیبې که هست در مسلماني ې ماست!!!)

  2. مننه ډاکتر صاحب صافی!
    رښتیا په موږ کي له بده مرغه هغه کسان چي د رسۍ سر یې په لاس کي دی، کاڼه، ړانده او ګونکیان دي، ځکه خو یې ټولنه ناخبره، محرومه او ناپوه ساتلې، بله خبره دا چي افراطي ډلو بیا د اسلام مبارک دین دومره سخت کړی چي خلګ یي خوا توري کړي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب