شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeمقالېافغانستان د کورنۍ جګړې په درشل کې/ اکبر پیمان  

افغانستان د کورنۍ جګړې په درشل کې/ اکبر پیمان  

هیواد له معمول سره سم بیا هم له بحران سره مخ دی، نه له بحران سره یې مخ کړي دی. ماته یې ویلی و چې څه به نه لیکې خو نه کیږي زغم هم حد لري، زموږ د نه سړیتوب غوندي لا محدود نه دی. امریکایانو دا ملک  په ډاک پریښود او له بګرامه يې نیمه شپه ګډې بار کړي ،کوربانه چی سهار راویښ شول ځای وو جولا نه. همداسې په منډه راغلي وو او همداسې په منډه لاړل. خود به تلل د پلار کور خو یې نه وو. هیڅ پردی تل نه وي او ملک په پردو نه جوړیږي. 

د دوی له تګ سره سم د ولسوالیو نیول شروع شول، طالبانو په ډیره لڼده موده کي تر دوو سوو ډیرې ولسوالۍ ونیولې د ولایتونو مرکزونه یی محاصره کړل او تر ټولو حیرانوونکي خبره خو لا دا ده چي دا ټول ځایونه يې بې له جنګه ورته وسپارل او نر غوندي مړي سترګې ترې را وتښتیدل. د دې دومره لویو ماتو علت په څه کې دی؟ 

څوک امریکایان او د دوی ملګري ګرم بولي، څوک وایی د طالبانو په لیکو کي د پاکستان پوځ جنګیږي او څوک بیا وايي چې حکومت معامله کړې ده او غواړي په لویي لاس څو ولایتونه طالبانو ته وسپاري. نظرونه او تخمینونه ښه ډیر دي او هر څوک دې ماشوړې ته له یوه کونجه ګوري او له همدې ځایه خپل لیدلوری بیانوي. 

راځئ په ټولو به بحث وکړو او د هر لوري مسولیتونه به وڅیړو.

امریکایانو په دې جګړه ډیره لویه پانګونه وکړه (له ۲۰۰۱ کال وروسته)، په کور ناست او تسلیم شوي طالبان یی بیا راپورته کړل او په یو ډول نه یو ډول یی مجبور کړل چي بیرته د جګړو لیکو ته را وګرزي.   امریکا دلته د جنګ له پاره راغلې وه او د جنګ د تنور د ګرم ساتلو له پاره طالبانو ته سخته اړتیا وه ځکه د داعش پروژه لا هغه وخت نه وه بشپړه شوي. د طالبانو اکثره مشران چي د جګړې یوه اصلي لوبغاړي (پاکستان) ساتلي وو، په هیڅ صورت یې د جګړې توان او جرئت نه درلود یوازې یی غوښتل خپل سرونه په امان کړي خو دا کار د دوی د اختیار خبره نه وه ځکه امریکا او پاکستان د دوی له پاره ډیرې لويې پروژي ډیزاین کړي وې. د امریکا په بمباریو کي د بي ګنا خلکو بي ساري تلفات، د خلکو په کورونو ننوتل او د ښځو او ماشامانو وژل هغه پلان شوي عملونه  وو چي د جګړي د دوام له پاره  زښته زیات اړین وو. زموږ د خلکو عقیدي او عقدي، د بيسوادئ لوړه کچه او یو له بله د غچ اخستلو تندي د جګړي  د دوام له پاره ډیر ښه بستر وو او دی. د امریکایانو دا پالیسي چیرې چې  ډیره جګړه وي هلته ډیرې پیسی زموږ د ادعا د ثبوت یو لوي دلیل دی. زما ښه په یاد دي چي ۲۰۱۰ کال کې په هلمند یو امریکاېې موسسي وظیفه درلوده چې د ورځې یو میلیون امریکايي ډالره مصرف کړي. زما ښه په یاد دي چې همدې موسسې د هلمند  د ناوي د ولسوالئ له پاره چې هلته شپه او ورځ اوبه بهیږي په زرګونو د اوبو پمپونه (Water Pumps)د میلیونو ډالرو په ارزښت را نیولي وو.  په دي معنا چي فساد په افغانستان کي دوي رواج کړ، دوي زمینه ورته مساعده کړه او دوی زموږ خلک فاسد او رشوتخواره معارفي کړل. دا خطرناکه لوبه تر ننه هم روانه ده او  د دي لوبي پاي په نژدي راتلونکي کي د تصور وړ نه دی. د پیشو او موږک دي لوبي چې پاکستان او امریکا پیل کړي وه ډیر سرونه تر خاورو لاندي کړل او لا لګیا ده زموږ څخه د سرونو قیمت اخلي. امریکایانو په دي بسنه ونه کړل او طالبانو ته يي د دوحي د تړون په لاسلیک کولو سره نړیوال شهرت ورکړ هغوي یی دومره په ځان غره کړل چي اوس مځکي ته وايي برو. امریکایانو په دي ډول غوښتل چي غني د خپلو فرمیاشاتو منلو ته اړ کړي خو خبر نه وو چي غني داسي لیونئ دي چي نه خپل ګټه سنجوي او نه هم د نور زیان. په همدي لیونتوب خو يي افغانستان د تاریخ کندي ته ور ټیل واهه خیر په دي به وروسته بحث وکړو. د ناټو او امریکايې چارواکو ورستي څرګندونې چي که طالبان ځان اصلاح نه کړي نړیواله ټولنه به ورسره شراکت ونه کړي د دي ډلې له پاره یو بل شین څراغ او په ښکاره د دوي د بریا په رسمیت پیژندل دي. ځکه همدا امریکا او ناټو له طالبانو سره پوره شل کاله وجنګیدل او نن بیا ورته د شراکت اشاري ورکوي. خو زموږ خلک بیا هم سر نه خلاصوي او طالب لا تر اوسه په ځان نه پوهیږي چې د چا د پروژي د عملي کولو له پاره استعمالیږي؟ د ناټو امریکا او پاکستان د افغان وژني لوبه ډېر خطرناکه پړاو ته روانه ده او د کورنئ جګړوي دپیل خطر ډیر زیات جدي دی. دي خطرناکي لوبي د ترکيې او چین په شان هیوادنو مداخلي ته هم زمینه مساعده کړي ده. تر ټولو خطرناکه خبره خو لا د دي جګړي قومي کیدل دي چي ښه بیلګه یی په بولدک او هزاره جاتو کي ورستي غمیزي دي. د پخواني ولسمشر د دفتر ریس ښاغلي کریم خرم  له طلوع تلویزیون سره په یوه وروستئ مرکه کي دي خطرناکي لوبي ته په اشاري سره وویل چې یو خارجي ( چې ده یی نوم وانه خیست) له څو کلونو راهیسي د هیواد په ځیني برخو کي په خلکو وسلي ویشي. 

د افغانستان په وروستي غمیزه کي یوازي د خارجیانو ملامتول زموږ له اوږ څخه مسولیت نه سپکوي او موږ هم  د دي لوي غمیزي په رامنځ ته کولو کي برابر ښکیل یو. د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته ټول جګړه ماران، لوټماران، قاتیلین  او ولد زنا  د حکومت تر چتر لاندي را ټول شول او له خارجیانو سره یې د غلا د بوجئ خوله ونیوله. امریکایانو دا خلک همدومره لویان او ستر کړل لکه نن چي يي طالبان ستر کړي دي. خو دا ستروالي  د دوي د سر په بیه تمامیږي. 

څربوي مي قرباني لره پوهیږم- چې دي کړئ نن په ما باندي زړه سوې دی. (رحمان بابا).

دا ښکاره خبره ده چي طالبانو د خپل حکومت په دروان کي ډیر سخت ظلمونه کړي وو  او افغانستان يې په یوه منزوي هیواد بدل کړي وو. خو دي جګړه مارانو، لوټمارانو، قاتیلینو  او ولد زنا له تیر څخه هیڅ عبرت وانخیست او د طالب په نامه يي ډیر بي ګناه خلک ووژل، ډیر يي په زندان کي واچول او ډیر یې له ملک څخه فرار کړل. دوی د خلکو عنعناتو ته درناوي ونه کړ او د طالب، خلقی او پرچمي په پل یی بیا پل کیښود او هر کار يي په زور کاوه. زه یو بیګناه محصل پیژنم چي د طالبانو سره د ارتباط په تور يي د بګرام زندان ته اچولي او کلونه يې په زندان کی تیر کړل. د دي محصل کورني یو ساده نوکیا موبایل (سنګ پاي) په زندان کي خپل ورور ته ور ولیږه. د دی موبایل قیمت په بازار کي ۵۰۰ افغاني دی خو په زندان کي دا وموبایل دي بیچاره خلکو ته په ۸۰۰۰۰ افغاني تمام شو. اوس تاسی خپله حساب ورته ورکړي چي دا ډول بندیان به څومره  وو چي چارواکو به هره یوه څخه څو پیسي اخستي وي.  دا جګړه تیاره شیري غوا ده او بندیدل یې د ډیرو خلکو د عاید سرچینه بندوي ځکه خو یې بندیدو ته نه پریږدي. 

څو مي شته د عشق خواري هومره ښادي ده- که می ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم

لکه څنګه چي مخکي یادونه وشوه دي کارونو چي  د خارخیانو د پروژو یوه مهمه اجنډا وه د خلکو نفرت او له دولت څخه واټن نیولو ته لاره هواره کړه. دي خلکو د ۱۹۹۰-۱۹۹۵ کلونو جنایات بیا هم ټکي په ټکي تکرار کړل. پخواني ولسمشردخپل قدرت په وخت کي- په ښکاره خلکو ته وویل چې چور وکړي. دا چاري په غیر مستقیمه توګه د طالبانو قوي کولو او هغوي ته د خلکو ورماتولو یو لوي کمپاین وو. 

دي خلکو په دي ټولو بد نامیو اکتفا ونه کړه  او پر دي سربیره يې  د ډیموکراسئ تر ټولو مهم رکن (انتخابات) یی هم بدنام کړ. د ښاغلیو غني او عبد الله تر منځ د جمهوري ریاست  د دواړو انتخاتو بد نامه کول او په میاشتو میاشتو  د ټاکنو د پایلو ځنډیدل د نظام په پښو د تبر یو بل لوي ګذار وو. په دولت کي فساد د طالبانو د قوي کیدو تر ټولو لوي عامل بلل کیږي  او په تیرو شلو کلونو کي د دولت له ټولو پروژو څخه طالبانو ته تر لس فیصده  پوري ونډه ورکول کیده چي دا د طالبانو د عایداتو یوه ممهه شرچینه شمیرل کیږي. د عسکر له ډوډي، اوبو،تیلو او حتی له وسلو څخه غلا په حکومت کي په عادي  رواج بدل شوي دي. اوسنيو حالاتو  دا غلا او چور نور هم برملا کړ. په ولایتونو کي د نظامی تشکیل نیمایی پرسونل هم نه دي موجود. د دي خیالئ پرسونل معاشونه د فاسدو چارواکو جیبونو ته لویږي. د پارلمان له وکیله نیولي بیا د یو ټولي تر قوماندان پوري ټول په دي غلا او چور کي شامل دي. اوسنیو حالاتو په نظامي برخه کي د سیاسینو او په ځانګړي توګه د پارلمان له لاس وهنو پرده پورته کړه. په ولایتونو کي زیاتره نظامي چارواکي د همدي وکیلانو او سیاسینو خپلوان دي، د ښاغلي صالح او نایبزاده وروستي ناندريو له دي بدنامیو پرده پورته کړه. خو زموږ عسکر د قرباني د ګډ په شان هره ورځ قرباني کیږي او تر مرګه وروسته یی د کونډي میرمني، بوري مور او یتمو بچیان پوښتنه هیڅوک هم نه کوي. د حکومت چارواکو تر منځ تربورګلوي، قومي، سیاسي او ګوندي اختلافاتو د نظام ملا ور ماته کړه هغه نظام چي د میلیونونو انسانانو د سرونو په قیمت رامنځ ته شوی دی. له دو سوو څخه د ډیرو ولسوالیو سقوط هم د همدي ناندریو او سیاسی مداخلاتو نتیجه ده. دا خبره سمه ده چي د امریکایانو یو ناڅاپه وتلو په نظامي برخه کي ګډوډي رامنځته کړه خو اصلی علت يي دا وو چي نظامیان نظر حکومت ته هغو کسانو ته زیات وفاداره وو چي دوي یې مقرر کړي دي او ګټي ورسره شریکي دي. دا یوازي جغرافیه نه وه چي په لوي لاس طالبانو ته تسلیم شوه بلکه طالبانو  د دي ولسوالیو سره یو ځاي په زیاته اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه کړل. زما په نظر هیڅ هیواد  ( د پاکستان په شمول) او ډلي به  طالبان دومره نه قوي کړي لکه خپله دولت چي قوي کړل. د ښاغلي او پخوانیو لوټمارو تر منځ د چوکیو د ویش په سر اختلاف، د الکترونیکي تذکرو د ویش جنجال، فدرالي حکومت غوښتنو او ډلبازیو د نني له کنتروله وتلي وضعیت یو عوامل شمیرلاي شو. 

د ښاغلي غني او پخوانیو ټوپکمارو تر منځ ناندریو او د دي ښاغلي د جمهوري ریاست په دواړو دورو کي د کابیني د وزیرانو نه پوره کیدل او د سرپرستانو په واسطه د چارو مدیریت هم د نظام په کمزوري کي مهمه ونډه لري. د ښاغلي غني له خوا فاریاب ته د والي په توګه  د داود لغماني معرفي کول او بیا بیرته د مظاهر کوونکو زور ته تسلیمیدل د دي ښاغلي د کمزوري مدیریت نښه ده. تر ټولو لویه بدبختي خو لا داده چې مظاهرچیانو د اشرف غني د حکم په وړاندي او د والي د شړلو له پاره کفنونه واغوستل خو نن چې یې طالبانو د ښار تر دروازې را ورسیدل نر غوندي مړي سترګي وتښیدل. 

 د ځان شرمولو یو بل لوي مثال دایکندي ولایت ته  د والي په توګه د ښاغلي مرادعلی  معرفي کول او له نیمي لاري څخه یی بیرته  را ګرزول وو. دا پیښی د حکومت په لمنه لوي داغ او دحکومت مخالفینو ته د خپلو کمزوریو په کوته کول وو. د راپورونو له مخي ښاغلي غني تر اوسه ۱۱۵ وزیران بدل کړي دي او داسي وزیران هم وو چي تر یوي میاشتي یی کم وزرات کړی دی. په نظامي برخو کي د بي تجربي کسانو، خپلوانو او حتی خامو هلکانو او نجونو په کار ګمارل او د جنګ په حالاتو کي د جګړي د رهبري بدلون یو لویه سیاسی او نظامي تیروتنه وه چي جبران کیدل یې له امکانه لیري بریښي. ستونځه دا  ده چي همدا بی تجربي کسان چي یو ځل په دولت کي مقرر شي بیا یې لیري کول امکان نه لرې خبره ده  بلکه یوازي باید له یوه ځایه بل ځایه ته تبدیل شي  تر څو ټولي اداري ورباندي ګډوډي کړي او دا بیا د اغلي رولا غني پروژه ښکاري. داسي ښکاري چې دي ټولو کسانو قسم کړي دی چې وطن  به جوړیدو  ته نه پریږدو. 

څوک چي دولت کي دنده واخلي په یوه اوني کي عقل کل ورڅخه جوړیږي ځان ورته افلاطون ښکاري او په ټولو شیانو تر ټولو ډیر پوهیږي. خوله خلاصه او غوږونه پټ کړي او د هیچا خبره نه اوري. حتي که ډیر نژدي ملګري او خیر خوا دوست يې هم خبره ورته وکړي دی به په ډیرې سپین سترګئ ځواب ورکړي که ته دومره پوهیدلي اوس به زما پر ځاي ته وزیر/معین/ریس واي. 

د ا خلک د خپلي چوکئ د ساتلو له پاره هر ډول معاملي او د هر څه په سر سودا ته تیار دي او د حکومتي لوړ پړو چارواکو همداسي کسان په کار دي چي ښاغلي حیات او میرزکوال يې ښه مثالونه دي. دي خلکو ډیر و خت مخکي لا خارجي پاسپورتونه اخستي ښځي او ماشومان يي په لندن، واشنګټن او نور ښارونو کي اوسې او هر وخت چي ېې زړه غواړي او دلته غلا ورباندي ودریږي تښتي. دي خلکو په ۱۹۹۶ کال هم د طالب زیږیدو ته زمینه مساعده کړي وه او نن هم بیا ملک دي ډلې ته وسپارئ. 

تیر ورځ مي په فیسبوک د ښاغلي سیاف یو ویډیو کتله همدا خبري چې نن يې د طالبانو مشران تکراروي ټکي په ټکي کولي. دي ښاغلي ویل چي تر څو د نجیب حکومت نه وي نسکور شوي سوله او اوربند امکان نه لري. ده مجاهدین تشویقول چي د سولي خبري هسي پروپاګنده ده او بیا په مجاهدین په هیڅ صورت له جګړي لاس وانخلي. نن څه د پاسه دیرش کاله وروسته طالب همدا خبري کوي خو په ښاغلي سیاف ښي نه لګيږي ځکه دي له خپلي تجربي څخه پوهیږي چي هغه وخت دا خبري د ده خپلي خبري نه وي. لکه څنګه چي د مجاهدینو جهاد په فساد بدل شو همداسي د طالبانو کیسه هم در واخله خو هیڅوک په دي خبره فکر نه کوي چې په افغانستان کي په زور حکوت امکان نه لري. د طالبانو تر ټولو لویه ستونځه دا ده چي خپلي خبري ورته د خداي خبري ښکاري او فکر کوي چې د دوي د خبرو  نه منل کفر مطلق دی. دوي باید په دي وپوهیږي چې په کفر حکومت کیداي شې خو په ظلم نه. 

همدا اوس د ډیرو ولایتونو په مرکزنو کي جکړي رواني، همدا شیبه ښځي ماشومان او بي ګناه خلک وژل کیږي همدا شیبه هم ملک ورانیږې خو زموږ غلام مغز لا نه پوهیږې چي وسله د چا ده، پروژه د چا ده جګړه د چا ده او وژل کیږي څوک؟ 

چنګیز راشه که وحشت زده کوي   موږ ستا د ټول ظلم ریکارډ مات کړئ

موږ د وحشت په انتها کي اوسو     موږ هم قلم او هم کتاب مات کړئ

حکومت، طالب او زاړه ګناه کاران بايد ټول فکر وکړي چي د ملک ورانول او جګړه کول ملي خیانت، جنګي جنایت او د پردیو هدفونو ته کار کول دي.   وژل د حل لاره نه ده، نه د هټلر په واسطه د خلکو وژلو، نه د بریژنیف قتل عام، نه د صدام ظلمونو او نه د بوش بمونو  مسله حل کړه.  په تیرو شلو کلنو کي موږ په فکري لحاظ ډیره زیاته وده کړي ده، ډیر بسټونه جوړ شوي دي او ډیر لاسته راوړني لرو خو د صفر څخه د پیل ترخه تجربه به دا هر څه له خاورو سره خاوري کړي مه پریږده چي دا ګلشن بیا په کنډواله بدل شي او د نجیب د حکومت د سقوط کیسه بیا تکرار شي. 

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب