Homeسپورتافغان لوبغاړو د توکیو المپیک لوبو کې هېڅ بریا نه درلوده

افغان لوبغاړو د توکیو المپیک لوبو کې هېڅ بریا نه درلوده

تاند (شنبه، د اسد۹) د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو کې د افغان ورزشکارانو سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېده.

افغانستان په دې لوبوکې ۵ استازي درلودل، خو یوه هم بریا خپله نکړه او تش لاس هېواد ته راستانه شول.

افغان لوبغاړو سره له دې، چې هڅې هم وکړې خو بریالي نه شول.

چین بیا د سرو زرو د ۱۹ مډالونو په ګټلو سره د جدول په لومړي سر کې ځای لري.

جاپان چې د دې لوبو کوربتوب په غاړه لري تر دې دمه د سرو زرو ۱۷ مډالونه ګټلي دي او دوهم ځای کې قرار لري.

امریکا متحده ایالت به د ۱۴ مډالونو په ګټلو سره په دريم ځای کې قرار لري.

دا سیالۍ د اګسټ میاشتې تر ۸ مې نېټې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...