زما ورښمینې فرښتې ناهیلی نه یم، خو زموږ مذهب او عقیده همداسې ده:
زه د داسې قوم وګړی يم صاحبه
چې د يو او بل وژنه يې مذهب دی
ش. اڅړ
بېګا مې خوب لیده چې زه مرم، هغه څوک مې وژني چې ځانته مسلمان او د لوړ انسانیت دعوه کوي، زموږ همداسې عقیده ده، چې خوبونه مو اکثرا رښتیا کېږي، نو دوی ما وژني، زما ورښمینې فرښتې زه به مړ شم، خو زما ځینې خبرې راتلونکي نسل ته ورسوه.
لومړی تا ته وایم، ته هلته لاړ شه، چې هلته انسان نه وي، خو انسانیت وي، ته هوښياره جلکۍ یې، داسې ځای پیدا کولای شې.
پوهوو، څومره سخته ده، چې زه تا ته وایم، له تا بېلېږم. نه، نه له تا نه بېلېږم، خو زما وجود به بل شي روح به مې له تا سره وي. په تا مې مرګ نه لورېږي، هغه حالت چې رایاد کړم، چې له تا جبراییل ساه اخلي ساه مې ودرېږي، خو پوهېږم که جبراییل له تا ساه اخلي نو په جبراییل به قیامت وي.
ته به راتلونکي نسل ته ووایې:
موږ مینه کوله، خو هېڅ کله مو په ښکاره مینه ونه کړه، ځکه هغه وخت مینه کفر وه. داسې خلکو سره مو ژوند کاو، چې وجودونه یې د انسانانو وو، خو انسانیت پکې نه و.
دومره کوچني خوښي راته لوی غنیمت به وه، ارامه سندره، یوه پیاله قهوه، وچه ډوډۍ به راته پیدا شوله او لږ به خلکو ارام پرېښودو، نو داسې حال کې مو رب ته د شکر سجده کوله چې موږ ته رب خوښي راکړه.
داسې ژوند مو کاو، لکه مړه چې و، هسې ژوندې ښکاره کېدو کنه موږ خو مړه و. د ورځې څو ځله مړه کېدو. اه، څه بې مینې پیکه ژوند خط لیکم، یو رمانټیک فلم چې ګورو کورنۍ هېڅ غړی نه خبرو بیا وایي لوفر، لوچک او ګناهګار شوې.
اخ زما ګرانې، ستړې شوې به یې! نرګسي سترګو ته دې ارام حرکت وکړه، لمريز مخ ته هنداره کې څېر شه، زما لپاره خپل ورښمین او ګلورین مخ ته وګوره.
راتلونکي نسل ته ووایه، خلکو مینه، ازادي، دوستي، احترام، انسانیت، ورورولي ته په خیالي نظر کتل.
څوک چې انسان دوسته، وطن پرست، مینه پرست، خیال پرست، ژوند خوښونکي، پرمختګ او ازادۍ غوښتونکي د دوی مرګ د هر چا څخه لومړی و.
زما ژوند پرستې فرښتې ته نور خپله ښه پوهېږې، چې موږ څومره ځور کې ژوند وکړ.
زما ښاغلې فرښتې ورته ووایه: موږ هېڅ کله د خوښې ځای ته چکر ونه واهه، یو ځل مو هم د زړه له تله د خلکو په منځ کې د یو بل څخه غېږ تاو نه کړه، اخ، څومره بده خبره ده، چې یو څوک دې ځوانې مرحله کې وي بیا دې هم خپله معشوقه د زړه له تل څخه ښکول نه کړي، بده یلا دا چې ځوان به وي هېڅ معشوقه به نه لري.
زه مړ کېږم، د اوسنیو خلکو په نظر زه به مړ شم، خو زه نه فناه کېدونکي ذات ته ورځم، هغه ذات ته چې هر څه د هغه په لاس کې دي، ضرور ترې پوښتنه کوم:
ولې دې زه انسان پیدا کړم؟ د څه لپاره پیدا شوی یم؟ زما د پیداښت هدف څه دی؟ موږ چیرته روان یوو او له کومه راغلو؟ ولې انسانان ځینې ځورېږي او ځینې خوښ دي؟ هغه د جنت او دوزخ پوښتنه به وکړم؟ ولې کرکه پیدا شوه؟ ولې په ټوله نړۍ کې افغانان تر هر چا زیات ځورېږي؟ ایا حقیقي او ناحقیقي نړۍ شته؟ بل د رب شتون به وګورم، بیا به د ارامي احساس وکړم.
زما خوږې، هر دې نشي، اوس لیک پټ کړه راتلونکي نسل ته ووایه، موږ د هر ټول پوښتنو حق نه لاره، موږ په داسې وخت کې ژوند کاو، خلکو غوږونه لرل، خو ښې خبرې نه اورېدلې یوازې به یې بدې اورېدلې. د خلکو ژبه وه، د ښو لپاره نه بلکې د بدو خبرو لپاره. ملت چیغې د حق غوښتلو لپاره وهلې، خو د شعار په بڼه. ټولو انسانیت غوښتو، خو هېچا انسانیت نه کاو. څه به درته ووایم، مونږ غوښتل چې بدبختي ورکه کړو، خو ټول مو د بدبختي کارونه کول، ووایه موږ باید څنګه وای؟
ورخطا نشې، زه مرم، خو ستا په حوسن، اداګانو، کریشمو، ښکلاګانو، نازونو او په نخرو چې دا مرګ نه دی، دا یو بل له رنګونو جوړ ژوند دی.
زه مرم، دغه لیک مې یوه شپه دا ته خوب کې لیکلو و، چې نن مې پوسټ وړنکې ته ورکړ. کنه زه به ستا په ورښمینه غېږ کې مرم چې هغه مرک نه دی، ځکه تا ویل چې زه او ته یو ځای مړه کېږو.