Homeخبرونهد ولسمشر غني او سیاسي مشرانو غونډه؛ پر سولې او ارزښتونو ټینګار...

د ولسمشر غني او سیاسي مشرانو غونډه؛ پر سولې او ارزښتونو ټینګار وشو

تاند (شنبه د اسد ۹مه ) له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر اشرف غني په مشورتي غونډه کې د جګړې پر ختمولو او په اساسي قانون کې د تسجیل شویو ارزښتونو پر دفاع ټينګار شوی دی.

ددغې غونډه په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې :« د افغانستان د خلکو، ارضي تمامیت ، نوامیسو ، ملي بنسټونو ، گډو ارزښتونو ، د ښځو حقونو او نورو هغو حقونو او آزادیو دفاع چې په اساسي قانون کې تسجيل شوي ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت دی او د هر ډول تعرض پر وړاندې به د دې ارزښتونو دفاع کوي»

په دې غونډه کې سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار شوی او په دې برخه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د ترهګریزو بریدونو او تیریو پر وړاندې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوانو د مبارزې ستاینه شوې ده.

اعلامیه زیاتوي:د تروریستي بریدونو او تجاوزونو په مقابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا او د ولس ملي بسیچ دستایلو دی . د افغانستان سیاسي او جهادي مشران د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشروع دفاع او د دوی په ملاتړ د افغان ولس د بسیج نه یوازې درناوی کوي ، بلکې په ټول قوت به افغانانو د دفاع لپاره به د خلکو د لا ډېر بسیج لپاره هلې ځلې وکړي.

تر دې وړاندې پر افغان حکومت یوه نیوکه دا وه چې د ملي اجماع په برخه کې یې هڅې پڅې دي او په ګډه د یوه واحد دریځ په نیولو کې پاتې راغلی دی، خو اوس داسې ښکاري چې افغان حکومت د جمهوریت لوري د دریځ د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړې او اوسمهال د ملي روغې جوړې د عالي شورا او ارګ ماڼۍ دریځ یو دی.

په دې غونډه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سربېره جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د کندهار پخواني امنیته قوماندان جنرال تادین خان او د حکومت له اډانې بهر ګڼو نورو مخورو ګډون درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...