چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهقرارناكامورا، د سړیتوب د دین استاځی - مجید قرار

ناكامورا، د سړیتوب د دین استاځی – مجید قرار

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو د هر افغان په آهونو کې دی، خو آیا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ آیا هغه یواځې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار او ایماندار کارمند و؟ آیا هغه موږ ته تر اوبو، بندونو، کرهنې او کلینیکونو راکولو ور اخوا هم څه لرل؟ غواړم په څو کرښو کې پر دې پوښتنو لنډه تبصره وکړم.

ناکامورا زموږ ټولنې ته له یوه ژور پيغام سره راغلی و او دا پیغام یې په ډېر دروند قیمت او په ډېره اغېزمنه بڼه ورساوه.ناکامورا یواځې د پراختیا اتل او د فقر او بې وسۍ خلاف مبارز او مرستندوی نه و.

هغه دلته د انسانیت د بې غرضه، بې واعظه، بې غزا، بې خلافته، بې ناصحه، بې قمچینې او بې ضرره دین پیغام راوړی و. هغه یوې داسې ټولنې ته چې انسانیت په تور او سپین، کافر او مسلمان، موږ او هغوی، دوزخي او جنتي وېشي د انسانیت د یو ووالي عملي پیغام راوړی و. د هغه دین نه لکه د مسلمانانو ږیره، نه لکه د عیسویانو اوږده سپینه چپنه، نه لکه د یهودیانو خولۍ، نه لکه د اهل تشیع تور رنګ، نه لکه د برېلویانو شین رنګ، نه لکه د بودایانو ژيړ رنګ درلود. د هغه د دین رنګ د انسان رنګ و. د هغه د دین عبادت کار او خدمت و. د هغه د دین ذکر د ژوند ستاینه او لمانځنه او د مرګ له وسایلو انکار و. هغه په افغانستان کې د خپلې څېرې شبیهو سیمو ته هم د تګ پر ځای د پښتنو سیمو ته لاړ چې نه یې څېره ورته پاتې کېده، نه یې ښایي د ده عقایدو او کلتور ته په اوسني نړيوال معیار درناوی درلودلی وای. دا ځکه چې هغه پولې ماتولې. هغه دا کار شعوري کړی و. د هغه د انسانیت او سړیتوب د دین پیغام د هغه د اوبو او آبادۍ تر پیغام کم ارزښته نه و. موږ نن، همدا نن دې پيغام خپلولو ته تر اوبو، تر ډوډۍ، تر هوا ډېره اړتیا لرو.

موږ له نړۍ، له انسانیته، له بشري ټولنې د دین په نامه لرې ساتل کېږو. موږ ته دېرش کاله داسې نصابونه او کتابونه تدریس شوي چې نړۍ یې په کافر او مسلمان، موږ او هغوی، خپل او پردي را ته وېشلې ده. فکر کوو چې د خدای غوره، د خدای درانه، د خدای ناموسداره، د خدای د جنت مستحق انسانان د ځمکې په دې یوه لوېشت خاوره افغانستان کې اوسېږي. نور ټول خلک یا دوزخ ته ځي او یا د دوزخ په غاړه دي. که د یو چا لور له بل سره تر واده مخکې له هغه سره کافي څښلو ته وځي تر هغه بېغیرته بې ناموسه نشته. که یو چا پتلون اغوستی و، هغه بې ستره دی، که یوه ښځه دفتر ته لاړه، هغه فاحشه ده، که یو چا د غیرت او ننګ په نامه قتل ونکړ بې ننګه دی، که یو چا ږیره نه درلوده څېره یې بې نوره ده. لنډه دا چې موږ د نړۍ تر ټولو درانه او ویاړلي خلک یو او نور خلک ټول دووسان او دله ګان دي، ځکه چې لوڼي یې په پوهنتونونو کې له هلکانو سره په ګډو صنفونو کې ناستې وي. نور خلک ټول سپک دي، ځکه چې رقص عادي کار ورته ښکارېږي. امریکایي ته، ترکي ته، ایراني ته، اروپایي ته، جاپاني ته، چینایي ته، روسي ته، عرب او افریقایي او پنجابي ته. ټولو ته د بې ناموسانو په سترګو ګورو، ځکه چې د ښځو او نرو ګډ محفلونه پکې عادي دي، نڅا پکې عادي ده، ږیرې نه پرېږدي او ښځې یې پړوني نه په سروي. دا ټول دله ګان، دووسان او لوېدلي مخلوقات دي.

موږ خیراتخواره، ټوکخواره، محتاج، په خیرو کې پټ، په ایران او پنجاب آواره، د نورو په زندانونو او روغتونونو پنډ، بد شهرته، د نړۍ د خلکو له سترګو او باوره لوېدلي ځان تر ټولو درانه، تر ټولو پر حقه، تر ټولو د جنت مستحق، تر ټولو غیرتي ګڼو. لوی شاعر مو په سټېج ودرېږي، نارې وهي چې: افغان خو پرېږده، د روسي وجدان به ومني ده.

ته وا روسی ریښتیا بې وجدانه او دی ریښتیا باوجدانه دی.

زموږ دې ذهنیت په موږ کې ژور اغېز کړی او د وحشت د ټولو ایډیالوژیو لپاره یې خام مواد برابر کړي. زموږ دې ذهنیت موږ له یوه پلوه د ژوند له ټولو ښېګڼو محروم کړي یو، او له بل پلوه یې د نورو کرکه په موږ کې دومره ژوره کړې ده چې انتحار او خودکشۍ ته یې چمتو کړي یو.

موږ د ناکامورا تر پروژو، د هغه تر کانالونو او نورو ټولو ښېګڼو او برکتونو د هغه دغه پيغام ته، چې له انسانیت سره مو آشتي کوي، ډېر ضرورت لرو او باید د هغه په وینو لیکلی دا دروند او زورور پیغام خپور کړو.

7 COMMENTS

  1. قرار د ژوندی وي ، ښکلي مطلب او ټول حقیقتونه دي.
    د قرار صیب لیکنې او مالومات اوس د یو پوهنتون حیثیت لري ، لوستونکي ئې معتاد شویدي. هیله ده تل داسې په زړه پورې مطالب خپلو مینه والو ته وړاندې کړي.

  2. د افغان په خاوره بیا ویر او ماتم دی
    هرافغان سره د دغه ماتم غم دی
    هر یو ګل چې را ټوکیږي دی صحرا کې
    د پنجاب مسلم یې ولو ته اړم دی
    پرښتې غوندې انسان یې له مونږ واخیست
    دا مسلم له دې بوداڅخه ډیر کم دی
    د هیرا د عالمانو په فتواوو
    د افغان جهاد روان په دا رقم دی
    ناکامورا نمونه د انسانیت وه
    دا مقام یې له اسمانه سره سم دی
    هزارن تروریستان ترې صدقه شه
    له خوبیو يې عاجز زما قلم دی
    لولپه شې د پنجاب کافرستانه
    زما دعا درته په سر د هند قدم دی

  3. ډاکټرناکامورا بيچاره د خپل انساني ديانت په جزا مړ سو. خداي دي پر موږ بې دينانو و رحميږي

  4. سلام
    راځی چې لږ دقیقه محاسبه وکړو هغه دا چې دافغا نستان په کړکېچو نو کې ناولی لاس وهنې له شمېرې وخی او موږ هسې دبل چا ډهل او سورنی ته څواړخیزه اوړو د یو تیوب دشنو او زرغو نو کلیبونه مو دهندانو له بالیوو هم تیری کوی او څه نه ورنه جوړیږی موږلا هم د زمزمو په سوچ کې ېو دلته اوس بل نسل را لوي شوستاره افغان له هنر نه معجزه جوړه کړی تول د رپ عاشقان دی !!! خو موږ ځانونه ونه پېژندل او بېګناه کسان وژ نو ولې؟
    داکتر نا کا مورا د یتیمانو ، بېوزلو، ، بې واسطه محرومو،اوبې هیلې او نا امېده افغان ولس او په تېره بیا د پښتنو کلک ملګری وه دهغه مینه له افغانستان سره له امریکایی لویی دوپرې ا ونانسې دوپرې نه کمه نه وه هغه دافغانستان مظلوم ولس ضرورت ډیر ښه تشخیص کړی وه څومره چې دغه مرحوم کا کا مراد کارر کړی هغو مره په رسنیو ، هیاهو اوهاها کې نه دی پېژندل شوی او څوک یی به کیسه کې هم نه وه هغه د ځوانی به وخت کې د بشری مرستو لبار ه دجهاد لنډو اوژورو به لومړیو کلونو کې له بل جاپانی خبریال میکی سره خا نو نه راورسول میکی به لنګۍ به سر کوله چې ددایزنګی سیمې دهزاره په دول ښکاریده او ناکامورا کنری پکول په سر کاوه دواړه کت مټ افغان هزاره ول نو به دط خاطر د تالاشی ستونزه هیح چیرته نه وه
    کاکا مراد عالم او مسلکی سړی وه اود ډیر پراخ او هر اړ خیزه سوچ خاوند وه هغه ډېر زړه سوانده داکتر وه په دومره وخت کې له ملګرو ملتو نو، د بشر ی حقونو دعوه ګیرې او میراث خورې سیما ثمر نه ، مدنی فعالانو ، ولس نه ، د اوبو تهیه کوونکی، کانالونو جوړونکی اقتصادی پروژو سموونکی ،او ددرد درملونکی خو بیا هیر وه او چا نه پېژاند . د غنی بابادی کور اباد وی چې خپل حضورته یی ومانه او دهغه دویاړلی خدمت ستاینه یی وکړه
    زموږ فرهنګ پا ل ولس اوس له خوبه را باڅېد او ددې باتور ځلاند او نه پټېدونکی عمرانی پروژې او عامه ګټورې هلې ځلې ستایی به هوتل کې د ناکامورا او میکې د کوټې پیدا کول اسانه لار ه داوه چې په هغه وخت کې به یي د برژنیف وړوکی کارتون او دهغه بر سر دپښې ایښودل په دروازه نصب کړی وه میکی ویل چط افغانان ورباندی خوښیږی . ناکامورا ډیر حلیم سړی وه او په ډیر ه ځانګړی توګه یی دهر چا خیال ساته میکی ډیر توکی او شوخ مزاجه خبریا ل وه هغه به خپله ویل چی زه ددایزنګی هزاره یم په پاي کې ناکامورا هیڅ وخت خبل خان نه دی ستایلی او عالی شخصیت یی درلود

  5. True indeed! this is the ideology he came along with. Time to think and work beyond our beliefs and level of perception for others. The reality we live in is carrying us nowhere but darkness and making us blind not just by eyes but by soul and and our human instinct. He was just one man who turn our part of land into a paradise and with the services he provided was an aim to bring in prosperity and peaceful living. It just make us think that if one man with an idea of building and creating better-hood for others(without the influence of his origin or any discrimination) can take us to this level what if we as a team, as a family think beyond race, gender and personal limiting beliefs begin to work altogether in order to serve our people and our land? Yes, then we’d finally be able embrace what we’re always hoping to get for decades. Dr. Nakamora is a lesson for all the Afghans.

  6. په قلم دې برکت ښاغلیه قرار، دا ستا په لیکنې کې ټولې ریښتیا خبرې نغښتې دي. که کوم څوک ورسره مخالف نظر لري نو بل شی ورته نه وایم یوازې ورته وایم چې لږ غور وکړي، مطالعه د دین او د دنیا د ژوند په هکله وړکړي او کنه د وژونکو هغه هم د انسانیت د قاتلینو په مینځ کې شمارل کیږي. دعا کوم او هیله ده چې هغوی هم پوه شي او د انسانیت لار غوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب