دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهچین وايي، له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوي

چین وايي، له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوي

تاند (شنبه د اسد ۹) په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله  سره په لیدنه کې یو ځل بیا له افغان سولې پر خپل بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.

د عبدالله عبدالله له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې وانګ یو وویل، دوی په دې باور دي چې جنګ حل لاره نه ده او د افغان ستونزې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

د چین سفیر ټینګار کړی دی چې هېواد یې د مذاکراتو د دوام، د سیاسي هوکړې، د یو ټول شموله حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوي.

نوموړي زیاته کړې، «موږ د مذاکراتو د دوام او د سیاسي هوکړې طرفدار یو. په افغانستان کې د یوه ټول شموله او معتدله اسلامي حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوو.»

وانګ یو دغه راز د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په ساتلو هم ټينګار کړی دی.

عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې چې افغان کشاله پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې کړی دی چې په کور دننه د ملي اجماع پياوړتیا او د نړیوالې ټولنې د همکاریو او همغږیو ډېرېدل د سولې لپاره د پام وړ مهم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب