یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور: د کانونو د برخې فارغان پر دندو ګمارو

شېخ دلاور: د کانونو د برخې فارغان پر دندو ګمارو

تاند (چارشنبه د دلوې ۴ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر  شېخ شهاب الدین دلاور د کانونو د برخې فارغانو ته ډاډ ورکړی چې په دغه وزارت او اړوند سکتور کې به ورته د کار زمینې برابرې شي.

نوموړي په یوه غونډه کې په دې اړه په مشخص ډول د ترسره کوونکو اقداماتو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ویلي چې هڅه کوي مسلکي کسان پر دندو وګماري.

په دې غونډه کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس شېرباز کمین زاده  وویل:
«۷۵ فیصده هغه محصلین چې فارغ شوي انشاالله موږ دوی ته د کار زمینه برابروو او مناسب معاش هم ورکوو او په دندو یې ګمارو.»

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د نورو لاملونو تر څنګ د دندو او کار د نشتوالي له امله یو زیات شمېر لوستي افغان ځوانان له هېواده د وتو په هڅه کې دي.

طالب چارواکو له بیا واکمنیدو راهیسې بیا- بیا ورته ژمنې کړي، خو منتقدان یې پر ژمنو عمل کم رنګه ګڼي، خو بیا هم ټینګار لري چې افغان ځوانان نه باید د طالبانو د واک د انحصار له امله د هېواد پرېښودو لاره غوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب