جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د ګمرکونو په عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی

چارواکي: د ګمرکونو په عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی

تاند (شنبه د اسد ۹) د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د روان کال د سرطان میاشت کې د همدې کال د جوزا میاشتې په پرتله په ګمرکي عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وايي چې د افغانستان په شپږو مهمو مرزي ګمرکونو کې د طالبانو د کنټرول له امله د دوی فعالیتونه درېدلي او په عوایدو کې یې نږدې درې میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغه وزارت په جوزا میاشت کې ۷.۳ میلیارده افغانۍ عاید لرل خو په سرطان میاشت کې دغه کچه ۴.۶ میلیارد افغانیو ته راټیټه شوې ده.

راپورونه وايي اوسمهال د کندز شېرخان، د تخار ای خانم، د هرات اسلام کلا او تورغونډۍ، د فراه ابو نصر فارابي او د پکتیا ډنډ پټان بندرونه د طالبانو په ولکه کې دي، خو دغې ډلې تر اوسه له دې ګمرکونو د عوایدو د ترلاسه کولو په هکله څه نه دي ویلي.

که څه هم روان امنیتي وضعیت د خلکو اندېښنې زیاتې کړي خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو له بسیج شوېو ځواکونو په ملاتړ په هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو کې‌‌‌‌‌‌ طالبان له ماتې سره مخامخ کړي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن وویل، افغان پوځ په یادو ولایتونو کې فعال حضور لري چې وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

فواد امان زیاته کړه چې ډېر ژر به وضعیت ښه او د امنیتي او دفاعي ځواکو د تهاجمي عملیاتو په شدت به پراخې سیمې او اراضۍ د طالبانو له حضور پاکې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب