یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+اخرنۍ کښتۍ The Last Ship/ خالد انسان

اخرنۍ کښتۍ The Last Ship/ خالد انسان

د Last ship سیریال ګورم چې د یوې ګواښونګې ساري ناروغۍ پۀ اړه جوړ شوی.
په سیریال کې ډېر څه شته خو ما ترې دا لاندې ټکي زده کړل.
۱: د انسانیت لپاره وقف کېدل: پۀ سیریال کې د ډاکټر سکاټ په نامه ښځه د مصر له قاهرې ښاره د ویروس یوه نمونه راخلي او بیا د امریکا حکومت ته پۀ ډېره سختۍ قناعت ورکوي، چې پۀ یوه بحري بېړۍ کې دې ورته د تجربو لپاره یوه لیبارټري پۀ واک کې ورکړي او بیا دی شمالي قطب ته د دې لپاره ولیږي، چې د ویروس طبعي نمونه پیدا کړي تر څو واکسین ورته جوړ کړي. نوموړې له ډېرو وژونکو بریدونو سره مخامخ کېږي، خو هیڅکله دې ته نۀ تیاریږي چې د واکسین جوړولو څخه لاس واخلي له ډېرو هڅو وروسته واکسین جوړوي او د لا نورو هڅو په دوران کې وژل کېږي.
۲: دویېم ټکی مې دا ترې زده کړ چې زده کړې دې د انسانانو د وړتیاوو د رابرسیره کولو تر څنګ هغوی ته انسانیت هم ور زده کړي. د سیریال پۀ شروع کې یو بل ذهین ډاکټر د ویروس پۀ جینونو کې پۀ تغییر راوستلو هغه لا نور وژونکی کړي، چې پۀ پایله کې یې د مړو شمیر بیلیونونو ته پورته کړي. مطلب صرف وړتیاوې راپورته کول او انسانیت نۀ ورزده کول؛ کولی شي وړتیاوې د خدمت پر ځای د شیطاني موخو لپاره پۀ کار واچوي.
۳: د قانونپالنې هېښوونکې روح: لکه پورته مو چې یاد کړ، هاغه وحشي ډاکټر د بحري کښتۍ د پوځیانو پۀ ولکه کې راشي. او پس له ولکې په پټه د واکسین جوړوونکې ډاکټرې لخوا ووژل شي. سره لۀ دې چې دا ډاکټر سلګونه میلیونو انسانانو ته د مرګ لامل شوی وي، د کښتۍ کپیټان چې خبر شي، چې دا خو خپله نۀ بلکې د ډاکټرې لخوا ووژل شو؛ څېړنې پیلوي. اړیکه ورسره پرې کوي او د ثابتیدو پۀ صورت کې ورته سخته غوسه کوي او ورته وایي چې زۀ نه شم کؤلی تا بندي کړم. خو کله چې هم ورسېدو، ملکي حکومت ته به دې وسپارم او هغوی بیا پوهیږي چې تاته د دې جرم پۀ مقابل کې څۀ سزا درکوي. دلته ماته مالومه شوه چې هغوی د قانون لپاره څومره احترام پۀ زړۀ کې لري. هیڅ اړیکه او وضعیت د قانون پر وړاندې ورته ارزښت نه لري.
۴: د واک لپاره د انسانانو وحشي مقابله: پۀ سیریال کې مختلف خلک د واکسین د لاسته راوړلو کوښښ کوي او د انحصار لۀ لارې یې غواړي ټوله نړۍ د ځان تابع کړي.
لکه یو روسی جنرال وایي: که دا واکسین زما لاس ته راشي، زۀ به د ځمکې خدای یم!
همدارنګه یوه بله ډله چې پۀ طبعي ډول د ویروس پۀ وړاندې قوي بدني دفاعي سیستم لري، هر ځای کې د واکسین ختمولو کوښښ کوي او پۀ دې سره د یوه نسل د رامنځته کولو کوښښ کوي.
دا پۀ لنډ ډؤل هاغه ټکي ول چې ما له دې سیریال څخه زده کړل. که کولی شئ خپله یې وګورئ!

1 COMMENT

  1. ښاغلی خالد انسان مننه درڅخه کووم ښه لیکنه مو ترتیب کړیده. دري مهم ټکي دی. خو دوییم ټکی چه (مطلب صرف وړتیاوې راپورته کول او انسانیت نۀ ورزده کول؛ کولی شي وړتیاوې د خدمت پر ځای د شیطاني موخو لپاره پۀ کار واچوي.)

    ښه ټکی دی کله چه انسانیت د چا نه وی زده، پایله یی شیطانیت او یا ویروس وی، چه د ویروس ختمول انسانی او الهی خدمت دی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب