سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونههرات کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي برید کې ۲۰۰ طالبانو...

هرات کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي برید کې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه د اسد ۹) د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت مرکز او مرکز ته په نژدې ولسوالیو باندې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته بهرنیو ځواکونو نن په طالبانو هوايي بریدونه کړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې د نړیوالو ځواکونو A-29 او B-52 الوتکو د هرات د انجیل او ګذره په ولسوالیو کې بریدونه کړي او شاوخوا یې ۲۰۰ وسله وال طالبان وژلي او ژوبل کړي‌ دي.

د افغان چارواکو په خبره طالبانو په یو شمېر سیمو کې په ښارونو او ولسوالیو باندې خپل بریدونه زیات کړي چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.

بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو ځنډ وروسته پر لویو ښارونو د طالبانو حملو شدت موندلی، ‎خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې پر هرات، کندهار، لښګرګاه او تالقان ښارونو د طالبانو حملې په شا تمبولې دي.

‎د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن وویل، «افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو له بسیج شوېو ځواکونو په ملاتړ په هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو په ځانګړي توګه د دغو ښارونو په نږدې سیمو کې‌‌‌‌‌‌ طالبان له ماتې سره مخامخ کړي دي.»

ښاغلي امان وویل، افغان پوځ په یادو ولایتونو کې فعال حضور لري چې وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي زیاته کړه ډېر ژر به وضعیت ښه او د امنیتي او دفاعي ځواکو د تهاجمي عملیاتو په شدت به پراخې سیمې او اراضۍ د طالبانو له حضور پاکې شي.

‎د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو پرون جمعه/ د اسد ۸مه/ د هلمند، کندهار، هرات او تخار ولایتونو په نږدې سیمو حملې وکړې.

مخکې تردې ویل شوي و چې طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون پر بنسټ، دغې دلې ژمنه کړې چې په لویو ښارونو به حملې نه کوي، خو اوس د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا ژمنه د بین الافغاني خبرو لپاره د یوې اوونۍ په مخ وه او دا وخت پوره شوی دی.

په یو شمېر لویو ښارونو کې داسې مهال د طالبانو له خوا بریدونه ډېر شوی چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

که څه هم له لوی اختره مخکې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ لوړپوړي دولتي چارواکي هم په دوحه کې له طالب لوړ پوړي پلاوي سره خبرې وکړي، خو کومه نتیجه یې محسوس نه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب