جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکلتورسینماد پانې پت فلم مې ولیده/ جعفر هاند

د پانې پت فلم مې ولیده/ جعفر هاند

جعفر هاند

په فلم کې له مرهټانو سره د احمد شاه دراني په مشرۍ د پاني پت درېیمه تاریخي‌جګړه په هنري او داستاني بڼه تصویر شوې ده. تر تاریخي فلم ښه ده چې هنري فلم یې وبولو. کله چې مرهټان هڅه کوي‌چې خپله واکمني پراخه کړي او د هند نور ایالتونه او سیمې هم ونیسي، د (روهیلکنډ) نجیب الدوله خبریږي چې مرهټان پر دوی هم یرغل کوي، دی کندهار ته ځي او له احمدشاه دراني څخه مرسته غواړي.

نجیب الدوله د احمدشاه دراني د هڅونې لپاره درې خبرې کوي: ۱-که مرهټیان دې مات کړل، ټول هند به ستا تر واک لاندې شي او تر بنګال پورې به پاچاهي کوي؛۲- لوټ او تالان به وکړي او موږ به د مرهټیانو له شره وژغوري. په دغه منځ کې یې یو مشاور ورته وايي: (زموږ خزانې هم تشې شوي دي.) خو زموږ په تاریخي کتابونو کې هند ته د احمدشاه دراني د ورتګ یوازینی علت له مسلمانانو سره مرسته او په اسیا کې د نورو پخوانیو امپراتوریو په څېر د مرهټانو د واکمنۍ د پراخېدو مخنیوی و. په فلم د احمدشاه دراني له لوري د لوټ تالان او ځمکې د نیولو خبره (زموږ له تاریخي روایت) سره اړخ نه لګوي. کله چې د نجیب الدوله استازي د کندهار په دربار کې وي، هلته د دربار نژدې کسان د کوهي نور الماس د نیولو په خاطر پر احمد شاه ابدالي برید کوي، احمد شاه ابدالي په ډېرې بې رحمۍ بریدګر وژني.

دا د احمدشاهي دربار کې بي باوري او ګډوډي ښي. دا هم (زموږ تاریخ) کې یا نشته او یا ما لږ تر لږه نه دي لوستي. په عمومي ډول احمدشاه دراني په فلم کې یو احساساتي، سخت زړی، غوصه ناک او تر یوې اندازې دیکتاتور بلل شوی چې هر څه په خپله خوښه کوي او په نه خبره سړی له تیغه تېروي چې دا هم (زموږ له تاریخي) روایت سره اړخ نه لګوي. د احمدشاه ابدالي په لښکر کې د افغانانو د نورو قومونو موجودیت هېڅ یا کم تمثیل شوی دی.

د پاني پت درېیم جنګ په ۱۷۶۱م کې شوی دی. په فلم کې تر جنګ یوه ورځ‌مخکې د احمد شاه دراني زوی تیمور راځي او ورته وايي‌چې کندهار کې (سرفراز) بغاوت کړی او د واک ترلاسه کولو هڅه کوي. احمدشاه دراني سخت خپه شي، په غوصه شي په کونډو شي او افغانستان چیغه کړي، دا هم هغه مهال په فلم افغانانو او پښتنو کې د واکمنۍ د ترلاسه کولو یوه بله نمونه تمثیل شوې ده.

دلته احمدشاه دراني وايي‌چې (هند پر افغانستان نه دو کوم، غواړم له مرهټیانو سره سوله وکړم او بېرته کندهار ته ولاړ شم.) د مرهټیانو د لښکر له قومندان سداشویرا باهو ( ارجون سنګ) سره خبرې کوي او د سولې شرط ورته ږدي: (ډیلي ماته راکړئ، زه جنګ نکوم او بېرته افغانستان ته ځم). خو د مرهټانو د لښکر قومندان ورته وايي: ( هېڅ هم نه درکوم او تاسو باید تر اټک وراخوا واوړئ، له کوم ځای څخه چې راغلي یاست). خلص سوله ونشي او جنګ وشي، فلم کې داسې ښودل کیږي چې مرهټان د هند لپاره او افغانان د ځمکې نیولو او لوټ تالان لپاره جګړه کوي چې دا هم (زموږ له تاریخي) روایت سره سر نه لګوي. هغه مهال د افغانستان او هند جغرافیه داسې نه وه، په فلم کې په ۱۷۶۱م کال کې افغانستان او هند سرحد (اټک) ښودل شوی. موږ په تاریخ کې لوستي چې له مرهټانو سره د افغانانو لښکر چې په سیند اوړي د۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ‌عسکر یې مړه کیږي، خو دا هېڅ هم فلم کې نشته.

مرهټان هڅه کوي چې د هند نور کوچني سلطنتونه او نور قومونه هم له ځان سره یو ځای کړي چې د افغانانو له لښکر سره وجنګیږي، خو د جګړې په میدان کې (سیکان) ورڅخه ولاړ شي او (غداري)‌وکړي. په فلم کې داسې ښودل شوې چې احمد شاه دراني مرهټان نه دي مات کړي بلکې د هند نورو اقلیتونو (غداري) د مرهټیانو د ماتې لامل شو.
د تاریخي روایت له مخې د احمدشاه دراني لښکر ۸۰زره و او د مرهټیانو تر ۵۰۰زره زیات وو، فلم کې هم ښودل کیږي چې مرهټیان تر افغان لښکر خورا زیات دي.

مرهټیان ډېر با تمدن او افغانان ورستي پاتې ښودل کیږي. احمدشاه دراني چې هند ته راځي پر انار داسې حمله کوي،‌لکه عمر کې یې چې لیدلي او خوړلي‌نه وي،‌مبالغه شوې ده. په فلم کې افغان جنګیالي پر ښځو هم برید کوي، چې دا هم (زموږ له تاریخ)‌سره اړخ نه لګوي. احمدشاه بابا چې دا جنګ ګټي، د مرهټو دربار ته لیګ استوي او د هغوی د جنګیالیو ستاینه کوي او وايي‌چې بیا به هند ته نه ورګرځي، دا هم زموږ په تاریخ کې نشته.

د دې فلم یو ښه والی دا شو چې زما په ګډون ډېر افغانان یې اړ کړل چې د خپل تاریخ دغې برخې ته بیا رجوع وکړي. په فلم کې زموږ افغان لوبغاړی ببرک اکبري هم شته، خو په ټول فلم کې درې ډیالوک ورکړل شوي چې بیا په جګړې کې وژل کیږي.

د پدماوت د تاریخي فلم په څېر چې د غلزیو د سلطنت په اړه جوړ شوی، دا فلم له هنري پلوه هم هومره ښه نه دی. سنجي دت احمدشاه دراني رول هم ښه نه دی ادا کړی او ماته په ټول فلم کې ډېر جعلي معلوم شو. خو په فلم کې مې د مرهټیانو د لښکر د مشر (ارجون سنګ)‌رول خوښ شو. په ټول فلم کې د یو سلطنت د مشرې سګینه بیګم خبره مې ډېره خوښه شوه: (جګړه د نارینو سرګرمي ده، دوی له یو بل سره جنګ کوي خو سزا یې ماشومان او ښځې ګوري چې یتیمان او ګونډې کیږي.)
زه دغه فلم ته له ۱۰ څخه ۴ نومرې ورکوم.

1 COMMENT

  1. ګران هاند صاحب ته یوه یادونه : لومړی داچې نجیب الدوله کله هم کندهارته نه دی تللی ، داټکی مو تصحیح کړئ دویم کومې خبرې چې تاسو دنجیب الدوله له خولې لیکلي ، هغه دنجیب الدونه خبرې نه دي ، هغه دشاه ولی الله رح دی . داټکی مو سم کړئ . دریم احمدشاه په دغه جکړه کې دمطلقت اوپوځي قوماندان دنده ترسره کوي ، باید خشن وي . دپاني پت د قوماندان اوجنرال اودکندهار ملی مشراحمدشاه بابا د دندې له مخې یوشان نه دي اونه بایدوي . کومې تبصرې چې دمتعصبو هندوانو له خوا نن اوپرون خپرې شوې ، هغوی ډیرخواشنی دي چې په فلم کې احمدشاه ابدالي ولي دیوه بانظمه اومدبر واکمن په توګه معرفی شوي . له همدې امله زه هیله من چې په دغه اړه له منفي تبصرو ترهغه وخته چې د دووملتوخلک قضاوت پرې کوي انتظاروباسو. دهندوستان تبصره کونکي دخپلو خلکوعمومی نظرته انتظارباسي ، فلمی کره کتونکو هم تراوسه دتاریخی حقایقو په رڼآکې دخلکو قضاوت ته غوږ نیولی دی ، ډیرزر به وګورو چې خبره څه ده ؟ په دې هیله چې تاسو په خپلو څلورنمرو باندې پښیمانه نه شئ .
    درناوی
    رشید – هندوستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب