چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعر او له خيال سره يې تړاؤ | ژباړن: شمس خوستی

شعر او له خيال سره يې تړاؤ | ژباړن: شمس خوستی

دي لويس وايي: هغه قوه چې خيال يې پنځوي (تخيل) دى فكركوم په ذهني قواوو كې بې له تخيله بله قوه نشته چې داسې مشكل تعريف ولري.

احمدامين په (النقدالدبي) نومي اثركې ليكي، سره له دې چې دشعري كره كتنې په په ډېروكتابونو كې د تخيل په اړه ځانګړي فصلونه راغلي دي خو په هېڅ يوۀ كې د تخيل درست اوسم تعريف نه ترسترګوكيږي. استاد شفيعي، خيال د شعراو جوهر ثابت عنصربللى، دى وايي: خيال هغه قوه ده چې له تخيل څخه پنځيږي، دقيق تعريف نلري، كه څه هم د هغې تعريف او پېژندنه له ټول توان سره شوې، بيا هم مبهمه پاتې ده، ښايي دا ومنى چې هرانسان د ژوند په يوه دوره كې شاعروي، انسان په هغه دوره كې دطبيعت له عادي ليدنوهم غږيږي او له چاپېريال څخه هرډول حسي درك د هغه لپاره حيرانوونكي تازه ګي لري (په دې مهال كې هغه پرشيانو نوم ږدي اوله هغه څه سره يې تشبې كوي چې دۀ ته يې تشبې ورسره منلې ښكاري.)

ښايي په دې دوره كې دځوانۍ مستي ددې لامل وي چې دانسان حواس يې راپارولي وي او ياهم د چاپېريال د شيانوله ليدلو دى الهام اخلي.

دا ډول احساس پخپله يوه شعري اوشعوري  بيداري اولومړنۍ تجربه ده (په دې وخت كې) ټول حواس بيدار وي خو وروسته د شعري تجربو استعداد (ژر محدوديږي اوپه دراندۀ خوب بدليږي) ايله ځينې وګړي ويښ پاته كيږي او د وېښېدا استعداد لري، هغه هم مكرر ويښوونكي لاملونه لري (ښايي دغه لاملونه، د تخيل له قوې، مينې او ناڅاپي الهام څخه پيداكيږي) دغه دويم ويښتوب له لومړي هغه سره توپيرلري ياني د فهم او درك دويم او ثانوي پړاؤ دى د طبيعت دهرډول قوانينو كشف پخپله يوه بيداري، تجربه او شعر دى.

د جاذبې قانون د نيوټن (۱۹۴۲ – ۱۷۲۷) اوله تجربه، ويښېدا او شعوردى اونورخلك هغه تجربه داولين شعورله مخې په دويم پړاؤكې ترسره كوي،ددوى درك،كشف اوويښېدا دواسطې له مخې نه بلكې ثانوي دى ،دشعرپه اړه هم داسې ده ،هغه څه چې شاعريې درك كوي اولينه تجربه، ويښېدا او كشف دى اوهغه څه چې دده له شعره نوروته حاصليږي دويمه بيداري، تجربه اوكشف دى، (په دويم پړاو كې ، دويم درك رامنځته كېدل له اولې هغې خبرېدل دي چې په بېلابېلوذوقونوبېل بېل اغېزلري اومختلف وګړي ورڅخه مختلف خوندونه اخلي )

ژرادراونروال ( ۱۸۵۵ – ۱۸۰۸ ) وايي : شاعرؤ چې داول ځل لپاره يې مخ له ګل سره تشبه كړ،له هغې وروسته نورخلك دهغه مقلدين .

نوموړى داټكى روښانوي چې ديوې ښكارندې په پنځولو كې دشاعرويښتوب اولين اونېغ كاردى ،اوله  هغې پدېدې دنوروخبريدا ده چې داولين ځل لپاره شاعرته حاصله ده .

خواجه نصيرالدين طوسي ( ۶۷۲ هـ  مړ) داقتباس پربنسټ وايي : دهغې نفس د انفعال لامل چې شاعرته ناڅاپي رسيږي له هغې زيات دى چې په تريج سره ورته رسيږي ،له دې لامله هغه څه چې د لومړي ځل لپاره رامنځته كيږي خوندوروي خوتكراريې پېكه كيږي، دا ټكى ځكه سم دى چې شعر د تعجب په لرلو خوندوراو ښكلى دى، كله چې ډېرتكرارشي هغه تعجب اوخوند پكې نه پاته كيږي له دې امله ( انن سينا په شعركې د تشبې خوږلت اوښايسته والى تعجب بولي ) ددۀ په نظر په تشبې كې تعجب پروت دى چې د خوند او ښايست لامل دى .

ځينې معاصركره كتونكي ددې نظريې پربنسټ هڅې كوي چې شعراوهنردانسان تجربه و بولي (ښايي ددې نظريې لپاره دوى بېلابېل دلايل لري ،دوى غواړي ثابته  كړي چې شعردانسان تجربه ده،خوداثبوت لدې خبرې سره اړخ نه لګوي چې هرانسان دژوندپه يوه دوره كې شاعروي ،اوبله داچې شعرلدې امله خوندوربولي چې تعجب اوردى ،نو ولې هرانسان ، دژوندترپايه شاعرنشي پاتې كېدلى ؟

سره لدې چې انسان د خوندوروغوښتونكى او د هغې د حاصلولوپه هڅه كې دى ،كه شعررښتيا هم د انسان تجربه وي نو بې له شكه به ډېرخلك شاعران وو، مګر داسې نه ده، نو موږ وېلاى شوچې شعرالهام دى )

الاستدراك لومړى كس دى چې په (ابغالشير) نومي اثركې شعر د انسان تجربه بولي، نوموړى له مسلمانو كره كتونكو څخه دى چې د شعري تجربې د تړاؤ په هكله ښايسته ډېرګړېدلى دى .

اميل زولا ( ۱۸۴۰ – ۱۹۰۲ ) دفرانسې له ستروليكوالانوڅخه دى ،نوموړى داناتوراليست ادبي ښوونځي دبنسټ ايښودونكى دى اوپه اروپاكې يې عامه كړېده چې شعراوهنردانسان د تجربې محصول دى ،د شعر تجربه داسې څه نه دي چې د شاعر د ارادې محصول وبلل شي دايوه روحي ښكارنده اودهغه په ژوندكې د پېښومجموعه ده چې ناڅاپه يې په ضميركې غبرګون (انعكاس) پيدا كوي .

اليوت ( ۱۸۸۸ – ۱۹۶۵ ) يوانګليسي شاعراوداستان ليكونكى دى، وايي : دتاب “اسپيونوزار” وېيل اوټايپ ماشين اواز اودماښامنۍ د پخېدو بوى، ټولې شيبې (لحظې) تجربه كېدى شي .

شفيعي استاپه (صدرخيال درشعر فارسي) كې د همدې مبحث په اوږدو كې وايي: هروګړى په خپل ژوندكې ځانګړې تجربه لري، نو طبيعي ده چې د شعر خيالي تصويرونه يې هم ځانګړتياوې ولري چې د هغه خپله لاراو ځانګړنه ده، د هرشاعر شعر ځانګړى اسلوب، خيالي تصويرونه او لږ ډېر شاعر پخپله د شخصيت ځانګړتياوې لري ازاد نه دى، غالباً د نورو اخذاتوپه لارو درومي او نورو ته د شعرونو او خيالونو له لارې يوڅه راپنځوي (چې دا له ورايه ښكاري، په اوسني وخت كې يې شته والى هېڅ دى )

شوقي ضعيف ،په دې اړه د يادونې وړيوڅه ويلي دي، هغه وايي : هراديب طبيعي ځانګړتياوې، استعارې، تشپه ګانې اوځانګړى مجازلري چې كولى شوهغه دده خپل تصويرونه وبولو، يا د هغه روح تصويرونه چې له ځاني جوهر څخه يې په ارواكې انځور دي، كولى شو له دې ځايه د دغه هنرمند سقوط  پيدا كړو، چې د نورو په ابتكار (پخوانيو جوړشوو تصويرونو او خيال) ژوندكوي (روان وي)  اوكه هنرمند د خپلوشعري تصويرونو په ارايه كې تقليدنه وي كړى نوپه علمي دقت كولى شو، ډېر روحي ځانګړتياوي يې له خياله كشف كړو، لكه ځينو كره كتونكو چې د( ويليم شكسپېر – ۱۰۶۴ – ۱۶۱۶ د انګلستان لوى شاعر او د ډرامې ليكونكي په هكله داكاركړيدى او د هغه د اثارو په تصويرونو كې يې په دقت سره د نوموړي د ژوند ځانګړتياوې، تاريخي تسلسل اوپيوستون موندلى اودهغې ځينې اثاريې لدې لارې په لاس راوړي دي .

پخوانيواديبانوهم له هغۀ ټول پام سره چې خيال ته يې كړى ،دشعرپه جوړښت كې يې دخيال پرونډه ډېرلږ غږيدلي، د سكوت لامل يې دادى چې ددې پرځاى چې بايددخيال په طرز اوتفكركې نسبت شعراودهغې مفهوم ته ډېره پلټنه وكړي ،دشعرشكل اوظاهرته توجه كړېده ،دوى شعري جوهرته ډېركم نظركړيدى اودشعرپه جوړښت كې دخيال پراهميت كم غږيدلي دي ،مګرهغه څوك چې دمفاهيموپه نيت يې منطقي نظراوفلسفي ليدته ډېره توجه كړېده لكه دتخيل په بحث كې چې يادشول ،خيال دشعرجوهربولي اود نويو ادبي ښوونځيوپيروان لكه  (سورياليزم) هنردخيال اوتخيل پايله بولي .

دسوريالسم كليمه دلومړي ځل لپاره ګيوم اپولين په ۱۹۱۴ كال كې په (Asmells  betireiasissm) نومي ډرامه كې كې وكاروله اوهغه يې دسورياليست ډرامه  وبلله ،چې موخه يې ورڅخه ديونوي ادبي ښوونځي بنښت اېښودل وو،نوموړي غوښتل چې له يادې شوې كليمې سره يوپخوانى خيالي اورنګارګ شعر بيان كړي .

اندره برتون  اوفلېپ سوپر له اپولېز څخه دغه تعبيرواخيست خودتقليد په منظورنه بلكې له دې كليمې له كارونې ددوى موخه دخوب (رويا) اومعزو داخيلي فعاليتونه دي ،چې (ژر رارد نوراوال) دطبيعت مافوق (سوپرناتولېزم) اولينه بيانيه په ۱۹۲۴ كې (اندره برتون) وليكله چې يادشوى ښوونځى يې داسې پسې پكې معرفي كړچې سوريالېسم خپل كاره (خودكاره) معزدي چې ښايي په ژبه، قلم اويابله وسيله دعمل واقعي جريان اوتفكربيانوي .

سوريالیزم بې دعقل له امرهرډول هنري قوانينواواخلاقي اصولوله تقليد څخه دتفكرتقرير اوتثبيت دى .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب