چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهننګرهار ته د ولسمشر په حکم ۲۰ جنراتورونه راورسېدل

ننګرهار ته د ولسمشر په حکم ۲۰ جنراتورونه راورسېدل

تاند ( شنبه، د اسد ۹) د ولسمشر په حکم ننګرهار ولايت ته د ۱۰.۵ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا د توليد ۲۰ جنراتورونه را ورسېدل.

د يادو جنراتورونو سپارلو پر مهال د ولايت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د برېښنا رياست مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، څو له دې جنراتورونو څخه جلال اباد ښاريانو ته د برېښنا په ورکړه کې کار واخلي.

په ورته وخت کې د برېښنا رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دا شل جنراتورونه د ۱۰ نيم ميګاواټه برېښنا تولید ظرفيت لري.

ښاغلي فقیرزي زياته کړه چې د دې په فعالولو سره به د دې ولايت د برېښنا کچه ۱۱۵.۵ ميګاواټه ته لوړه شي.

نوموړی وایي، چې له مرکز څخه يې دې جنراتورونو ته د تېلو غوښتنه هم کړې او ډاډ ورکړل شوی  دی.

د برېښنا رئيس وایي، چې د جنراتورونو او توليدي برېښنا څخه به له يو ځاې کېدو وروسته په عادي او بېړنيو حالاتو کې ګټه واخیستل شي.

د برېښنا رئیس غلام حیدر فقیرزی وایي له دې سره سره به ډېر ژر دې ولايت ته له ارغندي څخه هم ۳۲۰ ميګاواټه برېښنا راشي.

ننګرهار د اوړي په موسم کې د هېواد په کچه یو له ګرمو ولایتونو څخه دی، چې اوسېدونکي یې د اوړي په موسم د برېښنا له پرچاوۍ ګڼ شکایتونه لري.

دوی هیله لري، چې په دې سره به د دې ولایت د برېښنا ستونزې یو څه حل شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب