شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپه لشکرګاه کې سخته جګړه روانه د، کومکي ځواک ورورسېد

په لشکرګاه کې سخته جګړه روانه د، کومکي ځواک ورورسېد

تاند(شنبه، د اسد ۸) د هلمند ولایت له مرکز لشکرګاه څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې په دې ښار کې نن د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د شاهدانو په وینا وسله والو طالبان د ورځې په پیل کې د ښار ګڼو سیمو ته په ننوتو بریالي شول خو وروسته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې سختې مرګ ژوبلې ورواړوي او له ګڼو سیمو طالبان شاتګ ته مجبوره شي.

په همدې حال کې له کابل څخه کومکي ځواک نن ماښام دغه ښار ته ورسېد.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس عطاالله افغان وايي چې افغان هوايي ځواک نن په لشکرګاه کې څو ځایه پر طالبانو بمبارۍ وکړې.

د افغان په وبنا هوايي ځواک پر یوه خصوصي روغتون، چې طالبانو پکې پناه اخیستې وه، هم بمباري وکړه چې په لړ کې یې لږترلږه یو ملکي او ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

په همدې حال کې په هلمند کې ایمرجنسي روغتون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا روغتون له ټپیانو ډک شوی او نورو ټپیانو او ناروغانو ته ځای نه لري.

د هلمند چارواکي له څو ورځو راهیسې د کومکي ځواک غوښتنه کوي خو نن وروسته له دې یو شمېر کومکي ځواکونه ورورسېدل چې لشکرګاه له بشپړ سقوط سره مخامخ شوه.

طالبانو له کلونو راهیسې د لشکرګاه د نیولو هڅې کړي خو نه دي بریالي شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب