چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو د نورستان سيلاب ځپلې سيمې ته د مرستندويو ډلو د ورتګ...

طالبانو د نورستان سيلاب ځپلې سيمې ته د مرستندويو ډلو د ورتګ مخه نيولې ده

تاند ( شنبه د اسد ۹ مه) د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ ته د مرستندویانو له ورتګ سره د طالبانو مخالفت سیلاب ځپلو ته د مرستو د رسولو او د جسدونو د لټون چارې ټکنۍ کړې دي.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی اسمعیل اتیکان وایي چې طالبان سیمې ته د دولتي ځواکونو او مرستندویو بنسټونو د ډلو له ورتګ سره مخالفت کوي. دده په وینا لاهم د لسګونه لادرکو کسانو برخلیک څرګند نه دی او د مړو د را اېستلو کار هم خورا پښه نیولی روان دی.

طبیعي پېښو ته د رسېده ګۍ په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې په دې پېښه کې تر دې مهاله ۱۱۳ تنو مړینه او د شاوخوا ۷۰ نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.، خو دغه وزارت اندېښنه دا ده چې لسګونه کسان لاهم لادرکه دي چې په دې سره به د پېښې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د چهارشنبې په شپه سیلابونه راغلل او دغه ناورین یې رامنځته کړ.
په دې پېښه کې شاوخوا ۱۷۰ کورونه وران شوي دي.

بل خوا د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دولتي ځواکونو او هغو مرستندویانو ته به سیلاب ځپلې سیمې ته د ورتګ اجازه ورنه کړي چې وسله ورسره وي.

ځايي چارواکي وایي چې که سیمې ته ژر مرستندویې ډلې ونه رسېږي، ددې پېښې تلفات به نور هم زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب