Homeخبرونهپه جوزجان ولايت کې د طالبانو جګړه بهرني ترهګر رهبري کوي

په جوزجان ولايت کې د طالبانو جګړه بهرني ترهګر رهبري کوي

تاند(يکشنبه د اسد ۱۰مه ) په جوزجان ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو جګړه د بهرنيو ترهګرو له لوري رهبري کيږي.

د دوی په وینا په دغه ولایت کې پاکستانی متقاعد پوځي شیخ مطیع الله د طالبانو د جګړې مشري پر غاړه لري.

په جوزجان ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا قوماندان ډګروال غني نظامي وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د جګړې د مشرۍ ټولې چارې د همدغه پاکستاني پوځي پر غاړه دي.

ښاغلی غني زیاتوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په لیکو کې یوازې پاکستاني جنګیالي نه دي، بلکې اوزبیکستاني جنګیالي هم له طالبانو سره یو ځای د افغان حکومت پر ضد جنګیږي. د نوموړي په وینا اوزبیکستاني جنګیالي له خپلو کورنیو سره ددغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې اوسېږي.
درزاب ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو په ولکه کې ده.

په جوزجان ولایت کې د بهرنیو ترهګرو د حضور خبره په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې طالبانو د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

بل خوا په بدخشان ولایت کې هم ځایي چارواکو د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ترهګرو د حضور خبر ورکړی دی.

په داسې حال کې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د شتوالي په تړاو رپوټونه زیات شوي دي چې طالبانو له امريکا سره د دوحې په هوکړه ليک کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به له ټولو بهرنیو ترهګرو سره خپلې اړېکې پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...